هجرت - ٣٥ فصل

د سبت ورځ دپاره اصُول ۱بيا موسىٰ د بنى اِسرائيلو ټول قوم راغونډ کړو او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”تاسو به د مالِک خُدائ په دې حُکمونو باندې عمل کوئ. ۲د خپل کار دپاره ستاسو سره شپږ ورځې شته، خو اوومه د سبت مقدسه ورځ يعنې د آرام ورځ ده، هغه ما مالِک خُدائ ته […]

هجرت - ٣٤ فصل

د کاڼو نوې تختې ۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د اولنو په شان دوه د کاڼى تختې جوړې کړه او زۀ به په هغې باندې هم هغه حُکمونه ليکم کوم چې په اولنو تختو باندې وُو، کومې چې تا ماتې کړې وې. ۲سبا سحر تيار شه او د سينا غرۀ ته راوخېژه او د […]

هجرت - ٣٣ فصل

د مالِک خُدائ د سينا غرۀ نه د تلو حُکم ورکول ۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”تۀ او دا خلق چې تا د مِصر د مُلک نه راوويستل، د دې ځائ نه لاړ شئ او هغه زمکې ته لاړ شئ د کومې چې ما اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب او د هغوئ اولاد له د […]

هجرت - ٣٢ فصل

د سرو زرو سخے ۱چې کله خلقو وليدل چې موسىٰ د غرۀ نه راکوز نۀ شو او ډېر وخت يې هلته تېر کړو، نو هغوئ په هارون راغونډ شول او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ نۀ پوهيږو چې په دې سړى، موسىٰ څۀ وشول، چې مونږ يې د مِصر نه راوويستلو، مونږ له معبودان جوړ […]

هجرت - ٣١ فصل

د مالِک خُدائ د حضور د خېمې جوړولو هُنرمند کسان ۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲”ګوره، ما د يهوداه قبيلې، بضلى‌اېل غوره کړے دے، چې د اورى زوئ او د حُور نمسے دے، ۳او ما هغه د خپل روح نه ډک کړے دے. ما هغۀ له پوهه، هُنر او د هر قِسم هُنر په […]

هجرت - ٣٠ فصل

د خوشبويۍ قربان‌ګاه ۱د خوشبويۍ سوزولو دپاره، د کيکر د لرګى نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. ۲دا به څلور‌ګوټه وى، چې اتلس اِنچۍ اوږده، اتلس اِنچۍ پلنه او يو ګز اوچته وى. د ښکرو په شان څلور ګوټونه ورله جوړ کړه چې ورسره يو ځائ شى. ۳د هغې په چت، څلورو واړو طرفونو او د […]

هجرت - ٢٩ فصل

د حضرت هارون او د هغۀ زامن د اِمامانو په توګه مقرر کېدل ۱هارون او د هغۀ زامن د اِمامانو په توګه زما په خِدمت کښې وقف کولو دپاره داسې وکړه چې يو سخے او دوه ګډان راونيسه چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. ۲د غنمو د ټولو نه ښۀ اوړۀ واخله، خو چې […]

هجرت - ٢٨ فصل

د اِمامانو خاص لِباس ۱خپل ورور هارون او د هغۀ زامن، ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر ځان له راوله. هغوئ د بنى اِسرائيلو د مينځ نه رابېل کړه، چې د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى. ۲د خپل ورور هارون دپاره د اِمامانو جامې جوړې کړه، چې هغۀ ته عزت او ښائست مِلاو شى. ۳ټول […]

هجرت - ٢٧ فصل

قربان‌ګاه ۱د کيکر لرګى نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. هغه به څلور‌ګوټه وى، چې اووۀ نيم فټه اوږده وى، اووۀ نيم فټه پلنه او څلور نيم فټه لوړه وى. ۲د دې دپاره د څلورو ګوټونو دپاسه د ښکرو په شان څيزونه جوړ کړه چې د قربان‌ګاه سره يو ځائ شى او په دې هر څۀ […]

هجرت - ٢٦ فصل

د مالِک خُدائ د حضور خېمه ۱او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”د مقدسې خېمې يعنې زما د حضور خېمې دننه برخه د کتان د لسو پړدو نه جوړه کړه چې دا د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ د وړۍ نه تياره وى. په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړه. […]