اول سموئيل - ١٩ باب
د ساؤل د داؤد د قتلولو کوشش کول ۱بيا ساؤل خپل زوئ يونتن او خپلو ټولو درباريانو ته ووئيل چې ما د داؤد د قتلولو منصوبه جوړه کړې ده خو يونتن د داؤد نه ډېر خوشحاله وو، ۲نو يونتن داؤد ته ووئيل، ”زما پلار تا قتل کول غواړى. نو مِهربانى وکړه چې سبا سحر د […]
اول سموئيل - ١٨ باب
د حضرت داؤد او يونتن دوستى ۱کله چې داؤد خبرې ختمې کړې نو هغه د بادشاه زوئ يونتن سره مِلاو شو. هغه د داؤد خوږ دوست جوړ شو او د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه کوله. ۲ساؤل هم د هغه ورځې نه داؤد ځان سره وساتلو او هغه يې د پلار […]
اول سموئيل - ١٧ باب
د حضرت داؤد جوليت وژل ۱فلستيان د يهوداه په ښار شوکه کښې د جنګ دپاره راغونډ شول، هغوئ د شوکه او عزيقه په مينځ کښې په يو ځائ کښې کېمپ ولګولو چې نوم يې اِفسدميم وو. ۲ساؤل او د بنى اِسرائيلو لښکر د ايله وادۍ سره راغونډ شُو او د فلستيانو خِلاف يې صفونه جوړ […]
اول سموئيل - ١٦ باب
حضرت داؤد د بادشاه په توګه مقرر کېدل ۱بيا مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”تۀ به تر کومې پورې په ساؤل پسې خفګان کوې؟ هغه ما په بنى اِسرائيلو باندې د بادشاهۍ دپاره نامنظوره کړے دے. نو د زيتُونو لږ تېل واخله او بيتلحم ته لاړ شه هغه سړى له چې نوم يې يَسى دے، […]
اول سموئيل - ١٥ باب
د عماليقيانو خِلاف جنګ ۱سموئيل ساؤل ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ زۀ رالېږلے يم چې تا د هغۀ د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړم. نو د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسه. ۲دا هغه څۀ دى چې ربُ الافواج يې فرمائى، چې زۀ به عماليقيانو له سزا ورکړم ځکه چې بنى اِسرائيليان چې کله د […]
اول سموئيل - ١٤ باب
د يونتن خطرناک کار ۱يوه ورځ يونتن هغه زلمى ته ووئيل کوم چې د هغۀ وسله وړله، ”راځه چې هغه طرف ته لاړ شُو چرته چې د فلستيانو قلعه ده.“ خو يونتن خپل پلار ساؤل خبر نۀ کړو، ۲ساؤل په مجرون کښې د انار د ونې لاندې ناست وو، دا جبعې ته نزدې وه او […]
اول سموئيل - ١٣ باب
د فلستيانو خِلاف جنګ ۱ساؤل د دېرشو کالو په عُمر کښې بادشاه جوړ شو او هغۀ دوه څلوېښت کاله په بنى اِسرائيلو بادشاهى وکړه. ۲ساؤل درې زره سړى خوښ کړل، دوه زره يې د ځان سره په مِکماس کښې او د غرونو مُلک بيتايل کښې وساتل او زر سړى يې د خپل زوئ يونتن سره […]
اول سموئيل - ١٢ باب
د سموئيل خلقو ته تقرير کول ۱بيا سموئيل ټولو بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”تاسو چې ما ته څۀ وئيلى وُو نو ما هغه کړى دى. ما يو بادشاه درکړے دے چې په تاسو بادشاهى وکړى، ۲او اوس هغه ستاسو د لارښودنې دپاره تاسو سره دے. زۀ بوډا او سپينږيرے يم او تاسو ته پته ده […]
اول سموئيل - ١١ باب
د ساؤل عمونيانو له شکست ورکول ۱تقريباً يوه مياشت وروستو عمونى بادشاه ناحس د جِلعاد په علاقه کښې د يبيس ښار خِلاف خپل لښکر روان کړو او ښار يې محاصره کړو. د يبيس سړو ناحس ته ووئيل، ”مونږ سره د صُلحې تړون وکړه، نو مونږ به تا خپل بادشاه ومنو.“ ۲ناحس جواب ورکړو، ”زۀ به […]
اول سموئيل - ١٠ باب
۱بيا سموئيل د زيتُونو تېلو يو لوښے واخستو او تېل يې د ساؤل په سر واړول، ساؤل يې ښُکل کړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د بادشاه په توګه مقرروى. تۀ به د هغۀ په خلقو بادشاهى کوې او د ټولو دشمنانو نه به يې بچ کوې […]