يشوَع - ١٨ باب

پاتې شوې زمکه تقسيمول ۱کله چې هغوئ هغه مُلک فتح کړو نو د هغې نه پس، د بنى اِسرائيلو ټول قوم په سيلا کښې راغونډ شو او د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه يې ودروله. ۲د بنى اِسرائيلو اووۀ قبيلې تر اوسه پورې داسې وې چې هغوئ ته په هغه مُلک کښې حِصه نۀ […]

يشوَع - ١٧ باب

نمرپرېواتۀ طرف ته منسى ۱د نمرپرېواتۀ طرف ته د اُردن يوه برخه د يوسف مشر زوئ منسى اولاد څۀ کورَنو ته مِلاو شوې وه. د جِلعاد پلار مکير، چې د منسى مشر زوئ وو هغه يو تکړه فوجى وو، نو په دې وجه جِلعاد او د نمرخاتۀ طرف ته بسن هغۀ ته حواله شوى وُو. […]

يشوَع - ١٦ باب

اِفرائيم او د نمرپرېواتۀ طرف منسى ته علاقه حواله کېدل ۱د يوسف اولاد ته چې کوم مُلک حواله شوے وو د هغې جنوبى سرحد د يريحو سره نزدې د اُردن نه شروع شوے وو، دا هغه ځائ وو چې د يريحو چينو نمرخاتۀ طرف ته وو او صحرا ته تلے وو. دا د يريحو نه […]

يشوَع - ١٥ باب

د يهوداه قبيلې ته حواله شوې زمکه ۱د يهوداه قبيلې کورَنو ته د زمکې يوه حِصه مِلاو شوه چې داسې بيان شوې ده، هغه مُلک په جنوب کښې د ادوم د سرحد سره د صين صحرا آخرى جنوبى سر ته ورسېدو. ۲دا جنوبى سرحد د مالګې درياب د جنوبى سر نه لاړو، ۳او په جنوب […]

يشوَع - ١٤ باب

د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د علاقې تقسيم ۱دا هغه حِساب کِتاب دے چې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د کنعان مُلک په بنى اِسرائيلو باندې څنګه تقسيم شوے وو. اِلى‌عزر اِمام، د نون زوئ يشوَع او د بنى اِسرائيلو د قبيلو کورَنو مشرانو دا په خلقو باندې تقسيم کړو. ۲لکه څنګه چې […]

يشوَع - ١٣ باب

د کنعان په پاتې علاقو باندې د قبضې کولو حکم ۱اوس يشوَع ډېر بوډا شوے وو. مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ ډېر بوډا شوے يې خو تر اوسه پورې په ډېره علاقه باندې قبضه کول پاتې دى، ۲د فلستيانو او جسوريانو ټوله علاقه، ۳او ورسره په جنوب کښې د عويانو ټوله علاقه. د مِصر […]

يشوَع - ١٢ باب

د حضرت موسىٰ نه شکست خوړونکى بادشاهان ۱بنى اِسرائيلو دوو بادشاهانو له شکست ورکړو، نو د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون وادۍ نه واخله د اُردن تر وادۍ پورې او هم داسې په شمال کښې د حرمون غر پورې ټول مُلک يې فتح کړے وو او قبضه يې پرې کړې وه. ۲يو امورى بادشاه […]

يشوَع - ١١ باب

د يشوَع يابين او د هغۀ ملګرو له شکست ورکول ۱کله چې د بنى اِسرائيلو د فتحې خبر د حصور بادشاه يابين ته ورسېدو، نو هغۀ د مدون بادشاه يوباب، د سِمرون او اکشاف بادشاهانو له خبر ورولېږلو، ۲او په شمال کښې د غرونو مُلک ټولو بادشاهانو، د ګليل ډنډ جنوبى طرف ته د اُردن […]

يشوَع - ١٠ باب

د اموريانو شکست خوړل ۱د يروشلم بادشاه ادونى‌صدق خبر شو چې يشوَع عى قبضه کړے دے او بېخى يې تباه کړے دے او د دې بادشاه يې وژلے دے، لکه څنګه چې يشوَع د يريحو او د دې بادشاه سره هم دغه شان کړى وُو. هغه د دې نه هم خبر شو چې د جبعون […]

يشوَع - ٩ باب

د جبعونيانو د حضرت يشوَع دوکه کول ۱چې څۀ شوى وُو نو د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته ټول بادشاهان د هغې نه خبر شول. دا د حِتيانو، اموريانو، کنعانيانو، فرزيانو، حِويانو او يبوسيانو بادشاهان وُو، څوک چې د غرونو په مُلک کښې او د نمرپرېواتۀ په طرف د غرونو په لمنو کښې او د مديترانى […]