زبور - ٦٧

د موسيقۍ د مشر دپاره: چې د رباب د تارونو سره وغږولے شو، د حمد‌و‌ثناء يو زبور د شُکر ګزارۍ سرود ۱خُدائ پاک دې په مونږ مهربانه شى او مونږ ته دې برکت راکړى، او په مونږ دې د خپل مخ نُور وځلوى. ۲او په ټوله دُنيا کښې دې ستا لارې وپېژندلے شى، ستا د […]

زبور - ٦٦

د موسيقۍ د مشر دپاره: د زبور يو حمد د شُکر ګزارۍ سرود ۱اے د ټولې دُنيا خلقو خوشحالى وکړئ. خُدائ پاک ته د خوشحالۍ نعرې ووهئ. ۲د هغۀ د نوم د جلال سندرې ووايئ، او د هغۀ جلالى حمد‌و‌ثناء بيان کړئ. ۳خُدائ پاک ته ووايئ، ”ستا کارونه هيبتناک دى او زور طاقت دې ډېر […]

زبور - ٦٥

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور د فصل راټولو شُکر ګزارى ۱په صيون کښې، پاکه خُدايه، تۀ د ثناء صِفت لائق يې. منښتې به هم تا ته وړاندې کيږى ۲تۀ په خپله د ټولو دُعاګانې اورې، ټول خلق به تا ته راشى. ۳کله چې مونږ د خپلو ګناهونو لاندې راګېر شولو، […]

زبور - ٦٤

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور د دشمنانو د شر نه د حفاظت دُعا ۱اے پاکه خُدايه، زما آواز تۀ واوره، زما ژوند د دشمنانو د يرې نه وساته. ۲ما د بدعمله د پټو منصوبو نه په امان کړه، ما د بدکردارو د قبيلې نه په امان کړه. ۳خپلې ژبې يې […]

زبور - ٦٣

زما ځان د خُدائ تږے دے د حضرت داؤد يو زبور کله چې هغه د يهوداه په بيابان کښې وو ۱اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې. د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم، روح او زما ځان ستا تږے دے، لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه. ۲تۀ ما په […]

زبور - ٦٢

د موسيقۍ د مشر يدوتون دپاره: د حضرت داؤد يو زبور د خُدائ پاک په خلاصون باور کول ۱زما ځان صرف په خُدائ پاک کښې آرام مومى، ځکه چې زما د خلاصون مالِک هغه دے. ۲هغه په خپله زما ګټ او خلاصونکے دے، او زۀ به هيڅکله په لړزان نۀ شم هغه زما د امان […]

زبور - ٦١

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور چې د رباب سره غږولے شى د حفاظت دپاره د خُدائ پاک نه دُعا ۱اے پاکه خُدايه، زما سوال زارى واوره، او زما دُعا ته غوږ ونيسه. ۲د دُنيا د آخر نه تا ته نعرې وهم، کله چې زړۀ زما بې‌حاله شى. اوچت ګټ ته […]

زبور - ٦٠

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور، چې ښۀ دے د تعليم دپاره د هغه وخت په مطابق چې داؤد د آرام‌نهرين سره او آرام‌ضوباه سره جنګ وکړو او يوآب راواپس شو او دولس زره ادوميان يې د مالګې په دره کښې ووژل او د هغه ساز سره به وغږولے شى چې […]

زبور - ٥٩

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور د هغه وخت په حقله کله چې ساؤل فوجيان د داؤد کور ته ورولېږل چې هغه مړ کړى. چې ”مۀ تباه کوئ“ د ساز په حقله ووئيلے شو د حفاظت دپاره دُعا ۱ما د خپلو دشمنانو نه خلاص کړه، پاکه خُدايه، څوک چې زما خلاف […]

زبور - ٥٨

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور چې د ”مۀ تباه کوئ“ د ساز په حقله ووئيلے شو د بدکارانو سزا ۱بادشاهانو تاسو کله هم په رښتيا ښې فېصلې کړې دى څۀ؟ تاسو د خلقو عدالت په اِنصاف کوئ څۀ؟ ۲نه بلکې تاسو په زړونو کښې د بې‌اِنصافۍ منصوبې جوړَوئ، او تاسو […]