لوقا - ١٢ فصل

د منافقت خلاف خبردارے ۱په دې دوران کښې د زرګونو خلقو ګڼه جوړه شوې وه او داسې ټيل جوړ شوے وو چې خلقو يو بل د پښو لاندې کول. نو عيسىٰ اول خپلو مريدانو ته خبرې شروع کړې چې، ”د فريسيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ. زما مطلب د هغوئ د منافقت نه دے. ۲داسې […]

لوقا - ١١ فصل

د دُعا په حقله تعليم ۱يوه ورځ داسې وشول چې عيسىٰ په يو ځائ کښې دُعا کوله. هغۀ چې دُعا خلاصه کړه نو د هغۀ يو مريد ورته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته د دُعا کولو طريقه وښايه لکه څنګه چې يحيىٰ خپلو مريدانو ته ښودلې وه.“ ۲عيسىٰ جواب ورکړو، ”هر کله چې تاسو دُعا کوئ […]

لوقا - ١٠ فصل

دوه اويا مريدان لېږل ۱د دې نه پس بيا مالِک نور دوه اويا کسان مقرر کړل او هغوئ يې دوه دوه کسان هر ښار او کلى ته د ځان نه وړاندې ولېږل، کومو ته چې د هغۀ د ورتلو اراده وه. ۲هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”فصل ډېر دے خو مزدوران لږ دى. د دې دپاره […]

Luke 9

د دولسو رسولانو لېږل ۱بيا عيسىٰ دولس مريدان راوغوښتل او هغوئ له يې د پيريانو د شړلو او د بيماريانو د شفا اختيار ورکړو. ۲او هغۀ هغوئ د خُدائ پاک د بادشاهۍ د بيانولو او د بيمارانو د شفا دپاره ولېږل. ۳هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”ځان سره هيڅ مۀ اخلئ، نۀ امسا، نۀ تيلۍ، […]

Luke 8

د حضرت عيسىٰ زنانه مريدانې ۱د دې نه پس عيسىٰ ښار په ښار او کلى په کلى ګرځېدو، بيان يې کولو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ زيرے يې اورولو. او هغۀ سره هغه دولس مريدان هم وُو، ۲او يو څو ښځې وې څوک چې د پيريانو نه خلاصې شوې وې او د رنځونو نه […]

Luke 7

د صوبه دار د نوکر روغول ۱کله چې يې ټولې خبرې خلقو ته خلاصې کړې نو عيسىٰ کفرنحُوم ته لاړو. ۲هلته د صوبه دار يو نوکر وو کوم چې په هغۀ ډېر ګران وو. او هغه مرګى حال پروت وو. ۳نو کله چې صوبه دار د عيسىٰ په حقله واورېدل نو هغۀ يو څو يهوديان […]

Luke 6

د سبت په ورځ وَږى شوکول ۱نو يو ځل د سبت په ورځ عيسىٰ د فصل په پټو تېرېدو او د هغۀ مريدانو وَږى شوکول، هغه يې په لاسونو کښې مږل او خوړل يې. ۲ځينو فريسيانو دا ووئيل چې، ”تاسو هغه کار ولې کوئ کوم چې د سبت په ورځ ناروا وى؟“ ۳عيسىٰ ورله جواب […]

Luke 5

د اولنو مريدانو بلل ۱يوه ورځ چې عيسىٰ د ګِنيسرت درياب په غاړه ولاړ وو نو لويه ګڼه ترې راچاپيره وه چې د خُدائ کلام واورى، ۲نو هغۀ دوه کِشتۍ د اوبو په غاړه وليدلې چې ماهيګران ترې نه راکوز شوى وُو او خپل جالونه يې وينځل. ۳هغه يوې کِشتۍ ته وروختو کومه چې د […]

Luke 4

د حضرت عيسىٰ آزمېښت ۱عيسىٰ چې د روحُ القُدس نه معمور وو او د اُردن د سيند نه واپس شو نو روحُ القُدس هغه بيابان ته بوتلو، ۲چرته چې هغه تر څلوېښتو ورځو پورې په بيابان کښې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شو. په دې دومره ورځو کښې عيسىٰ هيڅ ونۀ خوړل او په […]

Luke 3

د حضرت يحيىٰ بپتسمه ورکوونکى وعظ کول ۱د قيصر تيبريوس د حکومت په پينځلسم کال کښې پنطوس پيلاطوس د يهوديه ګورنر وو او هيروديس د ګليل ګورنر، د هغۀ ورور فيليپوس د اِتُوريه او تراخونيتيس او ليسانياس د ابيلينے ګورنران وُو. ۲د مشرانو اِمامانو اناس او کائفس په وخت کښې د زکرياه په زوئ يحيىٰ […]