يرمياه - ٣٠ باب

د مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره د خلاصون لوظ ۱د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته ورکړے شو، ۲”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې فرمائى چې، ټولې هغه خبرې چې ما تا سره وکړې هغه په يو کِتاب کښې وليکه. ۳مالِک خُدائ فرمائى چې، ګوره، نو هغه وخت […]

يرمياه - ٢٩ باب

په بابل کښې جلاوطنو ته د حضرت يرمياه نبى خط ۱دا د هغه خط متن دے کوم چې يرمياه پېغمبر د يروشلم نه بابل ته هغه مشرانو او اِمامانو، پېغمبرانو، او نورو ټولو خلقو ته څوک چې نبوکدنضر بادشاه د يروشلم نه بابل ته جلاوطن کړى وُو، ۲هغۀ دا د هغه وخت نه وروستو وليکلو […]

يرمياه - ٢٩ باب

حضرت يرمياه او حننياه نبى ۱د يهوداه د بادشاه د صدقياه د بادشاهۍ په تازه ورځو کښې په هم هغه کال په پينځمه مياشت په څلورم کال د جبعون د ښار يو پېغمبر د عزور زوئ حننياه د مالِک خُدائ په کور کښې د اِمامانو او د خلقو په وړاندې ما ته خبرې وکړې او […]

يرمياه - ٢٧ باب

يرمياه جغ په غاړه کړو ۱د صدقياه د يوسياه د زوئ د يهوداه د بادشاهۍ په تازه ورځو کښې دا پېغام يرمياه ته د مالِک خُدائ له طرفه ورکړے شو. ۲مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د خپل ځان دپاره جغ جوړ کړه او د څرمنې په تسمو سره يې په خپله غاړه کښې واچوه.“ […]

يرمياه - ٢٦ باب

د حضرت يرمياه د مرګ نه بچ کېدل ۱دلته يرمياه ته د مالِک خُدائ پېغام د يهويقيم د يوسياه د زوئ د يهوداه بادشاه د حکومت په وړومبنى سر کښې ورکړے شو. ۲مالِک خُدائ هغۀ ته داسې وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې ودرېږه، او هغه خلقو ته […]

يرمياه - ٢٥ باب

په بابل کښې د اويا کلونو د قېد پېشګوئې ۱يرمياه ته د يهوداه بادشاه د يوسياه د زوئ يهويقيم د بادشاهۍ په څلورم کال، د يهوداه د ټولو خلقو په حقله د مالِک خُدائ د طرف نه پېغام ورکړے شو. په هم دغه کال باندې نبوکدنضر د بابل په تخت کښېناستو. ۲نو بيا يرمياه نبى […]

يرمياه - ٢٤ باب

د اينځرو دوه ټوکرۍ ۱وروستو د دې نه چې د بابل بادشاه نبوکدنضر د يهوياکين د يهويقيم زوئ د يهوداه بادشاه بابل ته سره د آفسرانو، کاريګرانو او لوهارانو قېديان بوتلل نو بيا مالِک خُدائ ما ته په رويا کښې د اينځرو دوه ټوکرۍ راوښودلې چې د مالِک خُدائ د کور مخې ته پرتې وې. […]

يرمياه - ٢٣ باب

د راتلونکى وخت اُميد ۱مالِک خُدائ فرمائى چې، ”افسوس دے د قوم په شپونکو باندې څوک چې زما د څرن د ځائ ګډې تباه کوى او خوروى.“ ۲نو ځکه مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، دې شپونکو ته فرمائى چې، ”تاسو زما رمې خورې ورې کړې او د خپل ځان نه مو لرې شړلې […]

يرمياه - ٢٢ باب

د بدکاره بادشاهانو اَنجام ۱مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”تۀ د يهوداه د بادشاه محل ته ښکته لاړ شه او هلته دا پېغام بيان کړه، ۲اے د يهوداه بادشاه، د مالِک خُدائ پېغام واوره، تاسو څوک چې د داؤد په تخت ناست يئ، تۀ، او ستا آفسران او ستا قوم څوک چې په دې […]

يرمياه - ٢١ باب

د يروشلم د شکست پېشګوئې ۱هغه پېغام چې د مالِک خُدائ له خوا نه يرمياه ته ورکړے شو کله چې د يهوداه بادشاه صدقياه د مُلکياه زوئ فشحور او د معسياه زوئ صفنياه اِمام يرمياه ته د دې عرض سره ورولېږل چې، ۲”زمونږ دپاره د مالِک خُدائ نه تپوس وکړه ځکه چې د بابل بادشاه […]