اعمال رسولان - اوولسم فصل

په تِسالونيکيه کښې اله ګوله ۱بيا پولوس او سيلاس په امفيپوليس او په اپولونيه تير شول او تِسالونيکيه ته راغلل چرته چې د يهوديانو عبادتخانه وه. ۲او پولوس د خپل عادت په مطابق د هغوئ عبادتخانې ته تلو او درې هفتې د هر سبت په ورځ د هغوئ سره د صحيفو نه بحث مباحثه کوله. […]

اعمال رسولان - شپاړسم فصل

د پولوس رسول او سيلاس سره د تيموتيوس ملګرتيا ۱پولوس دربې او لستره ته لاړو. هلته تيموتيوس نومې يو مريد وو چې مور يې يهودڼه وه او هغه ايمانداره وه خو د هغۀ پلار يونانى وو. ۲هغه د لستره او اِکونيوم په ايماندارانو کښې ډېر نېک نامه وو. ۳پولوس غوښتل چې تيموتيوس د خپل ځان […]

اعمال رسولان - پنځلسم فصل

په يروشلم کښې جرګه ۱بيا ځينې کسان د يهوديه نه راغلل او ايماندارانو ته يې تعليم شروع کړو چې، ”کۀ تاسو د موسىٰ د شريعت په مطابق سنت نۀ شئ نو خلاصون نۀ شئ موندلے.“ ۲په دې د پولوس او برنباس د هغوئ سره ډېر سخت بحث وشو او جماعت دا فېصله وکړه چې پولوس […]

اعمال رسولان - څوارلسم فصل

په اِکونيوم کښې زيرے اورول ۱پولوس او برنباس په اِکونيوم کښې د يهوديانو عبادتخانې ته لاړل. هلته هغوئ په داسې ښۀ انداز سره خبرې وکړې چې ډېرو يهوديانو او غېر‌يهوديانو پرې ايمان راوړو. ۲خو بې‌ايمانه يهوديانو د غېر‌يهوديانو په ذهنونو کښې د ايماندارانو خلاف نفرت پېدا کړو. ۳خو د ډيرې مودې دپاره پولوس او برنباس […]

اعمال رسولان - دیارلسم فصل

د برنباس او ساؤل انتخابول ۱د اَنطاکيه په جماعت کښې نبيان او اُستاذان وُو، برنباس، شمعون چې په تور ياديږى، لوکيوس کرينى، مناهين چې د هيروديس حاکِم سره يو ځائ لوئ شوے وو، او ساؤل. ۲کله چې هغوئ د مالِک عبادت کولو او روژه يې نيولې وه نو روحُ القُدس ورته وفرمائيل، ”برنباس او ساؤل […]

اعمال رسولان - دولسم فصل

د يعقوب قتل او د پطروس ګرفتارى ۱تقريباً هم په هغه وخت هيروديس بادشاه د جماعت څۀ خلق ونيول او ظلم زياتے يې ورسره شروع کړو. ۲هغۀ د يوحنا ورور يعقوب په تُوره شهيد کړو. ۳نو کله چې هغه خبر شو چې يهوديان په دې کار خوشحاله شول، نو پطروس يې هم ګرفتار کړو. دا […]

اعمال رسولان - یوولسم فصل

د پطروس يروشلم جماعت خبرول ۱په ټوله يهوديه کښې رسولانو او ايماندارانو واورېدل چې غېر‌يهوديانو هم د خُدائ پاک کلام قبول کړو. ۲نو کله چې پطروس يروشلم ته واپس شو نو يهودى ايماندارانو په هغۀ دا اِعتراض وکړو، ۳او داسې يې وئيل چې، ”تۀ د غېر‌يهوديانو کور ته لاړې او هغوئ سره دې روټۍ وخوړه.“ […]

اعمال رسولان - لسم فصل

پطروس او کورنيليوس ۱په قيصريه کښې کورنيليوس نومې يو سړے وو چې د اِټالوى پلټنې صوبه دار وو. ۲هغه او د هغۀ ټول خاندان دينداره وو او د خُدائ پاک يره ورسره وه او هغۀ خلقو ته ډېر په آزاد لاس سره خېراتونه ورکول او همېشه به يې د خُدائ پاک عبادت کولو. ۳يوه ورځ […]

اعمال رسولان - نهم فصل

د ساؤل په حضرت عيسىٰ ايمان راوړل ۱په دې دوران کښې ساؤل لا اوس هم د مالِک مريدانو ته د قتل دهمکيانې ورکولې. هغه مشر اِمام له لاړو ۲او دا خواست يې ورته وکړو چې د دمشق د عبادتخانو په نوم اجازت نامه ورکړى کۀ هغه څۀ داسې ښځې يا سړى پېدا کړى چې د […]

اعمال رسولان - اتم فصل

د جماعت سره د ساؤل ظلم کول ۱او ساؤل هم په هغه کسانو کښې وو چې د ستِفانوس په مرګ راضى وُو. هم په هغه ورځ په يروشلم کښې د جماعت سره سخت ظلم شروع شو او د رسولانو نه بغېر ټول ايمانداران د يهوديه او سامريه په علاقو کښې خوارۀ وارۀ شول. ۲او يو […]