Daniel 5

د بيلشضر مېلمستيا ۱يوه ورځ بيلشضر بادشاه يوه لويه مېلمستيا تياره کړه او د خپلو آفسرانو نه يې زر کسان راوغوښتل او د هغوئ سره يې يوځائ مے وڅښل. ۲کله چې بيلشضر خپل مے څښل، نو هغۀ حکم وکړو چې هغه د سرو زرو او سپينو زرو جامونه او پيالۍ راوړئ کومې چې د هغۀ […]

Daniel 4

د نبوکدنضر دوېم خوب ليدل ۱نبوکدنضر بادشاه د دُنيا ټولو خلقو، ټولو قومونو، او ټولو ژبو ويوونکو ته دا پېغام ورولېږلو چې، په خير اوسئ. ۲زۀ غواړم چې تاسو ته د هغه معجزو او حېرانونکو نښو په حقله خبرې وکړم کومې معجزې چې خُدائ تعالىٰ زما دپاره کړى دى. ۳د هغۀ معجزې څومره لوئ دى، […]

Daniel 3

د سرو زرو د مجسمې د عبادت حکم ۱نبوکدنضر بادشاه يوه د سرو زرو مجسمه جوړه کړه چې لس کم سل فټه اوچته او نهۀ فټه پلنه وه، او هغۀ هغه د بابل په صوبه کښې د دُورا په مېدان کښې ودروله. ۲نو بيا بادشاه ټولو حکمرانانو، مشيرانو، خزانچيانو، قاضيانو او د صوبو آفسرانو ته […]

Daniel 2

د نبوکدنضر خوب ۱د خپلې بادشاهۍ په دوېم کال، نبوکدنضر داسې خوبونه وليدل چې د هغۀ سوچ يې ګډ‌وډ کړو، او هغۀ ته بيا خوب نۀ ورتلو. ۲نو بيا بادشاه جادوګر، فالګر، کوډګر او نجوميان راوغوښتل چې هغۀ ته ووائى چې هغۀ څۀ خوب ليدلے دے. هر کله چې هغوئ راغلل او د بادشاه په […]

Daniel 1

حضرت دانيال د نبوکدنضر په دربار کښې ۱د يهوداه د بادشاه د يهويقيم د حکومت په درېم کال، د بابل بادشاه نبوکدنضر يروشلم ته راغلو او هغه يې محاصره کړو. ۲او مالِک خُدائ يهويقيم د يهوداه بادشاه سره د خُدائ د کور څۀ خاص څيزونه د هغۀ لاسونو ته حواله کړل. هغۀ دا د خُدائ […]

حزقى‌ايل - ٤٨ باب

د زمکې تقسيمول ۱”دا هغه قبيلې دى چې نومونه يې دلته ليکلے شوى دى، د شمالى سرحد سره به د دان يوه حِصه وى، دا به د حتلون په لار ليبو‌حمات پورې وى، حصر عينان او د دمشق شمالى سرحد به حمات پسې وى دا به د مشرق طرف نه د مغرب طرف ته د […]

حزقى‌ايل - ٤٧ باب

د مالِک خُدائ د کور نه درياب بهېدل ۱هغه سړى زۀ بيا د مالِک خُدائ د کور دروازې ته راوستلم، او ما وليدل چې د خُدائ د کور د درشل د لاندې نه اوبۀ د نمرخاتۀ طرف ته راروانې وې ځکه چې د مالِک خُدائ د کور مخه نمرخاتۀ طرف ته وه. اوبۀ د مالِک […]

حزقى‌ايل - ٤٦ باب

۱”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د دننه دربار دروازه کومه چې د نمرخاتۀ په طرف ده هغه دې د کار شپږ واړو ورځو دپاره بنده وى، خو د سبت په ورځ او د نوې مياشتې په ورځ به دا کولاو وى. ۲شهزاده دې دربار ته د بهر د طرف د برنډې د لار […]

حزقى‌ايل - ٤٥ باب

د زمکې تقسيمول ۱”تاسو چې کله زمکه د ميراث په توګه تقسيموئ، تاسو به د زمکې يوه حِصه مالِک خُدائ ته د مقدسې علاقې په توګه وقف کړئ چې د دې اوږدوالے دولس نيم کيلوميټره او پلنوالے يې لس کيلوميټره وى، دا ټوله علاقه په کار دے چې مقدسه وى. ۲په دې کښې به يوه […]

حزقى‌ايل - ٤٤ باب

شهزادګان، ليويان او اِمامان ۱بيا زۀ‎ هغه سړى واپس د مقدس ځائ بهرنۍ دروازې ته راوستلم، کومه چې د نمرخاتۀ طرف ته وه، او دا بنده وه. ۲مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”دا دروازه به بنده وى. دا به کله هم نۀ کولاويږى. هيڅوک به په دې نۀ ورننوځى. دا به بنده وى ځکه چې […]