نو هغه بختور دے او بختور به وى
څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى،
په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى،
د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.
قومونه ولې په قهر شول
او اُمتونه ولې بېفائدې سازشونه کوى؟
د دُنيا بادشاهان راپورته شول
او حاکمان د مالِک خُدائ خلاف
او د هغۀ د مسيح په خلاف يو ځائ شول.
اے مالِکه خُدايه څومره ډېر دى دشمنان زما،
څومره ډېر راپاڅېدلى دى خلاف زما.
ډېر زما په حقله داسې وائى،
”هغه به خُدائ پاک نۀ بچ کوى.“
نو اوره زما سوال کله چې تا ته په ژړا يم،
تۀ چې وائې زما په حقله خُدايه، زۀ چې بېګناه يم.
زما مشکل آسان کړه، مهربان شه سوال مې اوره.
اے مالِکه خُدايه زما خبرو ته غوږ شه،
زما اسويلو ته توجو وکړه.
زما د ژړا آواز د مدد دپاره واوره،
زۀ تا ته سوال کومه زما خُدايه، زما بادشاه.
اے مالِکه خُدايه ما مۀ رټه په خپله غصه کښې
ما ته قهر مۀ کوه زما په سمولو کښې.
رحم په ما وکړه زۀ کمزورے يم مالِکه خُدايه،
شفا راکړه هډُوکى مې ماتيږى مالِکه خُدايه.
اے مالِکه خُدايه، پاکه خُدايه، تۀ زما پناه يې،
د هغه خلقو نه ما خلاص کړه او ما بچ کړه څوک چې راپسې دى،
اے مالِکه خُدايه، زمونږ ربه،
ټوله دُنيا کښې ستا نوم عظيم دے،
پاس په آسمانونو کښې دې خپل جلال جوړ کړے دے.
زۀ به د خپل ټول زړۀ نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم،
زۀ به ستا ټول عجيبه کارونه بيان کړم.
اے مالِکه خُدايه، تۀ زما نه ولې لرې ودرېږې؟
په وخت د مصيبت کښې تۀ ما نه ولې خپل ځان پټوې؟
زۀ د مالِک خُدائ په پناه کښې يم.
تۀ ولې راته وائې، ”لکه د مارغۀ چې غر ته والوځم،
اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ مددګار شه،
په تېزۍ سره پناه کيږى ستا نېک بنيادمان،
ستا وفاداران دى د دې زمکې نه روان.
اے مالِکه خُدايه، تر کومه به تۀ ما هېروې؟
تر ابده پورې
تر کومه به تۀ بل خوا ته ګورې؟
”نشته دے خُدائ،“ په خپل زړۀ کښې وائى کم عقلان،
دوئ دى فاسدان ښۀ عمل يې نشته يو هم داسې نشته چې وى نېکان.
څوک مالِکه خُدايه ستا مقدس کور کښې عبادت ته داخلېدے شى؟
ستا په مقدس غر څوک ستا حضور کښې اوسېدے شى؟
اے پاکه خُدايه، ما وساته په خپل امان،
پناه مې راوړه تا ته او شه مې نګهبان.
ما ووئيل مالِک خُدائ ته، ”تۀ زما مالِک يې،
زما دغه ټول برکتونه او ښېګړې له تا نه دى.“
اے مالِکه خُدايه، زما د اِنصاف درخواستونه واوره،
زما د مدد کولو فريادونه واوره.
زما دُعا ته ورکړه پاملرنه،
په صادقو شونډو چې کړمه سوالونه.
اے مالِکه خُدايه تا سره مينه کوم تۀ په خپله زما زور او طاقت يې.
مالِک خُدائ ګټ دے زما، قلعه ده زما، او خلاصوونکے دے زما،
زما خُدائ ګټ دے زما، په چا کښې چې ما خپل حفاظت موندلے دے.
آسمانونه د خُدائ پاک جلال څومره ښۀ بيانوى،
خلا يې د لاس کارنامې صفا بيانوى.
په وخت د مصيبت کښې دې مالِک ستا فرياد واورى،
د يعقوب د خُدائ پاک نوم دې د هر نقصان نه ستا حفاظت وکړى.
مالِکه خُدايه، بادشاه ستا په طاقت څنګه خوشحالى کوى.
ځکه چې هغه ستا په فتح ورکولو څومره لويه خوشحالى کوى.
اے زما خُدايه، اے زما خُدايه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟
تۀ ولې رانه لرې شوے يې او د مدد فرياد مې نۀ اورې؟
مالِک خُدائ دے شپون زما،
نو د هيڅ څيز حاجت نشته دے زما.
دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى،
دا ټوله دُنيا او انسانان څوک چې په دې کښې دى.
