هجرت - ٢٥ فصل
مقدسه خېمه ۱مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما ته يوه نذرانه پېش کړى. چې څوک د زړۀ نه ما ته څۀ نذرانه پېش کول غواړى تۀ يې ترې نه اخله. ۳دا هغه نذرانې دى چې کومې به ترې نه تۀ اخلې، سرۀ زر، سپين زر او زېړ، ۴کتان، د آسمانى […]
هجرت - ٢٤ فصل
پوخ لوظ کول ۱مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”ما ته تۀ، هارون، ندب، ابيهُو او د بنى اِسرائيلو اويا مشران بره غر ته راشئ، خو نزدې مۀ راځئ او د لرې نه ما ته سجده وکړئ. ۲صِرف تۀ ما له راشه او هغه نور به ما له نزدې نۀ راځى. نور کسان به تا […]
هجرت - ٢٣ فصل
عدل او اِنصاف ۱د دروغو خبر مۀ خوروئ او د دروغو ګواهۍ په ذريعه د يو مجرم کس مدد مۀ کوئ. ۲د ډېرو خلقو په بد عمل کښې يا د قانون ماتولو په ګواهۍ کښې ملګرتيا مۀ کوئ او بېاِنصافى مۀ کوئ. ۳په يوه مقدمه کښې د يو غريب سړى ناجائزه طرفدارے مۀ کوئ. ۴کۀ […]
هجرت - ٢٢ فصل
د تاوان په حقله قانون ۱کۀ يو کس يوه غوا يا ګډه پټه کړى او حلاله يې کړى يا يې خرڅه کړى، هغه به خامخا د يوې غوا په بدل کښې پينځۀ غواګانې ورکوى او د يوې ګډې په بدل کښې به څلور ګډې ورکوى. ۲-۴هغۀ چې څۀ پټ کړى وى نو خامخا به د […]
هجرت - ٢١ فصل
د نوکرانو سره سلوک ۱”د بنى اِسرائيلو دپاره دا قانون مقرر کړه چې، ۲کۀ تاسو يو عبرانے غلام واخلئ، هغه به شپږ کاله ستاسو خِدمت کوى. او په اوؤم کال به بغېر د څۀ څيز درکولو نه آزاد شى. ۳چې کله هغه د وادۀ نه مخکښې ستاسو غلام شوے وى، نو د آزادېدو په وخت […]
هجرت - ٢٠ فصل
د شريعت لس حُکمونه ۱بيا خُدائ پاک کلام وکړو او هغه ټولې خبرې دا دى، ۲”زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ، کوم چې د غلامۍ مُلک وو. ۳زما نه غېر د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ. ۴د خپلو ځانونو دپاره بُتان مۀ جوړَوئ، د داسې […]
هجرت - ١٩ فصل
د بنى اِسرائيلو سينا غرۀ ته رسېدل ۱-۲بنى اِسرائيل د رفيديم نه روان شول او چې کله دوئ د مِصر نه راوتلى وُو، د هغې نه پس د درېمې مياشتې په اوله ورځ د سينا بيابان ته راغلل. دوئ هلته د سينا د غرۀ په لمن کښې خېمې ولګولې، ۳او موسىٰ خُدائ پاک له غرۀ […]
هجرت - ١٨ فصل
د يترو حضرت موسىٰ سره مِلاوېدل ۱د موسىٰ سخر يترو، څوک چې د ميديان اِمام وو، هغۀ د هغه هر څۀ په حقله واورېدل چې خُدائ پاک د موسىٰ او د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو او چې مالِک خُدائ هغوئ څنګه د مِصر نه راويستلى وُو. ۲نو يترو موسىٰ له راغلو، د […]
هجرت - ١٧ فصل
د ګټ نه اوبۀ راوتل ۱د بنى اِسرائيلو ټول قوم د صين بيابان نه په سفر روان شولو او د مالِک خُدائ په حُکم يې د يو ځائ نه بل ځائ ته کډه وړله. دوئ په رفيديم کښې خېمې ولګولې، خو هلته د دې خلقو دپاره د څښلو اوبۀ نۀ وې. ۲نو په دې وجه […]
هجرت - ١٦ فصل
من او مړَزان ۱د بنى اِسرائيلو ټول قوم د ايليم نه په سفر روان شو او د دوېمې مياشتې په پينځلسمه ورځ دوئ د صين بيابان ته راغلل، دا د هغوئ د مِصر نه د راوتلو نه پس وُو، کوم چې د ايليم او سينا په مينځ کښې دے. ۲هلته په بيابان کښې دوئ ټول […]