زبور - ١٣٧

۱نو مونږ د بابل د سيند په غاړه کښېناستلو او ومو ژړل، هرکله چې صيون مونږ ته به راپه ياد شو. ۲هلته په چنارونو کښې مونږ خپل ربابُونه راوېزاند کړى وُو، ۳ځکه چې هلته زمونږ قابضينو په مونږ سندرې وئيلى، او مونږ ته تکليف رسوونکو زمونږ نه د خوشحالۍ د سندرو خواهش کولو، دوئ مونږ […]

زبور - ١٣٦

د شُکر ګزارۍ سرود ۱د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے. د هغۀ مينه ابدى ده. ۲د خُدائ پاک شُکر ګزارى وکړئ، چې د معبودانو خُدائ پاک دے. د هغۀ مينه ابدى ده. ۳د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ چې د مالِکانو مالِک خُدائ دے. د هغۀ مينه ابدى ده. ۴د […]

زبور - ١٣٥

د حمد و ثناء سرود ۱د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړئ، اے د مالِک خُدائ خِدمتګارانو تاسو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، ۲تاسو څوک چې د مالِک خُدائ کور کښې خِدمت کوئ، زمونږ د خُدائ پاک د کور په دربار کښې. ۳د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ […]

زبور - ١٣٤

يروشلم ته د حضرت داؤد د ختلو سرود ۱د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ اے د مالِک خُدائ ټولو خِدمتګارانو، څوک چې د شپې د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کوئ. ۲خپل لاسونه د خُدائ په مقدس ځائ کښې پورته کړئ. او د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ. ۳مالِک خُدائ د آسمان او زمکې […]

زبور - ١٣٣

يروشلم ته د حضرت داؤد د ختلو سرود ۱څومره ښۀ او د مزې خبره ده کله چې وروڼه په يو اتفاق سره اوسيږى. ۲دا د هغه قيمتى تېلو په شان چې په سر باندې لګولے شوى وى، او د هارون په ږيره بهېدلى وى، او د هغۀ د چُوغې په غاړه راروان وى. ۳دا لکه […]

زبور - ١٣٢

يروشلم ته د ختلو سرود ۱اے مالِکه خُدايه داؤد ياد ساته او ټول هغه کړاونه کوم چې هغۀ وزغمل ياد ساته. ۲هغۀ د مالِک خُدائ سره قسم وخوړلو او د يعقوب د قادر مطلق خُدائ پاک سره يې وعده وکړه، ۳”او زۀ به خپل کور ته نۀ ورننوځم او نۀ به خپل کټ کښې آرام […]

زبور - ١٣١

د حضرت داؤد يروشلم ته د ختلو سرود ۱زما زړۀ کبرژن نۀ دے اے مالِکه خُدايه، زما سترګې مغروره نۀ دى او نۀ خپل ځان په غټو مسائيلو کښې راګېروم، او نۀ په هغه حېرانونکى څيزونو کوم چې زما د فکر نه بهر دى. ۲خو ما خپل روح په آرام او خاموش کړو، لکه څنګه […]

زبور - ١٣٠

يروشلم ته د ختلو سرود ۱اے مالِکه خُدايه، لاندې د ژورې نه تا ته ژړا کومه، ۲مالِکه خُدايه، زما ژړا ته غوږ شه، او په ما رحم وکړه. ۳اے مالِکه خُدايه، کۀ تا، د ګناهونو حساب کړے وے، اے مالِکه خُدايه، نو څوک ستا مخکښې ودرېدے شى؟ ۴خو تا سره د معافۍ امکان شته دے، […]

زبور - ١٢٩

يروشلم ته د ختلو سرود ۱”هغوئ د ماشوموالى نه په ما باندې ډېر زياتے کړے دے،“ بنى اِسرائيل پرېږده چې داسې ووائى. ۲”هغوئ د ماشوموالى نه په ما باندې ډېر زياتے کړے دے، خو هغوئ ما ته شکست نۀ دے راکړے. ۳زما دشمنانو زۀ دومره وهلے يم، لکه د يوه کوونکى په شان يې زما […]

زبور - ١٢٨

يروشلم ته د ختلو سرود ۱بختور دى هغوئ ټول څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په لارو روان وى. ۲تاسو به د خپل محنت مېوه وخورئ، برکتونه او خير به ستاسو وى. ۳او ستا ښځه به لکه د مېوه داره انګورو بوټى په شان وى، او ستا زامن به […]