John 8

په زنا کښې نيولے شوې ښځه ۱عيسىٰ د زيتون غر ته وختلو. ۲بله ورځ سحر وختى هغه بيا د خُدائ کور ته راغلو. ټول خلق ورته راغونډ شول، او هغه کښېناستو او هغوئ ته يې تعليم شروع کړو. ۳د شرعې عالمانو او فريسيانو يوه ښځه راوسته څوک چې په زنا کښې نيولے شوې وه. او […]

John 7

د حضرت عيسىٰ د وروڼو بې‌ايمانى ۱د دې نه پس عيسىٰ ګليل کښې ګېرچاپېره ګرځېدو. هغۀ يهوديه ته تلل نۀ غوښتل ځکه چې يهوديانو موقع لټوله چې هغه مړ کړى. ۲اوس د يهوديانو د جونګړو اختر هم رانزدې وو. ۳نو د هغۀ خپلو وروڼو هغۀ ته ووئيل چې، ”تۀ دا علاقه پرېږده او يهوديه ته […]

John 6

پينځۀ زره خلق مَړول ۱د دې نه پس عيسىٰ د ګليل د درياب بلې غاړې ته لاړو چې ورته د تبرياس درياب هم وئيلے کيږى. ۲او يوه لويه ګڼه ورپسې وه ځکه چې هغوئ هغه معجزې ليدلې وې چې هغۀ د بيمارانو د شفا دپاره کولې. ۳بيا عيسىٰ غرۀ ته پاس وختلو او هلته د […]

John 5

حضرت عيسىٰ يو ګوډ سړى له شفا ورکوى ۱د دې نه پس د يهوديانو اختر وو، او عيسىٰ يروشلم ته لاړو. ۲په يروشلم کښې د ګډو د دروازې سره نزدې يو تالاب دے چې پينځۀ دالانونه په کښې ولاړ دى چې په آرامى ژبه کښې ورته بيت‌حسدا وائى. ۳په دې دالانونو کښې ګڼ معذوران، ړاندۀ، […]

John 4

حضرت عيسىٰ او سامرى ښځه ۱عيسىٰ په دې خبر وو چې فريسيانو دا خبره واورېدله چې هغه د يحيىٰ نه هم زيات مريدان جوړوى او بپتسمه ورکوى. ۲خو په حقيقت کښې عيسىٰ په خپله نه بلکې مريدانو يې بپتسمه ورکوله. ۳نو عيسىٰ يهوديه پرېښودله او يو ځل بيا ګليل ته لاړو. ۴خو هغۀ ته د […]

John 3

حضرت عيسىٰ او نيکوديموس ۱په فريسيانو کښې نيکوديموس نومې يو سړے وو چې د يهوديانو د جرګې مشر وو. ۲هغه عيسىٰ له د شپې راغلو او ورته يې ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ ته معلومه ده چې تۀ هم هغه اُستاذ يې چې خُدائ پاک رالېږلے يې. ځکه چې هيڅوک هم دا معجزې چې ته يې […]

John 2

په قانا کښې وادۀ ۱په درېمه ورځ د ګليل په قانا نومې ځائ کښې يو وادۀ وو. د عيسىٰ مور هم هلته وه، ۲او عيسىٰ او د هغۀ مريدان هم وادۀ ته رابللے شوى وُو. ۳کله چې مے ختم شُو نو د عيسىٰ مور هغۀ ته ووئيل، ”دوئ سره نور مے نشته.“ ۴عيسىٰ جواب ورکړو […]

John 1

د ژوندون کلام ۱کلام د ازل نه موجود وو او کلام د خُدائ پاک سره وو او هغه کلام خُدائ پاک وو، ۲هغه د ازل نه خُدائ پاک سره وو. ۳خُدائ پاک هر څيز د هغۀ په وسيله پېدا کړل، يو پېدا شوے څيز هم بغېر د هغۀ نه پېدا نۀ شو. ۴او دغه کلام […]

لوقا - ٢٤ فصل

د حضرت عيسىٰ بيا ژوندى کېدل ۱خو د اِتوار په ورځ سحر وختى هم هغه ښځې قبر له راغلې او هغه تيارې کړې خوشبويۍ يې د ځان سره راوړې. ۲خو هغوئ د غار نه کاڼے رغړېدلے وليدو. ۳خو کله چې هغوئ دننه ورغلې هغوئ د مالِک عيسىٰ لاش هلته ونۀ موندلو. ۴دوئ لا په دې […]

لوقا - ٢٣ فصل

د حضرت عيسىٰ د پيلاطوس په وړاندې پېشى ۱د دې سره ټوله غونډه پاڅېدله او عيسىٰ يې پيلاطوس له بوتلو. ۲او په دې وينا يې د هغۀ خلاف دعوىٰ شروع کړه، ”مونږ دا سړے وليدلو چې زمونږ د قوم خلق بې‌لارې کوى او قيصر ته د محصُول ورکولو نه خلق منع کوى او وائى چې […]