يشعياه - ٥٦ باب

د ټولو قومونو دپاره برکت ۱مالِک خُدائ خپلو خلقو ته فرمائى چې، ”هغه څۀ کوئ څۀ چې صحيح او د اِنصاف دى، ولې چې زۀ زر راروان يم چې تاسو له خلاصون درکړم، او ستاسو مينځ کښې خپل صداقت څرګند کړم. ۲بختور دى هغوئ چې په صداقت کلک ولاړ وى. بختور دى هغوئ چې د […]

يشعياه - ٥٥ باب

د خُدائ پاک د رحم دعوت ۱مالِک خُدائ فرمائى، ”هر څوک چې تږى وى، راشئ اوبۀ وڅښئ. څوک چې مال دولت نۀ لرى، نو راشئ، واخلئ او وې خورئ. راشئ، مے او پئ واخلئ، دا مفت دى. ۲چې په څۀ باندې تاسو نۀ مړېږئ نو په هغې باندې پېسې ولې خرچ کوئ؟ چې فائده نۀ […]

يشعياه - ٥٤ باب

د امن و امان ابدى لوظ ۱مالِک خُدائ فرمائى، ”اے شنډې ښځې د چا چې اولاد نشته. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د خوشحالۍ نه سندرې ووايه، ولې چې تا د ماشوم د راوړو درد نۀ دے تېر کړے. ولې چې د شنډې ښځې بچى اوس د وادۀ شوې ښځې نه زيات دى. ۲تاسو چې […]

يشعياه - ٥٣ باب

۱زمونږ په پېغام چا يقين کړے دے؟ مالِک خُدائ خپل قوت په چا ظاهر کړے دے؟ ۲د مالِک خُدائ په وړاندې زما خِدمت کوونکى داسې وده وکړه لکه څنګه چې يو نرم تېغ په زمکه جرړې نيسى. هغۀ څۀ شان شوکت او حُسن نۀ لرلو چې د هغې په وجه مونږ ورباندې پام کړے وے. […]

يشعياه - ٥٢ باب

د خُدائ پاک د يروشلم بچ کول ۱اے يروشلمه، پاڅه، ويښ شه. خپلې د طاقت جامې واغونده. اے مقدسې ښاريې، د شان او شوکت والا جامې واغونده. ناسنته او ناپاک خلق به هيڅکله ستا په دروازو بيا درننه نۀ وځى. ۲اے يروشلمه، د ځان نه خاورې وڅنډه او پاڅه او په تخت کښېنه. اے د […]

يشعياه - ٥١ باب

د يروشلم دپاره د تسلۍ خبرې ۱”ما ته غوږ ونيسئ، څوک چې صداقت غواړئ، او د مالِک خُدائ لټون کوئ. د هغه ګټ په حقله سوچ وکړئ د کوم نه چې تراشلے شوى يئ، د هغه کان په حقله سوچ وکړئ چې د کوم نه تاسو راويستلے شوى يئ. ۲د خپل پلار نيکۀ اِبراهيم او […]

يشعياه - ٥٠ باب

د مالِک خُدائ د سزا ورکولو طاقت لرل ۱مالِک خُدائ فرمائى، ”د يهوداه خلقو راشئ، او ما ته هغه طلاق نامه وښايئ چې ما ستاسو مور له ورکړې وه او ستاسو مور مې پرېښوده. هغه طلاق نامه چرته ده؟ او يا ما ته هغه قرض ورکوونکے وښايئ چې ما د خپل قرض په وجه تاسو […]

يشعياه - ٤٩ باب

بنى اِسرائيليان، د قومونو دپاره رڼا ۱اے لرې قومونو، ما ته غوږ ونيسئ، اے هغه خلقو، چې لرې اوسېږئ. زما د پېدا کېدو نه مخکښې مالِک خُدائ زۀ خوښ کړم او زۀ يې خپل خِدمت کوونکے مقرر کړم. ۲هغۀ زما خبرې د تُورې په شان تېرې کړې. او د خپل لاس د سورى لاندې يې […]

يشعياه - ٤٨ باب

خُدائ پاک د راتلونکى وخت مالِک دے ۱اے د يعقوب خاندانه، دا خبره واورئ، تاسو چې د بنى اِسرائيلو په نامه يادېږئ او د يهوداه اولاد يئ، او تاسو چې د مالِک خُدائ په نوم قسم خورئ او د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته آواز کوئ، خو نۀ په کښې اخلاص شته او نۀ سمه […]

يشعياه - ٤٧ باب

د بابل سره عدالت کېدل ۱اے د پېغلې په شان بابله، د خپل تخت نه راکوز شه، او په زمکه په خاورو کښې کښېنه. ځکه چې ستا په تخت د ناستې وخت ختم دے. اے بابله، تۀ به بيا د شهزادګۍ په شان نرم او نازک نۀ يې. ۲د ژرندې کاڼے واخله او اوړۀ مېده […]