Yousafzai
GOSPEL

Luke 22

د حضرت عيسىٰ د قتل سازش

۱خو اوس د پتيرې روټۍ د اختر ورځ رانزدې شوې وه کومې ته چې د فسح اختر وئيلے شى. ۲نو په دې موقع مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو دا کوشش کولو چې څۀ داسې بهانه ولټوى چې عيسىٰ قتل کړى، ځکه چې هغوئ د خلقو نه يرېدل. ۳خو بيا شېطان په يهوداه اِسکريوتى کښې ورننوتو چې په هغه دولسو مريدانو کښې يو وو. ۴او يهوداه د مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور د آفسرانو سره مشورې له لاړو چې داسې څۀ بهانه پېدا کړى چې عيسىٰ به څنګه هغوئ ته حواله کړى. ۵هغوئ ډېر خوشحاله شول او د هغۀ سره يې د پېسو وعده وکړه. ۶نو هغه په دې کار رضا شو او بيا د داسې موقعې په تلاش کښې شو چې کله هغۀ سره نور خلق نۀ وى نو هغوئ ته به يې حواله کړى.

د فسح د اختر تيارے

۷بيا د پتيرې روټۍ ورځ راغله په کومه ورځ چې د فسح ګډورے قربانى کېدونکے وو. ۸نو عيسىٰ بيا پطروس او يوحنا د دې هداياتو سره ولېږل چې، ”لاړ شئ او زمونږ دپاره د فسح خوراک تيار کړئ چې وې خورو.“ ۹هغوئ تپوس وکړو چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“ ۱۰هغۀ جواب ورکړو چې، ”څنګه چې تاسو ښار ته ننوځئ نو تاسو به يو سړے ووينئ چې د اوبو منګے به وړى. هغه چې کوم کور ته ورننوځى نو هم هغه کور ته ورننوځئ. ۱۱او د کور خاوند ته دا پېغام ورکړئ، اُستاذ وائى چې هغه د مېلمنو کمره کومه يوه ده چرته چې به زۀ د مريدانو سره د فسح خوراک کوم؟ ۱۲نو هغه به تاسو ته يوه لويه تياره کړے شوې بالاخانه وښائى، زمونږ دپاره هلته د فسح تيارى وکړئ.“ ۱۳هغوئ لاړل او هلته يې هر څيز د هغۀ د وينا په مطابق وليدلو. هغوئ د فسح دپاره تيارے وکړو.

د عشاء ربانى مقررول

۱۴کله چې هغه وخت راورسېدو نو عيسىٰ سره د خپلو رسولانو روټۍ ته کښېناستو. ۱۵هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما دا ډېر ارمان وو چې د مصيبت زغملو نه وړاندې زۀ تاسو سره د فسح خوراک وکړم. ۱۶ځکه چې زۀ تاسو ته دا وايم چې د دې نه پس به زۀ تر هغې بيا دا روټۍ هيچرې ونۀ خورم ترڅو چې د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې د دې مقصد پوره نۀ شى.“ ۱۷بيا عيسىٰ يوه پياله راواخسته او د شُکر کولو نه پس يې وفرمائيل، ”دا واخلئ او په خپلو کښې يې تقسيم کړئ. ۱۸ځکه چې زۀ تاسو ته دا وايم چې د دې نه پس به زۀ د انګورو رس بيا تر هغې ونۀ څښم ترڅو چې د خُدائ پاک بادشاهى رانۀ شى.“ ۱۹بيا هغۀ روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ماته يې کړه او هغوئ له يې ورکړه او وې فرمائيل، ”دا زما بدن دے چې ستاسو دپاره ورکړے کيږى. زما په ياد کښې دغه شان کوئ.“ ۲۰او هم دغه شان يې د روټۍ نه پس پيالۍ واخسته او وې فرمائيل چې، ”دا پيالۍ زما په هغه وينه کښې کومه چې ستاسو دپاره توئيږى، د خُدائ پاک او انسانانو تر مينځه نوے لوظ دے. ۲۱خو ګورئ، زما د مُخبر لاس هم ما سره په دسترخوان باندې دے. ۲۲ځکه چې اِبن آدم څنګه چې مقرر شوے دے، هغه شان به مرګ ته ورځى، خو افسوس په هغه سړى دے چې په اِبن آدم مُخبرى کوى.“ ۲۳په دې خبره هغوئ په خپلو کښې په بحث شُو چې په مونږ کښې به دا کار څوک کوى.

د لويوالى په حقله بحث کول

۲۴بيا د هغوئ په مينځ کښې دا بحث شروع شو چې په دوئ کښې به د ټولو نه لوئ څوک وى. ۲۵خو عيسىٰ وفرمائيل چې، ”د قومونو بادشاهان په خپلو خلقو حکومت کوى او څوک چې پرې اختيار لرى هغوئ ته د خلقو خير خواه وئيلے کيږى. ۲۶خو په تاسو کښې دې داسې نۀ وى. په تاسو کښې دې د ټولو نه مشر ځان د ټولو نه کشر ګڼى او ستاسو مشر دې لکه ستاسو د خادِم په شان وى. ۲۷نو په دوئ کښې څوک لوئ دے؟ هغه څوک چې روټۍ ته ناست وى او کۀ هغه څوک چې خِدمت کوى؟ يقيناً هغه څوک چې روټۍ ته ناست وى. خو زۀ دلته ستاسو په مينځ کښې د خِدمتګار په شان يم. ۲۸تاسو هغه خلق يئ چې زما په آزمېښتونو کښې ما سره ولاړ وئ. ۲۹او اوس زۀ هغه بادشاهى تاسو له درکوم کومه چې زما پلار ما له راکړې ده. ۳۰نو تاسو به زما په بادشاهۍ کښې زما په دسترخوان خوړل څښل کوئ، او په تختونو به د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو د فېصلو دپاره کښېنئ.