زما مالِکه خُدايه، زۀ دُعا غواړم له تا،
اے زما پاکه خُدايه، زۀ توکل کوم په تا.
ما شرمنده کېدو نه بچ کړه،
مۀ پرېږده چې دشمنان کامياب شى په ما.
اے مالِکه خُدايه، زما د بېګناهۍ په حقله تاسو فېصله وکړئ،
ځکه چې ما تل نېکى کړې ده،
ما په مالِک خُدائ بېشکه باور کړے دے.
مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا
نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟
او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه
نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟
زۀ تا ته زارى کومه، اے مالِکه خُدايه زما حفاظت کوونکيه،
خپل غوږونه دې په ما مۀ کڼوه.
کۀ چرې تۀ پاتې شې خاموشه،
زۀ به هم د هغه چا په شان شم چې روان وى قبرستان ته.
اے د آسمان مخلوقه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ،
د مالِک خُدائ د جلال او د طاقت ثناء صِفت وکړئ.
اے مالِکه خُدايه ستا ثناء صِفت بيانوم، ځکه چې تا زۀ بچ کړم،
زۀ دې د دشمنانو د مسخرو نۀ کړم.
اے مالِکه خُدايه، زۀ تا له د پناه دپاره راغلے يم،
ما بچ کړه چې زۀ ونۀ شرمېږم.
په خپل عدالت کښې دې ما له خلاصون راکړه.
نو څومره بختور هغه کس دے
د چا بد چې مالِک خُدائ حساب نۀ کړى
او څوک چې په خپل ژوند کښې ټګى نۀ کړى.
اے صادقانو، مالِک خُدائ ته د خوشحالۍ سندرې ووايئ،
دا د صادقانو دپاره ښۀ دى چې د هغۀ ثناء ووائى.
هر وخت به زۀ د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم،
زۀ به په خپله ژبه ټول عمر د هغۀ ثناء صِفت کوم.
په مالِک خُدائ به زما روح فخر کوى،
بېوسه خلق دې خوشحالى کوى.
اے مالِکه خُدايه، د هغوئ مخالفت وکړه، څوک چې زما مخالفت کوى،
هغوئ سره جنګ وکړه څوک چې زما خلاف جنګ کوى.
د ګناه وهم بدکارو ته په زړۀ کښې لمسون کوى.
هغوئ بلکل د خُدائ پاک نه يره نۀ کوى.
د بدکارانو په حقله ځان مۀ پرېشانوه،
او د ګناهګارانو کارونو ته نيت مۀ بدوه.
ځکه دوئ به اوچ شى د واښو په شان،
او شى به مړاوى د بوټو شنو په شان.
اے مالِکه خُدايه، په خپل قهر کښې ما مۀ رټه
تۀ په خپله غصه کښې سزا ما ته مۀ راکوه.
ما ووئيل چې، ”زۀ به د خپل عمل خيال ساتم
نو چې په خپله ژبه ګناه ونۀ کړم،
ترڅو چې بدعمله زما د وړاندې وى
زۀ به خپله ژبه چپ ساتم.“
په صبر ما د مالِک خُدائ انتظار وکړو،
او هغۀ زما فرياد واورېدو او ما ته يې پام وکړو.
هغۀ زۀ د هلاکت د کندې نه رابهر کړم،
او د لمدو خټو نه يې راوويستم.
بختور دے هغه څوک چې د مسکينانو خيال ساتى،
کله چې دے په تکليف کښې وى مالِک خُدائ ورله خلاصون ورکوى.
څنګه چې هوسۍ د نِهر اوبو پسې تلوسه کوى،
داسې خُدايه پاکه، زړۀ مې تا پسې تلوسه کوى.
اے پاکه خُدايه، ما بېګناه وګرځوه،
د بېايمانه خلقو په خلاف زما په حق کښې فېصله واوروه،
خو تۀ ما ته د بدکارانو او ټګمارانو نه خلاصون راکوه.
اے پاکه خُدايه، مونږ په خپلو غوږونو اورېدلې دى،
زمونږ پلار نيکۀ هر هغه څۀ مونږ ته بيان کړى دى،
کوم کارونه چې تا د هغوئ په زمانه
يعنې پخوا زمانه کښې د هغوئ دپاره کړى دى.
زړۀ کښې مې وګرځېدله څۀ ښکلې شان خبره
د بادشاه په حقله زۀ وايم ښۀ غوندې سندره،
د ماهر ليکوال په شان قلم دے زما ژبه.
خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے،
په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے.
نو مونږ به نۀ يريږو کۀ په زمکه زلزله راشى،
اے ټولو خلقو لاسونه ووهئ،
او د خوشحالۍ سرود په اوچت آواز سره ووايئ.
مالِک خُدائ لوئ دے، او د ثناء صِفت لائق دے،
زمونږ د خُدائ په ښار، يعنې مقدس غر کښې.
