WISDOM & POETRY

Psalm 89

د ازراحى ايتان يو سرود

۱زۀ به د تل دپاره د مالِک خُدائ د ابدى مينې سندرې وايم،

او ستا د وفادارۍ په حقله به وړو او زړو ته ووايم.

۲زۀ به دا بيان کوم چې، ”ستا ابدى مينه به د تل دپاره پاتې وى،

ستا وفادارى به د آسمان په شان قائمه وى.“

۳مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ما د خپل غوره شوى خِدمتګار داؤد سره لوظ وکړو،

ما د خپل خِدمتګار داؤد سره دا قسم وکړو،

۴زۀ به ستا بچى د تل دپاره بادشاهان مقرر کړم،

زۀ به ستا تخت نسل در نسل قائم ساتم.“

۵ټول آسمانونه به ستا په لويو معجزو مالِکه خُدايه ثناء ووائى،

ستا د فرښتو جماعت به ستا وفادارى ستائى.

۶په ټولو آسمانونو کښې داسې بل څوک نشته لکه د مالِک خُدائ په شان،

په آسمانى مخلوق کښې څوک داسې نشته لکه د مالِک خُدائ په شان.

۷د فرښتو جماعت هم د خُدائ پاک نه يريږى،

او د هغۀ شان او شوکت هم د هغه چا نه زيات دے څوک چې ټول د هغۀ د تخت نه ګېرچاپېره راټول شوى دى.

۸اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه ستا نه هم څوک زورَور شته څۀ؟

تۀ په پوره ډول سره مالِکه خُدايه وفادار يې.

۹تۀ په غړمبېدونکو سمندرونو بادشاهى کوې،

او تۀ د هغوئ چپې او موجونه آراموې.

۱۰تا د سمندر بلا ووهله او هغه دې چخڼى کړه،

تا خپل دشمنان په خپلو قوى مټو سره خوارۀ وارۀ کړل.

۱۱آسمانونه ستا دى او زمکه ستا ده.

دُنيا او په دې کښې هر يو څيز تا پېدا کړے دے.

۱۲شمال دے کۀ جنوب تا پېدا کړے دے.

تبور او حرمون په خوشحالۍ سره ستا د نوم ثناء صِفت کوى.

۱۳ستا لاس کښې زور دے،

ستا لاسونه قوى دى ستا ښے لاس لوئ دے.

۱۴صداقت او عدالت ستا د تخت بنياد دے.

مينه او وفادارى ستا د وړاندې دى.

۱۵بختور دى هغوئ څوک چې ستا د خوشحالۍ آواز پېژنى او ستا ثناء صِفت کوى،

اے مالِکه خُدايه، څوک چې ستا د حضور په نُور کښې قدم اوچتوى.

۱۶دوئ ټوله ورځ ستا په نوم خوشحالى کوى،

ستا په صداقت فخر کوى.

۱۷تۀ په خپله د دوئ جلال او طاقت يې.

او تۀ په خپلې رضامندۍ سره مونږ ته طاقت راکوې.

۱۸بې‌شکه مالِک خُدائ زمونږ ډال او ساتونکے دے،

د بنى اِسرائيلو مقدس ذات زمونږ بادشاه دے.

۱۹يو ځل تا په رويا کښې خپلو وفادارو خلقو ته وفرمائيل او خبرې دې وکړې او ودې فرمائيل،

”ما يو جنګيالى ته طاقت ورکړو،

ما د خلقو نه يو ځوان سړے غوره کړو.

۲۰ما خپل خِدمتګار داؤد پېدا کړو.

ما هغه په خپلو پاکو تېلو سره غوړ کړو.

۲۱زۀ به په خپل لاس د هغۀ مدد کوم،

بې‌شکه چې زما لاس به هغۀ ته طاقت ورکړى.

۲۲د هغۀ دشمن به هغۀ ته شکست نۀ شى ورکولے،

بدکاران به هغۀ ته تکليف نۀ شى رسولے.

۲۳زۀ به د هغۀ دشمنان د دۀ په مخکښې چخڼى کړم،

زۀ به د هغۀ مخالفين سر د لاندې راګزار کړم.

۲۴زما وفادارى او ابدى مينه به د هغۀ سره وى،

او زما د نوم په وسيله به د هغۀ مقام اوچت شى.

۲۵زۀ به د هغۀ لاس تر سمندره پورې اوږد کړم،

زۀ به د هغۀ ښى لاس له په ټولو سيندونو اختيار ورکړم.

