زکرياه - ١٤ باب

د مالِک خُدائ راتلل او بادشاهى کول ۱ګورئ، د مالِک خُدائ ورځ راروانه ده چې ستاسو مال به بلکل ستاسو په وړاندې لوټ کړے شى. ۲زۀ به ټول قومونه راغونډ کړم چې د يروشلم خلاف جنګ وکړى، ښار به محاصره شى، کورونه به لوټ شى او ښځې به په زور بې‌عزته شى. نيم ښار به […]

زکرياه - ١٣ باب

د ګناه نه پاکېدل ۱”په هغه ورځ به چينه د داؤد د خاندان او د يروشلم اوسېدونکو دپاره کولاو شى چې دوئ د ګناه او ناپاکۍ نه پاک کړى. ۲په هغه ورځ به زۀ د بُتانو نومونه د مُلک نه ختم کړم، هغوئ به نور نۀ ياديږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به دروغژن […]

زکرياه - ١٢ باب

د يروشلم دشمنان به تباه شى ۱د بنى اِسرائيلو په حقله دا د مالِک خُدائ پېغام دے. د هغه مالِک خُدائ، چا چې آسمانونه خوارۀ کړى دى، چا چې د زمکې بنيادونه اېښى دى، او چا چې بنى آدم له ساه ورکړې ده، هغه فرمائى، ۲”زۀ به يروشلم نه د شرابو پياله جوړه کړم چې […]

زکرياه - ١١ باب

مالِک خُدائ به طاقتور مُلکونه رانسکور کړى ۱خپلې دروازې کولاو کړه، اے لبنانه، چې اور ستا د دِيار ونې وسوزوى. ۲فرياد وکړه، اے د نختر ونې، ځکه چې د دِيار ونې راغورزېدلې دى، هغه د شان او شوکت والا ونې تباه شوې دى. فرياد وکړئ، اے د بسن د څېړو ونو، ګڼ ځنګلونه هم ختم […]

زکرياه - ١٠ باب

مالِک خُدائ به د يهوداه حفاظت وکړى ۱مالِک خُدائ ته په سپرلى کښې د باران دپاره سوال وکړئ. ځکه چې دا مالِک خُدائ دے چې طوفانى وريځې رالېږى. هغه باران ورَوى او د هر چا دپاره په پټو کښې شنۀ بوټى پېدا کوى. ۲بُتان د فريب خبرې کوى، فالګر هغه رويا ګورى چې دروغ وى، […]

Zechariah 9

د بنى اِسرائيلو د دشمنانو عدالت ۱د مالِک خُدائ پېغام د حدرک د مُلک خلاف دے او دا به په دمشق نازل شى، ځکه چې د خلقو او د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو سترګې مالِک خُدائ ته دى. ۲او حمات ته هم چې د دې سره يې سرحدونه دى، او په صور او صيدا […]

Zechariah 8

د مالِک خُدائ يروشلم ته د برکت وعدې ۱بيا د مالِک خُدائ ربُ الافواج کلام په ما نازل شو، ۲مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”زۀ په يروشلم ډېر زيات غېرت کوم، زۀ د هغې دپاره سوزېږم.“ ۳مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ”زۀ به صيون ته راواپس شم او په يروشلم کښې به اوسېږم. […]

Zechariah 7

اِنصاف او رحم، روژه نه ۱د داريوس د سلطنت په څلورم کال، د مالِک خُدائ کلام په زکرياه نازل شو د نهمې مياشتې په څلورمه ورځ د کِسليو په مياشت کښې. ۲د بيت‌ايل خلقو شراضر او رجم‌مِلک سره د خپلو سړو ولېږل، چې مالِک خُدائ ته زارى وکړى ۳چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج د […]

Zechariah 6

څلور جنګى ګاډۍ ۱ما بيا بره وکتل، او هلته زما په وړاندې څلور جنګى ګاډۍ د پيتلو د دوو غرونو د مينځ نه راروانې وې. ۲وړومبۍ ګاډۍ کښې سرۀ آسونه، دوېمه کښې تور آسونه وُو، ۳درېمه کښې سپين آسونه او څلورمه کښې برَګ آسونه وُو، ټول ډېر مضبوط وُو. ۴ما د هغه فرښتې نه تپوس […]

Zechariah 5

د الوتونکى طومار رويا ۱ما بيا وکتل، هلته په هوا کښې زما په وړاندې يو کولاو شوے طومار وو. ۲نو فرښتې زما نه تپوس وکړو چې، ”تا ته څۀ ښکارى؟“ ما جواب ورکړو چې، ”ما ته په هوا کښې يو کولاو طومار ښکارى چې لس ګزه اوږد او پينځۀ ګزه پلن دے.“ ۳او هغې ما […]