روت - ٣ باب
د روت د بوعز په درمند کښې کار کول ۱څۀ وخت وروستو نعومى روت ته ووئيل، ”زۀ به خامخا ستا دپاره خاوند لټوم، چې ستا خپل کور آباد شى. ۲دا ياد ساته چې بوعز، د چا د ښځو سره چې تا کار کولو، هغه زمونږ رشتهدار دے. اوس دا خبره واوره، هغه به نن شپه […]
روت - ٢ باب
د روت د بوعز په پټى کښې کار کول ۱د نعومى يو رشتهدار وو چې نوم يې بوعز وو، دا يو مالدار او مشر سړے وو، کوم چې د هغې د خاوند اِلىمَلِک د خاندان نه وو. ۲يوه ورځ روت نعومى ته ووئيل، ”ما پرېږده چې پټو ته لاړه شم چې د لَوګرو نه پاتې […]
روت - ١ باب
د اِلىمَلِک د خاندان موآب ته تلل ۱-۲ډېر پخوا، چې کله قاضيانو په بنى اِسرائيلو حکومت کولو نو په هغه مُلک کښې قحط راغلو. يو سړے اِلىمَلِک، چې افراتے وو، هغه د يهوداه په بيتلحم کښې اوسېدو، د خپلې ښځې نعومى او د دوو زامنو محلون او کِليون سره موآب ته د څۀ وخت دپاره […]
قاضيان - ٢١ باب
د بنيامين قبيلې دپاره ښځې ۱کله چې بنى اِسرائيليان په مصفاه کښې راغونډ شوى وُو، نو هغوئ د مالِک خُدائ سره دا پوخ لوظ کړے وو چې، ”زمونږ يو کس به هم يو بنيامينى له خپله لور نۀ ورکوى.“ ۲نو اوس د بنى اِسرائيلو خلق بيتايل ته لاړل او هلته تر ماښامه پورې د خُدائ […]
قاضيان - ٢٠ باب
د بنى اِسرائيلو جنګ دپاره تيارے کول ۱بيا په شمال کښې د دان نه واخله په جنوب کښې تر بيرسبع پورې، هم داسې نمرخاتۀ طرف ته د جِلعاد د مُلک ټول بنى اِسرائيل راووتل. قوم د يو تن په شان په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې راغونډ شو. ۲د بنى اِسرائيلو د […]
قاضيان - ١٩ باب
يو ليوے او د هغۀ وينځه ۱په هغه ورځو کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه نۀ وو او يو ليوے چې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې ډېر لرې اوسېدو، هغۀ د يهوداه د بيتلحم نه يوه وينځه بوتله چې ښځه يې شى. ۲خو هغه د هغۀ نه خفه شوه، په بيتلحم کښې واپس د […]
قاضيان - ١٨ باب
ميکاه او د دان قبيله ۱په هغه وخت کښې چې د بنى اِسرائيلو يو بادشاه هم نۀ وو نو په هغه ورځو کښې د دان قبيلې يوه داسې علاقه لټوله چې دعوىٰ پرې وکړى او قبضه يې کړى ځکه چې د بنى اِسرائيلو په قبيلو کښې هغوئ ته خپله زمکه نۀ وه مِلاو شوې. ۲نو […]
قاضيان - ١٧ باب
د ميکاه بُتان ۱يو ځل يو سړے وو چې نوم يې ميکاه وو، هغه د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې اوسېدو. ۲هغۀ خپلې مور ته ووئيل، ”کله چې ستا نه هغه يوولس سوه د سپينو زرو سيکې چا پټې کړې، نو ما واورېدل چې تا هغه غل ته ښېرې وکړې. ګوره، هغه پېسې ما سره […]
قاضيان - ١٦ باب
سمسون په غزه کښې ۱سمسون يوه ورځ فلستى ښار غزه ته لاړو، هلته د يوې کنجرې سره مِلاو شو او د هغې سره څملاستو. ۲د غزه خلقو ته پته ولګېده چې سمسون هلته دے، نو هغوئ هغه ځائ نه ګېره واچوله او د ښار په دروازه کښې يې ټوله شپه د هغۀ اِنتظار وکړو. ټوله […]
قاضيان - ١٥ باب
پينځلسم باب ۱لږه موده وروستو سمسون د غنمو د لَو په وخت کښې د خپلې ښځې سره مِلاوېدو دپاره لاړو او يو د چېلۍ بچے يې ورله بوتلو. هغۀ د هغې پلار ته وفرمائيل، ”زۀ غواړم چې د خپلې ښځې کوټې ته لاړ شم او ورسره څملم.“ خو د هغې پلار هغه دننه نۀ پرېښودو. […]