پېدايښت - ٢٥ فصل
د حضرت اِبراهيم نور اولاد ۱بيا اِبراهيم بله ښځه وکړه، چې د هغې نوم قطوره وو. ۲د هغې نه يې زمران، يُقسان، مِدان، ميديان، اسباق او سوخ پېدا شول. ۳يُقسان د شيبا او د ددان پلار وو او د ددان اولاد اسورى، لطُوسى او لومى وُو. ۴د ميديان زامن عيفه، عِفر، حنوک، ابيداع او اِلدعا […]
پېدايښت - ٢٤ فصل
رِبقه د حضرت اِسحاق ښځه کېدل ۱اِبراهيم اوس د ډېر عُمر وو. مالِک خُدائ هغۀ له په هر کار کښې برکت ورکړے وو. ۲يوه ورځ، اِبراهيم خپل مشر نوکر راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”زما سره يو پوخ لوظ وکړه، ۳د مالِک خُدائ په نوم زۀ تا له قسم درکوم، د هغه خُدائ پاک […]
پېدايښت - ٢٣ فصل
د بىبى ساره مرګ او ښخېدل ۱ساره يو سل اوويشت کاله ژوندۍ وه. ۲هغه د کنعان په مُلک کښې په حبرون کښې په حق ورسېده، او اِبراهيم د ساره په غم غمژن شو او هغې پسې يې ژړل. ۳اِبراهيم د مړى خوا نه پاڅېدو، حِتيانو له ورَغلو او وې فرمائيل چې، ۴”زۀ د پردى مُلک […]
پېدايښت - ٢٢ فصل
د خُدائ پاک حضرت اِبراهيم ته د حضرت اِسحاق قربانولو حُکم ورکول ۱څۀ موده وروستو خُدائ پاک د اِبراهيم امتحان واخستو، هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اِبراهيمه.“ نو اِبراهيم جواب ورکړو، ”زۀ حاضر يم.“ ۲خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”خپل زوئ روان کړه، خپل اېک يو زوئ اِسحاق، د کوم سره چې تۀ ډېره مينه کوې او […]
پېدايښت - ٢١ فصل
د حضرت اِسحاق پېدا کېدل ۱مالِک خُدائ ساره له برکت ورکړو او خپله وعده يې ورسره پوره کړه. ۲اګر چې اِبراهيم په خپله ډېر بوډا وو، خو لکه څنګه چې خُدائ پاک ورته فرمائيلى وُو ساره اُميدواره شوه او هم په هغه صحيح وخت د هغې زوئ وشو. ۳اِبراهيم په خپل زوئ اِسحاق نوم کېښودو، […]
پېدايښت - ٢٠ فصل
حضرت اِبراهيم او ابىمَلِک ۱اِبراهيم د ممرې نه د کنعان صحرا ته لاړو او د قادِس او شور په مينځ کښې اوسېدو. په هغه وخت کښې چې کله هغه په جرار کښې اوسېدو، ۲هغۀ فرمائيلى وُو چې خپله ښځه ساره يې خور ده. نو د جرار بادشاه ابىمَلِک ترې ساره بوتلې وه. ۳خو يوه شپه […]
پېدايښت - ١٩ فصل
د سدوم د خلقو ګناهونه ۱په هغه ماښام چې دوه فرښتې سدوم ته راغلې، لوط د ښار د دروازې سره نزدې د جرګې په ځائ کښې ناست وو. چې څنګه هغۀ هغوئ وليدې، نو هغه پاڅېدو او ستړې مشى له ورَغلو. هغه هغوئ ته د عزت نه ټيټ شو ۲او وې فرمائيل، ”صاحِبانو، زۀ به […]
پېدايښت - ١٨ فصل
د حضرت اِبراهيم سره د زوئ د پېدا کېدو وعده ۱مالِک خُدائ اِبراهيم ته د ممرې پاکو ونو سره راڅرګند شو. چې اِبراهيم د سرې غرمې په وخت د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ناست وو، ۲هغۀ وکتل او څۀ ګورى چې هلته درې سړى ولاړ دى. هغوئ يې چې څنګه وليدل، هغۀ ستړى […]
پېدايښت - ١٧ فصل
سنت د لوظ يوه نښه ۱ابرام چې کله د يو کم سلو کالو وو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او وې فرمائيل، ”زۀ قادر خُدائ يم. زما تابعدارى کوه او همېشه بېعېبه اوسه. ۲زۀ تا سره دا لوظ کوم چې ډېر اولاد به درکړم.“ ۳ابرام مخ په زمکه ولګولو، سجده يې وکړه او […]
پېدايښت - ١٦ فصل
حضرت اِسمٰعيل او بىبى هاجِره ۱د ابرام د ښځې سارۍ تر اوسه پورې بچى نۀ وُو شوى. خو د هغې يوه مِصرۍ وينځه وه چې نوم يې هاجِره وه، ۲نو هغې ابرام ته ووئيل، ”مالِک خُدائ ما له اولاد نۀ دے راکړے. تۀ ولې زما د وينځې سره شپه نۀ تېروې؟ کېدے شى چې زۀ […]