زبور - ٤٧

د موسيقۍ د مشر دپاره: يو زبور د قورح د بچو مالِک خُدائ د ټولې دُنيا بادشاه دے ۱اے ټولو خلقو لاسونه ووهئ، او د خوشحالۍ سرود په اوچت آواز سره ووايئ. ۲مالِک خُدائ تعالىٰ څومره د رُعب داب مالِک دے، هغه په ټولې دُنيا لوئ بادشاه دے. ۳هغۀ ټول قومونه زمونږ تابع کړل، او […]

زبور - ٤٦

د موسيقۍ مشر دپاره: يو سرود د قورح د زامنو چې به په خوږ آواز سره وئيلے شى خُدائ پاک زمونږ زور او ګټ دے ۱خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے، په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے. ۲نو مونږ به نۀ يريږو کۀ په زمکه زلزله راشى، او کۀ […]

زبور - ٤٥

د موسيقۍ د مشر دپاره: يو زبور د قورح د اولاد نه د مينې سرود کوم چې د لاله د ګل په ساز کښې وغږولے شو د شاهى وادۀ سندره ۱زړۀ کښې مې وګرځېدله څۀ ښکلې شان خبره د بادشاه په حقله زۀ وايم ښۀ غوندې سندره، د ماهر ليکوال په شان قلم دے زما […]

زبور - ٤٤

د موسيقۍ د مشر دپاره: د قورح د بچو يو زبور د مدد دپاره دُعا ۱اے پاکه خُدايه، مونږ په خپلو غوږونو اورېدلې دى، زمونږ پلار نيکۀ هر هغه څۀ مونږ ته بيان کړى دى، کوم کارونه چې تا د هغوئ په زمانه يعنې پخوا زمانه کښې د هغوئ دپاره کړى دى. ۲تا په خپل […]

زبور - ٤٣

د ‎پرېشانه انسان دُعا ۱اے پاکه خُدايه، ما بې‌ګناه وګرځوه، د بې‌ايمانه خلقو په خلاف زما په حق کښې فېصله واوروه، خو تۀ ما ته د بدکارانو او ټګمارانو نه خلاصون راکوه. ۲تۀ زما خُدائ پاک او زما قلعه يې، ولې دې رد کړے يم؟ نو ولې غمژن ګرځم دشمن راباندې ظلم کوى؟ ۳خپل نُور […]

زبور - ٤٢

د موسيقۍ د مشر دپاره: يو زبور د قورح د بچو د يو فکرمند کس دُعا ۱څنګه چې هوسۍ د نِهر اوبو پسې تلوسه کوى، داسې خُدايه پاکه، زړۀ مې تا پسې تلوسه کوى. ۲زما زړۀ د خُدائ پاک تږے دے، زۀ د ژوندى خُدائ پاک تږے يم. زۀ به کله لاړ شم چې د […]

زبور - ٤١

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور د رحم دپاره د يو بيمار درخواست ۱بختور دے هغه څوک چې د مسکينانو خيال ساتى، کله چې دے په تکليف کښې وى مالِک خُدائ ورله خلاصون ورکوى. ۲مالِک خُدائ به د هغۀ حفاظت کوى او ژوند به يې په امان کښې ساتى، هغه به […]

زبور - ٤٠

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور د ثناء صِفت سرود ۱په صبر ما د مالِک خُدائ انتظار وکړو، او هغۀ زما فرياد واورېدو او ما ته يې پام وکړو. ۲هغۀ زۀ د هلاکت د کندې نه رابهر کړم، او د لمدو خټو نه يې راوويستم. زما پښې يې په ګټ کېښودې […]

زبور - ٣٩

يدوتون د موسيقۍ مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور د يو دردمند د ګناه اقرار ۱ما ووئيل چې، ”زۀ به د خپل عمل خيال ساتم نو چې په خپله ژبه ګناه ونۀ کړم، ترڅو چې بدعمله زما د وړاندې وى زۀ به خپله ژبه چپ ساتم.“ ۲زۀ خو خاموش ولاړ وم، او هيڅ خبره […]

زبور - ٣٨

د حضرت داؤد يو زبور خُدائ پاک ته سوال کول چې هغه ياد ساتى د يو بيمار د تکليف په وخت دُعا ۱اے مالِکه خُدايه، په خپل قهر کښې ما مۀ رټه تۀ په خپله غصه کښې سزا ما ته مۀ راکوه. ۲ځکه چې ستا غشو سورے کړے يم، او په خپل لاس دې وهلے […]