يشعياه - ٢٦ باب
د خُدائ پاک خپلو خلقو له فتح ورکول ۱په هغه وخت به د يهوداه په مُلک کښې دا سندره وئيلے شى، ”زمونږ ښار مضبوط دے. ولې چې د خُدائ پاک د خلاصون دېوالونه زمونږ چارچاپيره دى. ۲د ښار دروازې کولاو کړئ چې صادق قوم ورننوځى، هغه قوم چې وفادار پاتې دے. ۳د چا ايمان چې […]
يشعياه - ٢٥ باب
د ثناء صِفت يو حمد ۱اے مالِکه خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې، زۀ به ستا درناوے کوم او ستا د نوم ثناء صِفت به کوم. تا عجيبه عجيبه کارونه کړى دى، تا چې ډېر پخوا کومې منصوبې جوړې کړې وې، تا بېشکه هغه د وفادارۍ سره پوره کړې دى. ۲تا ښارونو نه د ملبو […]
يشعياه - ٢٤ باب
د مالِک خُدائ دُنيا له سزا ورکول ۱ګوره، مالِک خُدائ به زمکه ورانه ويجاړه کړى او هم داسې شاړه به يې پرېږدى. هغه به د زمکې مخ کندې کپرې کړى او د دې خلق به خوارۀ وارۀ کړى. ۲هيڅ څوک به بچ پاتې نۀ شى، کۀ هغه اِمامان وى يا عام خلق، مالِک وى کۀ […]
يشعياه - ٢٣ باب
د صور ښار په حقله پېشګوئې ۱دا پېغام د صور په حقله دے. اے د ترسيس سمندرى جهازونو وژاړئ. ځکه چې په صور کښې قلعه او کورونه تباه دى، په قبرص کښې چې تاسو کومه خبره اورېدلې وه هغه رښتيا ده. ۲اے د سمندر د غاړې اوسېدونکو ماتم وکړئ. اے د صيدا سوداګرو، تاسو ماتم […]
يشعياه - ٢٢ باب
د يروشلم په حقله پېغام ۱دا پېغام د رويا د وادۍ د يروشلم په حقله دے. څۀ شوى دى؟ دا ټول خلق ولې د کورونو چتونو ته د خوشحالۍ دپاره خېژى؟ ۲ټول ښار بېقراره دے او د شور شرابې نه ډک دے. ستاسو مړى په تُوره نۀ دى قتل کړے شوى او نۀ په مېدانِ […]
يشعياه - ٢١ باب
د بابل د زوال پېشګوئې ۱دا پېغام د بابل په حقله دے، چې درياب سره په صحرا کښې دے. لکه څنګه چې په صحرا کښې تاوېدونکے باد چليږى دغه شان به افت د صحرا نه راشى، او يروونکے مُلک به درباندې حمله وکړى. ۲ما د خرابو حالاتو په حقله يوه رويا يعنې د وېښې خوب […]
يشعياه - ٢٠ باب
د يو پېغمبر نښه څرګندول ۱په کوم کال چې د اسور د بادشاه د سرجون په حُکم د اسوريانو د لښکر فوجى مشر په اشدود ښار باندې حمله وکړه او دا يې قبضه کړو، ۲په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د آموص زوئ يشعياه ته فرمائيلى وُو چې هغه څپلۍ او د ټاټ هغه جامې […]
يشعياه - ١٩ باب
د خُدائ پاک مِصريانو له سزا ورکول ۱دا پېغام د مِصر په حقله دے. ګورئ، مالِک خُدائ مِصر ته د تېزې وريځې دپاسه راروان دے. د مِصريانو بُتان د هغۀ په وړاندې لړزيږى او د مِصر خلق خپله حوصله بائيلى. ۲مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به په مِصر کښې خانه جنګى راولم نو ورور به د […]
يشعياه - ١٨ باب
د خُدائ پاک ايتهوپيا له سزا ورکول ۱په هغه مُلک افسوس په کوم کښې چې د وزر آواز اورېدلے شى، او چرته چې د ايتهوپيا سيندونه بهيږى. ۲د هغه مُلک نه د نيل درياب ته سفيران په داسې کشتو کښې ځى چې د لوخو نه جوړې وى. اے تېزو پېغام وړونکو، ځئ. هغه لوړو لوړو […]
يشعياه - ١٧ باب
د خُدائ پاک شام او اِسرائيل له سزا ورکول ۱دا د دمشق په حقله پېغام دے، ”د دمشق ښار به تباه شى، او دا به تش د کنډرو يو ډېرے پاتې شى. ۲د عروعير ښارونه به د همېشه دپاره په کنډرو بدل شى. دا به د ګډو او څاروو دپاره د څرن زمکه وګرځى، چې […]