لاویانو - ١٥ فصل

د بدن ناپاکوالے ۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته دا اصُول وښودل ۲کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره دى. کۀ د سړى د ذکر نه څۀ اوبۀ ووځى، نو هغه اوبۀ ناپاکې دى، ۳کۀ د هغۀ د ذکر نه اوبۀ روانې وى يا بند وى نو هغه ناپاک وى. ۴چې په کومه بستره هغه […]

لاویانو - ١٤ فصل

د څرمنې د بيمارو نه پس پاکوالے ۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل ۲دا اصُول د هغه کس د پاکوالى دپاره دى چې د جذام د بيمارۍ نه روغ شوے وى. چې په کومه ورځ اِعلان وشى چې هغه پاک دے، نو هغه به اِمام له بوتلے شى، ۳او اِمام به هغه د خېمو نه […]

لاویانو - ١٣ فصل

د څرمنې د بيمارۍ په حقله قانون ۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته دا اصُول وښودل. ۲کۀ د چا په څرمن زخم وى يا پړسوب يا دانه وى چې د دې دا يره وى چې د دې نه به لکه د جذام بيمارى جوړه شى، نو هغه به د هارون د خاندان اِمام ته […]

لاویانو - ١٢ فصل

د ماشوم د پېدا کېدو نه پس د ښځې پاکوالے ۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل ۲کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره دى. د يو زوئ پېدا کېدو نه پس ښځه تر اووۀ ورځو پورې ناپاکه وى، هم هغه شان چې څنګه د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې ناپاکه وى. ۳په اتمه ورځ […]

لاویانو - ١١ فصل

حلال او حرام ځناور ۱مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته دا اصُول وښودل ۲کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره وُو. تاسو په زمکه ګرځېدونکے هر هغه ځناور خوړلے شئ ۳چې د هغې د پښو سومونه په مينځ بېل وى او بيا بيا شخوند وهى، ۴‏-۶خو تاسو دا ځناور مۀ خورئ، يعنې اوښ، ځنګلى سوه، يا […]

لاویانو - ١٠ فصل

د دوو اِمامانو وژلے کېدل ۱نو د هارون زامنو ندب او ابيهُو، هر يو خپل مجمر واخستلو او ژوندى سکارۀ يې په کښې واچول، خوشبوئى يې ورباندې واچوله او دا يې مالِک خُدائ ته پېش کړل. خو دا اور خُدائ پاک ته قبول نۀ وو، ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ له د دې د پېش […]

لاویانو - ٩ فصل

حضرت هارون قربانۍ پېش کول ۱د مقررولو د رسمونو نه پس په اتمه ورځ، هارون، د هغۀ زامن او د بنى اِسرائيلو مشران موسىٰ راوغوښتل. ۲هغۀ هارون ته وفرمائيل، ”يو سخے او يو ګډ روان کړه چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى او مالِک خُدائ ته يې پېش کړه، سخے د ګناه د نذرانې […]

لاویانو - ٨ فصل

د حضرت هارون او د هغۀ د زامنو مقرر کېدل ۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲”هارون او د هغۀ زامن او د اِمامانو لِباس، د غوړولو تېل، د ګناه نذرانې دپاره سخے، دوه ګډان او د پتيرې روټۍ ټوکرۍ راوړه. ۳او زما د حضور مقدسې خېمې د دروازې خولې ته ټول قوم راوغواړه چې […]

لاویانو - ٧ فصل

د ګناه د تاوان نذرانې ۱د ګناه د نذرانو د ورکولو دپاره دا اصُول دى، کومې چې ډېرې مقدسې دى. ۲د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره ځناور به هلته حلاليږى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې ځناور حلاليږى او د دې وينه دې د قربان‌ګاه په ټولو طرفونو وشيندلے شى. ۳د دې ټوله وازګه دې […]

لاویانو - ٦ فصل

۱مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل. ۲کۀ څوک د مالِک خُدائ خِلاف داسې ګناه وکړى، لکه چې د يو اِسرائيلى امانت واپس ورنۀ کړى، يا د چا نه څۀ څيز پټ کړى، يا څوک دوکه کړى، نو يوه نذرانه به ورکړى، ۳يا کۀ يو ورک شوے څيز پېدا کړى او د هغې په حقله […]