۲۶هغه به ما ته آواز وکړى چې، ”تۀ يې پلار زما،

تۀ زما خُدائ پاک او د خلاصون ګټ يې زما.“

۲۷زۀ به هم هغه خپل مشر زوئ مقرر کړم،

او هغه به په دُنيا کښې د ټولو بادشاهانو نه اوچت کړم.

۲۸زۀ به تر ابده خپله مينه د هغۀ سره ساتم،

زۀ به خپل لوظ د هغۀ سره کله هم نۀ ختموم.

۲۹زۀ به تر ابده د هغۀ نسل قائم ساتم،

ترڅو چې آسمانونه وى تر هغې به د هغۀ تخت ساتم.

۳۰کۀ چرې د هغۀ نسل زما د شريعت نه سرکشى وکړى

او زما د حُکمونو په مطابق عمل ونۀ کړى،

۳۱کۀ چرې دوئ زما قانون مات کړى

زما د حُکمونو په ساتلو کښې ناکامه شى،

۳۲نو زۀ به بيا د دوئ د ګناهونو په وجه دوئ ته په چوکې سره سزا ورکړم،

او د دوئ د ګناهونو په وجه به دوئ ته په کوړو سزا ورکړم.

۳۳خو زۀ به خپله ابدى مينه د هغۀ سره ختمه نۀ کړم،

او نۀ به کله هم ورسره بې‌وفائى وکړم.

۳۴زۀ به کله هم خپل لوظ مات نۀ کړم

او نۀ به کله هم د خپلې ژبې بيان نه واوړم.

۳۵ما يو ځل د تل دپاره په خپل پاکوالى قسم کړے دے،

زۀ به داؤد ته دروغ نۀ وايم.

۳۶د هغۀ د نسل سلسله به هيڅکله نۀ ختميږى.

زما په وړاندې به د هغۀ تخت لکه د نمر په شان قائم وى.

۳۷دا به د سپوږمۍ په شان تر ابده قائم وى،

کومه چې به په آسمان کښې د وفا ګواهى ورکوى.“

۳۸خو اوس تا خپل غوره شوى رد کړى او شړلى دى،

او خپل غوره شوى بادشاه ته ډېر په قهر شوے يې.

۳۹تا د خپل خِدمتګار سره لوظ مات کړے دے،

او تاج دې ورته په خاورو کښې لاندې غورزولے دے.

۴۰تا د هغۀ ټول دېوالونه کنډر کړى دى،

او تا يې ټولې قلعه ګانې تباه کړى دى.

۴۱خوشې لارَوو هغه تالا والا کړو،

او هغه د خپلو ګاونډيانو د خندا شولو.

۴۲تا د هغۀ د دشمنانو لاس په هغۀ اوچت کړے دے،

تا په هغۀ باندې ټول دشمنان خوشحاله کړى دى.

۴۳هغۀ له دې د تُورې خولۀ پڅه کړې ده،

او په جنګ کښې دې د هغۀ ملګرتيا کړې نۀ ده.

۴۴تا د هغۀ شان او شوکت ختم کړے دے،

او د هغۀ تخت دې زمکې ته غورزولے دے.

۴۵تا د هغۀ د ځوانۍ عُمر لنډ کړے دے،

تا هغه په شرمونو شرمولے دے.

۴۶اے مالِکه خُدايه، تر کومې پورې به داسې وى؟

آيا تۀ به تر ابده خپل ځان پټوې؟

تر کومې پورې به خپل قهر او غضب لکه د اور بلوې؟

۴۷راياد کړه تۀ چې زما ژوند به څومره لنډ وى،

مونږ ټول مخلوق دې څومره فانى پېدا کړى يُو؟

۴۸کوم انسان به د تل دپاره ژوندے وى چې مرګ به ونۀ ګورى،

او څنګه به خپل ځان د قبر د طاقت نه خلاصوى.

۴۹مالِکه خُدايه ستا پخوانۍ لويه مينه څۀ شوه،

کوم چې تا په خپله وفادارۍ کښې د داؤد سره لوظ کړے وو؟

۵۰راپه ياد کړه، مالِکه خُدايه چې ستا خِدمتګار څومره د خندا شوے وو،

او چې هغه د قومونو پيغورونه به ما څنګه په خپل زړۀ کښې برداشت کول،

۵۱په کومو پيغورونو چې مالِکه خُدايه ستا دشمنانو ما پورې وخندل،

په کومو چې دوئ په هر قدم کښې ستا د مسح شوى پورې وخندل.

۵۲ثناء صِفت دې تر ابده پورې د مالِک خُدائ وى.

آمين ثُمه آمين.