پېدايښت - ١٥ فصل

د حضرت ابرام سره د خُدائ پاک لوظ ۱څۀ موده پس، د مالِک خُدائ کلام ابرام ته په رويا کښې نازل شو چې، ”ابرامه، يرېږه مه. زۀ ستا ډال يم او زۀ به تا له يو لوئ اِنعام درکوم.“ ۲خو ابرام جواب ورکړو، ”مالِکه، مالِکه خُدايه، ستا اِنعام به ما له څۀ فائده راکړى؟ زما […]

پېدايښت - ١٤ فصل

د حضرت ابرام حضرت لوط راخلاصول ۱په هغه وخت کښې، څلورو بادشاهانو، د بابل امرافِل، د الاسر اريوک، د عيلام کِدرلاعُمر او د جوئيم تِدعال، ۲د پينځو نورو بادشاهانو سره جنګ وکړو چې هغوئ دا دى، د سدوم بَرع، د عموره برشع، د ادمه سِنى‌اب، د ضبوئيم شِميبر او بالع يعنې د ضُعر بادشاه. ۳دې […]

پېدايښت - ١٣ فصل

د حضرت ابرام او حضرت لوط جدا کېدل ۱ابرام د خپلې ښځې سره او ټول مال سره د مِصر نه د کنعان په طرف صحرا ته لاړو او لوط هم ورسره وو. ۲ابرام ډېر مالداره سړے وو، د هغۀ څاروى وُو او د سپينو او سرو زرو مالِک هم وو. ۳او هغۀ جدا جدا ځايونو […]

پېدايښت - ١٢ فصل

د خُدائ پاک د حضرت ابرام غوښتل ۱په يو وخت کښې مالِک خُدائ ابرام ته وفرمائيل، ”خپل وطن، د پلار کور او خپل خپلوان پرېږده او هغه مُلک ته لاړ شه چې زۀ يې درته ښايم. ۲زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم او هغوئ به يو لوئ قوم شى. زۀ به تا له برکت […]

پېدايښت - ١١ فصل

د بابل برج ۱په شروع کښې، د ټولې دُنيا خلقو صِرف يوه ژبه وئيله او د يو بل په خبرو پوهېدل. ۲چې څنګه دوئ د نمرخاتۀ غاړې نه روان شول، چې چرته دوئ اوسېدل، نو د بابل په مُلک کښې يو هوار مېدان ته راغلل او هلته دېره شول. ۳دوئ يو بل ته ووئيل، ”راځئ […]

پېدايښت - ١٠ فصل

د حضرت نوح د زامنو اولاد ۱دا د نوح د زامنو، د شيم، حام او يافت اولاد دے، چې د سېلاب نه پس د هغوئ زامن پېدا شول. ۲دا د يافت اولاد دے، جُمر، ماجوج، مادى، ياوان، توبل، مسک او تيراس. ۳دا د جُمر اولاد دے، اشکناز، ريفت او تُجرمه. ۴دا د ياوان اولاد دے، […]

پېدايښت - ٩ فصل

د خُدائ پاک د حضرت نوح سره يو لوظ کول ۱خُدائ پاک نوح او د هغۀ زامنو له برکت ورکړو او وې فرمائيل، ”آباد شئ او ډېر بچى پېدا کړئ، نو ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى. ۲ټول ځناور، مارغان، خزنده او کبان به ستاسو نه يريږى، دا ټول ستاسو د اختيار لاندې […]

پېدايښت - ٨ فصل

د سېلاب ختمېدل ۱نوح، د هغۀ بال بچ او هغه ټول ځناور کوم چې په کشتۍ کښې وُو د خُدائ پاک هېر نۀ وُو، هغۀ په زمکه هوا راوستله، نو اوبۀ په کمېدو شوې. ۲د زمکې لاندې د چينو خولې او د آسمان طوفانى دروازې بند شوې. باران ودرېدو، ۳او اوبۀ ورو ورو په يو […]

پېدايښت - ٧ فصل

لوئ سېلاب ۱بيا مالِک خُدائ نوح ته وفرمائيل، ”د خپل ټول بال بچ سره کشتۍ ته وخېژه، ما ته پته ده چې يواځې تۀ په ټوله دُنيا کښې هغه صادق سړے يې چې ښۀ عمل کوې. ۲د هر قِسم حلال ځناورو نه اووۀ جوړې واخله، خو د هر قِسم حرام ځناورو نه صِرف يوه يوه […]

پېدايښت - ٦ فصل

د بنى آدم بد عملونه ۱کله چې بنى آدم په ټوله دُنيا کښې خوارۀ شول، نو د دوئ لوڼه پېدا کېدې، ۲نو څۀ آسمانى مخلوق دا ښائسته پېغلې ولېدې، د خوښې پېغلې يې ترې بوتلې او وادۀ يې کړې. ۳بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به بنى آدم نۀ پرېږدم چې هغوئ دې همېشه دپاره ژوندى […]