حزقى‌ايل - ٤٣ باب

د مالِک خُدائ جلال خپل مقدس کور ته راواپس کېدل ۱بيا زۀ هغه سړى هغه دروازې ته راوستلم چې د مشرق طرف ته يې مخ وو، ۲او ناګهانه ما وليدل چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د مشرق خوا نه راروان وو. د هغۀ آواز لکه د ډېرو اوبو د غرار په شان […]

حزقى‌ايل - ٤٢ باب

د اِمامانو دپاره کوټې ۱بيا هغه سړى زۀ د شمال خوا ته بهرنى دربار ته بوتلم او زۀ يې د مالِک خُدائ د کور مخامخ دربار کوټو ته او بهرنى دېوال ته مخامخ د شمال خوا ته راوستلم. ۲هغه کور چې دروازه يې د شمال طرف ته وه هغه يو سل او پينځۀ اويا فټه […]

حزقى‌ايل - ٤١ باب

۱بيا هغه سړى زۀ د خُدائ د کور مقدس ځائ ته راوستلم او هغۀ د دروازو ستنې ناپ کړې، دواړو خواو ته د ستنو پلنوالے لس نيم فټه وو. ۲د داخلېدو لار اوولس نيم فټه پلنه وه، او د دواړو خوا دېوال ‎پاو کم نهۀ فټه اوږد وو. هغۀ بهرنے مقدس ځائ هم ناپ کړو، […]

حزقى‌ايل - ٤٠ باب

د مالِک خُدائ د نوى کور رويا د حزقى‌ايل يروشلم ته بوتلل ۱زمونږ د جلاوطنۍ په پينځويشتم کال، د څوارلسم کال په شروع کېدو او د مياشتې په لسم تاريخ چې ښار راپرېوتو په هم دغه ورځ د مالِک خُدائ لاس په ما باندې وو او هغۀ زۀ هلته بوتلم. ۲د مالِک خُدائ په رويا […]

حزقى‌ايل - ٣٩ باب

د جوج شکست ۱”اے بنى آدمه، د جوج خلاف پېشګوئې وکړه او ورته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، اے جوجه، د مسک او توبل لوئ شهزاده زۀ ستا خلاف يم. ۲زۀ به تا راتاو کړم او رابه دې کاږم. زۀ به تا د شمال لرې ځائ نه راولم او د بنى اِسرائيلو […]

حزقى‌ايل - ٣٨ باب

د جوج په خلاف پېشګوئې کول ۱د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۲”اے بنى آدمه، خپل مخ د ماجوج د مُلک د جوج خلاف کړه، د مسک او توبل د لوئ شهزاده، په خلاف پېشګوئې وکړه. ۳او ورته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى چې، اے جوجه د مسک او توبل لوئ […]

حزقى‌ايل - ٣٧ باب

د اوچو هډُوکو دره ۱د مالِک خُدائ لاس په ما وو، او هغۀ زۀ د مالِک خُدائ د روح په وسيله رابهر کړم او د يوې درې مينځ کښې يې ودرولم، او دا د هډوکو نه ډکه وه. ۲هغۀ زۀ د هغوئ په مينځ کښې مخکښې وروستو وګرځولم، او ما هلته ډېر زيات هډُوکى د […]

حزقى‌ايل - ٣٦ باب

د بنى اِسرائيلو د بيا آبادېدلو په حقله پېشګوئې ۱”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو غرونو ته پېشګوئې وکړه او ووايه، اے د بنى اِسرائيل غرونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ. ۲مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ستا دشمن دا پېغور درکولو چې، واه، ستاسو د غرونو پخوانۍ لوړې څوکې زمونږ شوې. ۳نو په […]

حزقى‌ايل - ٣٥ باب

د ادوم خلاف پېشګوئې ۱د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۲”اے بنى آدمه، خپل مخ په ادوم کښې د سعير د غرۀ خلاف ورواړوه، او د هغۀ خلاف نبوت وکړه ۳او ورته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے د سعير غره زۀ ستا خلاف يم، او زۀ به ستا […]

حزقى‌ايل - ٣٤ باب

د بنى اِسرائيلو شپونکى ۱د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، ۲”اے بنى آدمه، د شپونکو يعنې د بنى اِسرائيلو د مشرانو خلاف پېشګوئې وکړه، او هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د بنى اِسرائيلو په شپونکو دې افسوس وى څوک چې صرف خپله ګېډه څروى. ولې يو شپون […]