Hebrews 12

د خُدائ پاک تربيت ورکول ۱نو په دې وجه بيا چې د ګواهانو دومره لويه ګڼه زمونږ نه چاپېره ده نو راځئ چې مونږ هم هر يو پيټے او هغه ګناه چې مونږ په آسانۍ سره انښلوى د ځان نه لرې کړُو، او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ […]
Hebrews 11

د ايمان لوئ مثالونه ۱نو ايمان دا دے چې په هغه څيزونو باور وکړُو چې د کوم په اُميد يُو، او په ناليدلو څيزونو يقين وکړُو. ۲په حقيقت کښې زمونږ مشرانو د ايمان په وسيله د خُدائ پاک قبوليت حاصل کړو. ۳د ايمان په وسيله مونږ ته پته ده چې عالمونه د خُدائ پاک په […]
Hebrews 10

۱ځکه چې شريعت صرف د راتلونکو ښو څيزونو سورے دے او د هغه حقيقى څيزونو اصلى شکل نۀ دے، او کومې قربانۍ چې هر کال بېناغې کولے شى دا کله هم هغه خلق کاملولے نۀ شى څوک چې د خُدائ پاک عبادت کوى. ۲کۀ چرې هغوئ مکمل پاکوالے ورکولے شو، نو دا قربانۍ به ختمې […]
Hebrews 9

دُنياوى او آسمانى عبادتخانې ۱غرض دا چې په اولنى لوظ کښې هم د عبادت او د زمکنى عبادتخانې هدايت وو. ۲نو يوه خېمه جوړه کړے شوه چې په اوله حِصه کښې ډيوټ، مېز او پېش کړے شوې روټۍ وې، چې ورته مقدس ځائ وائى. ۳او د دوېمې پړدې نه وروستو هغه خېمه وه چې ورته […]
Hebrews 8

حضرت عيسىٰ د غوره لوظ مشر اِمام ۱اوس چې کومې خبرې مونږ کوُو په هغې کښې د ټولو نه اهمه خبره دا ده چې زمونږ يو داسې مشر اِمام دے څوک چې په آسمانونو کښې د قادر مطلق خُدائ د تخت ښى لاس ته ناست دے. ۲هغه په هغه مقدس ځائ او هغه حقيقى خېمې […]
Hebrews 7

د مَلِکصِدق د اِمامت طريقه ۱مَلِکصِدق، د شاليم بادشاه او د خُدائ تعالىٰ يو اِمام وو. اِبراهيم چې بادشاهانو له د ماتې ورکولو نه واپس راتلو نو مَلِکصِدق سره مِلاو شو نو هغۀ اِبراهيم له برکت ورکړو. ۲او بيا هغۀ ته اِبراهيم د غنيمت لسمه حِصه ورکړه. مَلِکصِدق د نوم معنىٰ ”د صداقت بادشاه ده“ […]
Hebrews 6

۱نو راځئ چې د مسيح په حقله د ابتدائى تعليم خبرې پرېږدو او د بلوغيت په طرف قدم اوچت کړُو. مونږ ته د دې ابتدائى کارونو د بار بار کولو ضرورت نشته لکه د شرارت اميز عملونو نه توبه کول او په خُدائ پاک ايمان راوړل ۲او تاسو ته نور د بپتسمو او لاس کېښودلو […]
Hebrews 5

۱هر مشر اِمام د انسانانو نه د دې دپاره منتخب کيږى چې خُدائ پاک ته د خلقو نمائندګى وکړى او د انسانانو د ګناهونو دپاره نذرانې او قربانۍ پېش کړى. ۲او هغه د دې جوګه دے چې د ناپوهه او ګمراهانو سره په نرمۍ سلوک وکړى ځکه چې په هغۀ کښې هم هغه شان کمزورتيا […]
Hebrews 4

۱نو په دې وجه چې د هغۀ په آرام کښې د داخلېدو وعده لا کولاو ده، نو مونږ په دې يريږو چې تاسو به هغې ته په رسېدو ناکامه شئ. ۲ځکه چې زيرے مونږ ته هم د هغوئ په شان راورسېدو، خو هغه کلام چې هغوئ واورېدو هغوئ ته يې فائده ورنۀ کړه، ځکه چې […]
Hebrews 3

حضرت عيسىٰ د موسىٰ نه لوئ دے ۱نو ځکه اے پاکو وروڼو او خوېندو، تاسو چې په آسمانى بلنه کښې شريک يئ، په هغه رسول او مشر اِمام عيسىٰ غور وکړئ د چا چې مونږ اِقرار کوُو. ۲هغه د هغه خُدائ پاک وفادار شو چا چې هغه منتخب کړے وو او لکه څنګه چې موسىٰ […]