Romans 9

د خُدائ پاک غوره شوى خلق ۱زۀ په مسيح کښې رښتيا وايم، دروغ نۀ وايم، او زما خپل ضمير د روحُ القُدس په وسيله د دې تصديق کوى، ۲زما په زړۀ کښې ډېر لوئ غم او نۀ ختمېدونکے درد دے. ۳ځکه چې زما دا خواهش دے چې زۀ دې د خپلو خلقو او د انسانى […]

Romans 8

روحانى ژوندون ۱نو په دې وجه اوس هغوئ مجرم کېدے نۀ شى څوک چې په عيسىٰ مسيح کښې ژوند کوى. ۲ځکه چې د روح شريعت چې په عيسىٰ مسيح کښې مونږ ته ژوندون راکوى هغې مونږ د ګناه او د مرګ د شريعت نه آزاد کړى يُو. ۳او هغه څۀ چې شريعت نۀ شُو پوره […]

Romans 7

د وادۀ مِثال ۱زما وروڼو او خوېندو، تاسو نۀ پوهېږئ څۀ؟ زۀ هغوئ ته وايم څوک چې د شريعت نه واقف وى يو کس تر هغې د شريعت پابند دے ترڅو چې هغه ژوندے وى. ۲د مِثال په طور په شريعت کښې يوه وادۀ شوې ښځه تر هغې د خپل خاوند پابنده ده ترڅو چې […]

Romans 6

د حضرت عيسىٰ مسيح په ژوند کښې شاملېدل ۱نو بيا مونږ په دې کښې څۀ ووايو؟ ولې مونږ دې په ګناهونو کښې اخته يُو د دې دپاره چې فضل نور هم زيات شى؟ ۲نه، هيڅکله نه. مونږ خو ګناه ته مړۀ شوى يُو نو بيا څنګه په ګناه کښې ژوند تېرولے شُو؟ ۳ولې تاسو ته […]

Romans 5

د صادق کولو نتيجه ۱په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده، ۲د چا په وسيله چې مونږ د خُدائ پاک په فضل کښې هغه ځائ وموندو چرته چې اوس مونږ يُو، او مونږ د […]

Romans 4

د حضرت اِبراهيم مِثال ۱نو بيا مونږ د اِبراهيم په حقله چې په جسمانى طور زمونږ نيکۀ وو څۀ وئيلے شُو چې د صادق کېدلو دپاره هغۀ کومه تجربه حاصله کړه؟ ۲ځکه کۀ چرې اِبراهيم په خپلو نېکو اعمالو کښې صادق وو نو بيا يې فخر په ځائ دے، خو د خُدائ پاک په وړاندې […]

Romans 3

۱نو بيا يهودى په غېر يهودى باندې څۀ غوره والے لرى؟ او يا د سنت کېدلو فائده څۀ ده؟ ۲په هر لحاظ سره ډېره فائدې لرى. د ټولو نه اوله دا چې د خُدائ پاک کلام يهوديانو ته حواله شو. ۳دا رښتيا خبره چې په دوئ کښې ځينې بې‌وفا وُو، خو ولې د دوئ بې‌وفائى […]

Romans 2

د خُدائ پاک رښتينى عدالت ۱اے دوستانو، تاسو چې بل څوک مجرموئ، تاسو هر څوک چې يئ، تاسو سره هيڅ عُذر نشته. کله چې تاسو بل څوک مجرموئ نو په دې سره تاسو خپل ځان مجرموئ ځکه چې هم هغه کارونه تاسو په خپله کوئ. ۲اوس مونږ ته پته ده څوک چې داسې کارونه کوى […]

Romans 1

دُعا او سلام ۱د پولوس د طرف نه، چې د عيسىٰ مسيح خادِم او بللے شوے رسول دے څوک چې د خُدائ پاک د زيرى د خورولو دپاره مقرر کړے شوے دے. ۲د دې زېرى وعده خُدائ پاک د مخکښې نه په مقدسو صحيفو کښې د خپلو نبيانو په وسيله کړې ده. ۳دا زيرے د […]

اعمال رسولان - اته ویشتم فصل

پولوس رسول د مالټا په جزيره کښې ۱هلته په خير خيريت سره د رسېدو نه پس مونږ ته دا پته ولګېده چې د دې جزيرې نامه مالټا ده. ۲د جزيرې اوسېدونکو مونږ ته خپله ډېره مهربانى وښودله. ځکه چې باران شروع شوے وو او يخنى وه نو مونږ ته يې اور بل کړو او ټولو […]