زبور - ١٤٧

د مالِک خُدائ ثناء صِفت ۱د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ. دا څومره ښه ده چې مونږ د خپل خُدائ پاک ثناء صِفت وکړو، او څومره د خوښې خبره ده چې مونږ د هغۀ ثناء وکړُو. ۲مالِک خُدائ يروشلم بيا آبادوى، هغه د بنى اِسرائيلو شړلى خلق راغونډوى. ۳هغه مات زړونه روغوى، او د هغوئ […]

زبور - ١٤٦

د مالِک خُدائ ابدى وفادارى ۱د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه، اے زما ځانه. ۲زۀ به په خپل ټول ژوند کښې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم، او ترڅو چې زۀ ژوندے يم د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوم. ۳او په شهزادګانو توکل مۀ کوئ، په فانى […]

زبور - ١٤٥

د حضرت داؤد د حمد‌و‌ثناء يو زبور د ثناء صِفت سرود ۱اے زما پاکه خُدايه، بادشاه، زۀ به ستا لوئى بيانوم، او زۀ به د تل دپاره ستا د نوم ثناء صِفت کوم. ۲زۀ به هره ورځ ستا ثناء صِفت وکړم، زۀ به د تل دپاره ستا د نوم لوئى بيان کړم. ۳مالِک خُدائ لوئ […]

زبور - ١٤٤

د حضرت داؤد يو زبور ۱مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى څوک چې زما ګټ دے، څوک چې زما لاسونه د جنګ دپاره تياروى، او زما ګوتې د جنګ دپاره تياروى. ۲هغه زما مينه ناک خُدائ پاک او د حِفاظت قلعه ده، هغه زما پناه ګاه او زما خلاصونکے دے، هغه زما ډال دے […]

زبور - ١٤٣

د حضرت داؤد يو زبور ۱اے مالِکه خُدايه، زما دُعا واوره، زما ژړا ته د رحم دپاره غوږ ونيسه، په خپله وفادارۍ او صداقت سره دې زما مدد دپاره راشه. ۲او خپل خِدمتګار دې د عدالت دپاره مۀ راوله، ځکه چې ستا په وړاندې څوک هم بې‌ګناه نۀ دى. ۳دشمن راپسې لګېدلے دے ما په […]

زبور - ١٤٢

د حضرت داؤد يو مشکيل، هغه دُعا چې کله هغه په غار کښې وو ۱زۀ په زوره مالِک خُدائ ته ‎ژړا کوم، او ما د رحم دپاره مالِک خُدائ ته آواز وکړو. ۲زۀ خپل فريادونه د هغۀ په وړاندې کوم، د هغۀ په وړاندې زۀ خپل مصيبت بيانوم. ۳کله چې زما روح په ما کښې […]

زبور - ١٤١

د حضرت داؤد يو زبور د ماښام دُعا ۱اے مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال زارى کومه ما له زر راشه، زما آواز اوره کله چې زۀ درته سوال کوم. ۲زما دُعا دې ستا په حضور کښې د خوشبو په شان شى، او زما د لاسونو اوچتول دې تا ته لکه د ماښام د قربانۍ […]

زبور - ١٤٠

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور ۱اے مالِکه خُدايه، د بدکارانو نه ما بچ کړه، او د ظالمانو انسانانو نه ما وساته، ۲او څوک چې د شرارت منصوبې په خپلو زړونو کښې جوړوى او هره ورځ جنګ توده‌وى. ۳دوئ خپلې ژبې لکه د ښامار په شان تېروى، او د چمچمار زهر […]

زبور - ١٣٩

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور ۱اے مالِکه خُدايه، تا زۀ معلوم کړے يم او تۀ ما پېژنې. ۲تا ته زما د ناستې پاستې پته ده، او زۀ کۀ لرې هم يم تۀ زما په سوچونو پوهېږې. ۳زۀ کۀ ګرځم او کۀ ملاست يم، نو تا ته زما د ټولو کارونو […]

زبور - ١٣٨

د حضرت داؤد د شُکر ګزارۍ سرود ۱زۀ به د زړۀ د اخلاصه، ستا ثناء صِفت وکړم، اے مالِکه خُدايه، او د نورو معبودانو په وړاندې به زۀ ستا د شُکر ګزارۍ سندرې ووايم. ۲زۀ به ستا مقدس کور طرف ته سجده وکړم، او زۀ به ستا د نوم ثناء صِفت ادا کړم، ځکه چې […]