پېدايښت - ٤٥ فصل
د حضرت يوسف په وروڼو ځان پېژندل ۱بيا يوسف د خپلو خِدمتګارانو په مخکښې زړۀ نۀ شو کلک کولے، نو هغۀ ټولو مِصريانو له حُکم ورکړو چې د هغۀ نه لاړ شى. نو د هغۀ سره نور هيڅ څوک هم نۀ وُو کله چې يوسف خپلو وروڼو ته خپل ځان وښودلو. ۲هغۀ دومره په چغو […]
پېدايښت - ٤٤ فصل
د سپينو زرو جام ورکېدل ۱يوسف د خپل کور مشر خِدمتګار له حُکم ورکړو چې، ”د هغه کسانو بوجۍ د غلې نه دومره ډکې کړئ چې هغوئ څومره وړلے شى او د هر يو کس روپۍ د هغۀ د بوجۍ په خولۀ کښې کېږدئ. ۲زما د سپينو زرو جام د کشر ورور د بوجۍ په […]
پېدايښت - ٤٣ فصل
مِصر ته دوېم سفر ۱نو په کنعان کښې قحط نور هم سخت شو، ۲او چې کله د يعقوب کورنۍ ټوله غله وخوړله کومه چې د مِصر نه راوړلے شوې وه، يعقوب خپلو زامنو ته وفرمائيل، ”بيا لاړ شئ او زمونږ دپاره لږه نوره غله راوړئ.“ ۳يهوداه هغۀ ته ووئيل، ”هغه سړى مونږ ته په ټينګه […]
پېدايښت - ٤٢ فصل
د حضرت يوسف د وروڼو غلې پسې مِصر ته تلل ۱چې کله يعقوب خبر شو چې په مِصر کښې غله شته، هغۀ خپلو زامنو ته ووئيل چې، ”ولې يو بل ته ګورئ؟ ۲ګورئ، ما اورېدلى دى چې په مِصر کښې غله شته، هلته لاړ شئ او لږه واخلئ چې ژوندى پاتې شُو او د لوږې […]
پېدايښت - ٤١ فصل
د حضرت يوسف د فِرعون د خوبونو تعبير کول ۱پوره دوه کاله تېر شوى وُو چې د مِصر فِرعون خوب وليدو چې هغه د نيل درياب په غاړه ولاړ وو، ۲چې کله اووۀ ښې ښائسته او څربې غواګانې د درياب نه راوختلې او په واښو کښې په څرېدلو شروع شوې. ۳اووۀ نورې غواګانې هم راوختلې، […]
پېدايښت - ٤٠ فصل
حضرت يوسف د قېديانو د خوبونو تعبير ښودل ۱څۀ موده وروستو د مِصر د بادشاه ساقى او مشر نانبائى داسې څۀ غلط کار وکړو چې بادشاه ورباندې خفه شو. ۲فِرعون دې دواړو آفسرانو ته سخت غصه شو ۳او دوئ يې د څوکيدارانو د مشر په کور کښې قېد کړل، هم په هغه ځائ کښې چې […]
پېدايښت - ٣٩ فصل
حضرت يوسف او د فوطيفار ښځه ۱کله چې اِسمٰعيليانو يوسف مِصر ته بوتلو، هغه يې فوطيفار نومې د فِرعون په يو آفسر باندې خرڅ کړو، چې هغه د محل د څوکيدارانو مشر وو. ۲مالِک خُدائ د يوسف مل وو او هغه يې کامياب کړو. هغه د خپل مِصرى نېک په کور کښې اوسېدو، ۳چې هغۀ […]
پېدايښت - ٣٨ فصل
يهوداه او تامار ۱هم هغه وخت يهوداه خپل وروڼه پرېښودل، لاړو او د حيره نومې يو سړى سره اوسېدو، چې هغه د عدولام د ښار وو. ۲هلته يهوداه د يوې کنعانۍ جينۍ سره مِلاو شو چې د هغې د پلار نوم سوع وو. يهوداه هغه وادۀ کړه او ورسره څملاستو، ۳د هغې يو زوئ وشو، […]
پېدايښت - ٣٧ فصل
حضرت يوسف او د هغۀ وروڼه ۱يعقوب د کنعان په مُلک کښې اوسېدو، چرته چې د هغۀ پلار د مسافر په توګه اوسېدلے وو، ۲او دا د يعقوب د خاندان قيصه ده. د اوولسو کالو ځوان زلمى، يوسف، د وروڼو سره ګډې او چېلۍ څرولې، چې هغوئ د هغۀ د پلار د نورو ښځو، زِلفه […]
پېدايښت - ٣٦ فصل
د حضرت عِيسو اولاد ۱دا د عِيسو اولاد دے، چې د ادوم په نوم هم يادېدو. ۲عِيسو دا کنعانۍ جينکۍ وادۀ کړې، د حِتى ايلون لور عده، د صبعون حِوى د عنه د زوئ لور، اُهليبامه، ۳او د اِسمٰعيل لور د نبايوت خور، باسمت. ۴د عده نه اليفز پېدا شو، د باسمت نه رعواېل پېدا […]