هجرت - ١٥ فصل

د حضرت موسىٰ حمد‌و‌ثناء وئيل ۱بيا موسىٰ او بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته دا حمد‌و‌ثناء ووئيله، ”زۀ به مالِک خُدائ دپاره حمد‌و‌ثناء ووايم، ځکه چې هغۀ د جلال نه ډکه فتح موندلې ده، هغۀ آسونه او په آسونو سوارۀ کسان درياب ته غورزولى دى. ۲مالِک خُدائ زما طاقت دے او زما حمد‌و‌ثناء د هغۀ دپاره […]

هجرت - ١٤ فصل

د بحرِقُلزم نه پورې وتل ۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې واپس راوګرځى او فى‌هخيروت ته مخامخ، د مجدال او د درياب په مينځ کښې بعل‌صفون ته نزدې خېمې ولګوى. ۳د فِرعون به دا خيال وى چې بنى اِسرائيل په مُلک کښې سرګردانه ګرځى او په صحرا کښې راګېر دى. […]

هجرت - ١٣ فصل

د اول پېدا شوو نرانو وقف کول ۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲”ټول وړومبى پېدا شوى نران ما ته وقف کړه. د هرې بنى اِسرائيلۍ ښځې مشر ماشوم او هر يو وړومبے نر څاروے زما دے.“ د پتيرې روټۍ اختر ۳موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”دا ورځ ياده ساتئ، په کومه ورځ چې تاسو د […]

هجرت - ١٢ فصل

د فسحې اختر ۱مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ۲”دا مياشت به ستاسو دپاره د کال اولنۍ مياشت وى. ۳د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته دا ووايئ چې، د دې مياشتې په لسمه ورځ به هر سړے د خپل خاندان دپاره يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے راولى. ۴او […]

هجرت - ١١ فصل

په مِصر لسم افت: مرګ ۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ به د مِصر په فِرعون او د هغۀ په خلقو يو آخرى افت راولم. د هغې نه پس به هغه تاسو د دې ځائ نه تلو ته پرېږدى. په رښتيا سره، هغه به تاسو ټول د دې ځائ نه وباسى. ۲خلقو ته ووايه […]

هجرت - ١٠ فصل

په مِصر اتم افت: د قحطۍ مُلخان ۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون له لاړ شه. ما د هغۀ او د هغۀ د درباريانو زړونه سخت کړى دى، چې زۀ په دوئ کښې خپلې دا معجزې څرګندې کړم ۲او چې تاسو خپلو زامنو او نمسو ته وئيلے شئ چې کله ما معجزې څرګندې کړې […]

هجرت - ٩ فصل

په مِصر پينځم افت: د ځناورو مړۀ کېدل ۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون له لاړ شه او ورته ووايه چې مالِک خُدائ، د عبرانيانو خُدائ پاک فرمائى، چې زما خلق تلو ته پرېږده چې زما عبادت وکړى. ۲خو کۀ تۀ اِنکار کوې او هغوئ بيا هم تلو ته نۀ پرېږدى، ۳نو ګوره، زۀ […]

هجرت - ٨ فصل

په مِصر دوېم افت: چيندخې ۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون له ورشه او هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما عبادت وکړى. ۲کۀ تا اِنکار وکړو، نو زۀ به ستا په ټول مُلک داسې افت راولم چې په چيندخو به يې پټ کړم. ۳د نيل […]

هجرت - ٧ فصل

۱مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ګوره، زۀ تا فِرعون ته د خُدائ په شان جوړوم او ستا ورور هارون به ستا د پېغمبر په توګه د هغۀ سره خبرې کوى. ۲چې څنګه ما حُکم درکړے دے هارون ته هغه هر څۀ ووايه او هغه به فِرعون ته ووائى چې بنى اِسرائيل د هغۀ د مُلک […]

هجرت - ٦ فصل

۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”اوس به تۀ وګورې چې زۀ د فِرعون سره څۀ کوم. زۀ به خپل زور سره هغه دې ته مجبور کړم چې زما خلق تلو ته پرېږدى، زۀ به د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم چې فِرعون هغوئ د مُلک مصر نه وشړى.“ د خُدائ پاک حضرت موسىٰ […]