زبور - ١٠٧

د خُدائ د ښۀ‌والى ستائينه ۱د مالِک خُدائ شُکر کوئ، ځکه چې هغه ډېر ښۀ دے، او د هغۀ مينه تر ابده ‎پاتې کيږى. ۲چا ته چې مالِک خُدائ خلاصون ورکړى هغوئ دې خلقو ته ووائى، هغوئ هم څوک چې هغۀ د دشمن د لاس نه خلاص کړى دى، ۳هغوئ هم چې هغۀ د مُلکونو […]

زبور - ١٠٦

۱د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ ځکه چې هغه ښۀ دے، د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ. د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى. ۲د مالِک خُدائ د زورَورو کارونو بيان څوک کولے شى او څوک پوره د هغۀ ثناء صِفت بيانولے شى؟ ۳بختور دى هغوئ څوک چې اِنصاف کوى، او څوک چې تل […]

زبور - ١٠٥

مالِک خُدائ او د هغۀ غوره شوے قوم ۱د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ، او د هغۀ نوم واخلئ، کوم کارونه چې هغۀ کړى دى قومونه ترې خبر کړئ. ۲هغۀ ته سرود ووايئ او د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، او د هغۀ ټول عجيبه کارونه وستايئ. ۳تاسو د هغۀ په مقدس نوم فخر وکړئ، او […]

زبور - ١٠٤

۱اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه. اے مالِکه خُدايه، تۀ ډېر لوئ يې زما پاکه خُدايه، تا د شان او شوکت او لويئ جامې اچولې دى. ۲هغۀ خپل ځان نه نُور لکه د جامو راتاو کړے دے، هغۀ آسمانونه لکه د پړدې په شان غوړولې دى ۳هغه د خپل پاس کور تيرونه […]

زبور - ١٠٣

د حضرت داؤد يو زبور ۱اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه، اے زما ټول ځانه، د مالِک خُدائ د مقدس نوم ثناء ووايه. ۲اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه، چې د هغۀ ټول احسانونه هېر نۀ کړى. ۳څوک چې ستا ټول ګناهونه معاف کوى، او چې ستا ټول مرضونه جوړوى، ۴څوک […]

زبور - ١٠٢

د يو مظلوم سړى دُعا، کله چې هغه په تکليف کښې وى او د مالِک خُدائ په وړاندې خپل فرياد مخکښې کوى ۱اے مالِکه خُدايه، سوال قبول کړه زما، تا ته دې سوال زارى درورسيږى زما. ۲خپل مخ دې رانه مۀ اړوه کله چې په سخته کښې يم. ما ته غوږ شه کله چې تا […]

زبور - ١٠١

د حضرت داؤد يو زبور د بادشاه وعدې ۱زۀ به ستا د مينې او اِنصاف سرود ووايم، او زۀ به تا ته مالِک خُدايه د ثناء سرود ووايم. ۲زۀ به احتياط کوم چې بې‌داغه ژوند تېر کړم، خو تۀ به زما د مدد دپاره کله راځې؟ او زۀ به په خپل کور کښې په صفا […]

زبور - ١٠٠

د شُکر ګزارۍ زبور ۱اے د دُنيا خلقو، د خوشحالۍ نعرې مالِک خُدائ ته ووهئ، ۲او د خوشحالۍ سره د مالِک خُدائ عبادت وکړئ، او د خوشحالۍ په سندرو سره د هغۀ په وړاندې حاضر شئ. ۳ځان پوهه کړئ چې هم مالِک خُدائ خُدائ پاک دے، او هم هغۀ مونږ پېدا کړى يُو او مونږ […]

زبور - ٩٩

مالِک خُدائ لوئ بادشاه دے ۱مالِک خُدائ بادشاه دے، د دُنيا قومونه دې په لړزان شى. هغه چې د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے، نو زمکه دې په لړزېدو شى. ۲مالِک خُدائ د صيون په ښار کښې عظيم دے، او هغه په ټولو قومونو باندې لوئ او اوچت دے. ۳هغوئ […]

زبور - ٩٨

د حضرت داؤد يو زبور ۱سرود ووايئ مالِک خُدائ ته نوے سرود ووايئ، ځکه چې هغۀ عجيبه او ښکلى کارونه کړى دى، د هغۀ ښى لاس او د هغۀ مقدس مټ د هغۀ دپاره د خلاصون کارونه کړى دى. ۲مالِک خُدائ خپل خلاصون خلقو ته ښودلے دے، او خپل صداقت يې په قومونو څرګند کړے […]