اے قومونو تاسو ټول دا واورئ،
څوک چې په دُنيا کښې اوسېږئ ما ته غوږ ونيسئ،
خاصو او عامو، مالدارو او غريبانو واورئ،
قادر مطلق خُدائ، مالِک خُدائ د زمکې خلقو ته حُکم وکړو،
او د مشرق نه تر مغرب پورې د زمکې خلق يې راوغوښتل
د خپل رحم په مطابق دې په ما مهربان شه خُدايه،
او د خپلې ازلى مينې په وجه دې په ما رحم وکړه،
د خپل لوئ رحم په مطابق دې زما ګناهونه ختم کړه.
تۀ ولې په خپلو بدو فخر کوې زورَوره؟
ولې تۀ خبر نۀ يې چې د خُدائ مينه وى د تل دپاره؟
کم عقلان په خپل زړۀ کښې وائى چې، ”خُدائ پاک نشته.“
دوئ په بدو اخته شول او بدعمله دى،
تر دې چې يو هم نشته چې نېک وى.
په خپل نوم سره دې ما ته خلاصون راکړه خُدايه،
په خپل قدرت سره دې زما بېګناهى ثابته کړه.
اے پاکه خُدايه، واوره سوال زما،
ځان مۀ غلے کوه په سوال زارۍ زما.
اے پاکه خُدايه، په ما رحم وکړه، خلق راپسې شوى دى،
ټوله ورځ دشمنان په ما باندې سختې حملې کوى.
رحم په ما وکړه، پاکه خُدايه، رحم غواړم،
او تا له درځمه او زۀ ستا نه امان غواړم.
ستا د وزرو په سورى کښې پناه غواړم
ترڅو چې خطرناک طوفان تير شى.
بادشاهانو تاسو کله هم په رښتيا ښې فېصلې کړې دى څۀ؟
تاسو د خلقو عدالت په اِنصاف کوئ څۀ؟
ما د خپلو دشمنانو نه خلاص کړه، پاکه خُدايه،
څوک چې زما خلاف حملې کوى ما د هغوئ نه بچ کړه.
تا مونږ رد کړو او زمونږ دېوالونه دې راوغورزول اے خُدايه.
مونږ ته په قهر شوے وې خو دوباره خپل مقام واپس راکړه.
اے پاکه خُدايه، زما سوال زارى واوره،
او زما دُعا ته غوږ ونيسه.
زما ځان صرف په خُدائ پاک کښې آرام مومى،
ځکه چې زما د خلاصون مالِک هغه دے.
اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې.
د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم،
روح او زما ځان ستا تږے دے،
لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه.
اے پاکه خُدايه، زما آواز تۀ واوره،
زما ژوند د دشمنانو د يرې نه وساته.
په صيون کښې، پاکه خُدايه، تۀ د ثناء صِفت لائق يې.
منښتې به هم تا ته وړاندې کيږى
اے د ټولې دُنيا خلقو خوشحالى وکړئ.
خُدائ پاک ته د خوشحالۍ نعرې ووهئ.
خُدائ پاک دې په مونږ مهربانه شى او مونږ ته دې برکت راکړى،
او په مونږ دې د خپل مخ نُور وځلوى.
او په ټوله دُنيا کښې دې ستا لارې وپېژندلے شى،
ستا د خلاصون نه دې ټول قومونه خبر شى.
اے پاکه خُدايه، ما بچ کړه،
ځکه چې سېلاب مې تر مرۍ رارسېدلے دے.
اے پاکه خُدايه، ما بچ کړه،
ځکه چې سېلاب مې تر مرۍ رارسېدلے دے.
پاکه خُدايه، ما ته خلاصون راکړه،
مالِکه خُدايه، زر راشه، او زما مدد وکړه.
هغوئ څوک چې زما د مړ کولو کوشش کوى،
هغوئ دې شرمنده او سرګردانه شى،
زما مالِکه خُدايه ستا پناه له راغلے يم،
ما مۀ پرېږده چې په شرم وشرمېږم،
اے خُدايه پاکه، د اِنصاف دپاره بادشاه له همت ورکړه،
او د بادشاه زوئ له صداقت ورکړه.
خُدائ پاک بېشکه د بنى اِسرائيلو سره ښۀ دے،
او د چا زړونه چې صفا وى د هغوئ سره ښۀ دے.
اے خُدايه پاکه، ولې، تا مونږ د تل دپاره رد کړى يُو څۀ؟
ولې ستا غصه به د خپلې رمې په ګډو باندې وى څۀ؟
مونږ پاکه خُدايه ستا شُکر کوُو،
مونږ شُکر کوُو چې ستا نوم نزدې دے،
او خلق ستا د عجيبه کارونو په حقله خبرې کوى.