د حضرت عيسىٰ د پطروس د اِنکار پېشګوئې کول

۳۱شمعونه، اے شمعونه، وګوره، خبردار شه. شېطان غواړى چې هغه تاسو لکه د غنمو د دانو وڅنډى. ۳۲خو ما ستا دپاره دا دُعا کړې ده چې ستا ايمان لاړ نۀ شى او کله چې تۀ ما ته راوګرځې نو تۀ خپل وروڼه مضبوط کړه.“ ۳۳پطروس جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ تا سره جيل او مرګ ته هم تيار يم.“ ۳۴عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”پطروسه، زۀ تا ته وايم چې نن شپه به چرګ تر هغې بانګ ونۀ وائى ترڅو چې تۀ زما د پېژندګلو نه درې ځله اِنکارى نۀ شې.“

په خُدائ پاک باندې توکل کول

۳۵عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”کله چې ما تاسو بې‌پېسو، بې‌بټوې او بې‌پيزاره تش لاس لېږلى وئ، ولې تاسو د څۀ څيز حاجتمند شوئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.“ ۳۶عيسىٰ وفرمائيل چې، ”اوس د چا سره چې بټوې وى، هغه دې د ځان سره واخلى او خپلې کڅوړې دې هم ورسره وى، او کۀ تُوره ورسره نۀ وى، نو هغه دې خپله چُوغه خرڅه کړى خو تُوره دې واخلى. ۳۷ځکه چې صحيفې فرمائى چې، ”هغه په باغيانو کښې حساب کړے شو،“ او دا الفاظ به ضرور زما په حقله پوره کيږى، بې‌شکه هر څۀ چې زما په حقله ليکلے شوى دى، هغه به پوره کيږى.“ ۳۸هغوئ ووئيل، ”وګوره مالِکه، مونږ سره دا دوه تُورې دى.“ هغۀ وفرمائيل، ”دا کافى دى.“

د زيتُونو په غر د حضرت عيسىٰ دُعا

۳۹بيا عيسىٰ بهر ووتو او د خپل دستور په مطابق د زيتُونو غر ته لاړو او مريدان هم ورسره وُو. ۴۰هر کله چې هغه هغه ځائ ته ورسېدو نو هغوئ ته يې وفرمائيل، ”دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ.“ ۴۱هغه په خپله د هغوئ نه يو څو قدمه وړاندې لاړو، په ګوډو شو او دُعا يې شروع کړه، ۴۲”اے پلاره، کۀ دا چرې ستا رضا وى نو دا پياله زما نه اخوا کړه. زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“ ۴۳بيا يوه فرښته د آسمان نه راغله چې هغه مضبوط کړى. ۴۴او په سخته پرېشانۍ کښې يې لا نوره هم په جوش سره دُعا وکړه او د هغۀ خوله لکه د وينو د څاڅکو په شان په زمکه څڅېدله. ۴۵کله چې عيسىٰ د دُعا نه پاڅېدو او خپلو مريدانو له راغلو نو هغوئ يې غم زپلى اودۀ وموندل. ۴۶هغوئ ته يې وفرمائيل، ”دا تاسو ولې اودۀ يئ؟ پاڅئ او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ.“

د حضرت عيسىٰ مُخبرى کول او د هغۀ ګرفتارول

۴۷خو چې عيسىٰ لا دا خبرې کولې نو ډېر خلق راغلل، او يهوداه نومې سړے څوک چې د دولسو مريدانو نه يو وو، د هغوئ نه مخکښې وو. هغه عيسىٰ له راغلو چې ښکل يې کړى. ۴۸خو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”يهوداه، تۀ د اِبن آدم مُخبرى په ښُکلولو کوې څۀ؟“ ۴۹کله چې د عيسىٰ ملګرو دا وليدل چې څۀ کيږى نو هغوئ ووئيل، ”مالِکه، مونږ د خپلو تُورو نه کار واخلو څۀ؟“ ۵۰او په هغوئ کښې يو د مشر اِمام په نوکر ګزار وکړو او د هغۀ ښے غوږ يې پرې کړو. ۵۱خو عيسىٰ جواب ورکړو، ”بس مۀ کوئ.“ بيا هغۀ د هغه سړى په غوږ لاس کېښودو او روغ يې کړو. ۵۲بيا عيسىٰ مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور حفاظت کوونکو آفسرانو او مشرانو ته کوم چې د هغۀ نيولو له راغلى وُو وفرمائيل، ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې تُورو او کوتکو سره زما نيولو له راغلى يئ؟ ۵۳زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم نو تاسو ما ته لاس وانۀ چولو خو اوس دا ستاسو دپاره موقع ده او د تورې تيارې اختيار.“

د حضرت عيسىٰ نه د پطروس اِنکار

۵۴بيا يې عيسىٰ ګرفتار کړو او د مشر اِمام کور ته يې بوتلو او پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو. ۵۵کله چې هغوئ د صحن په مينځ کښې اور بل کړو او ګېرچاپېره ترې کښېناستل نو پطروس هم د هغوئ په مينځ کښې کښېناستو. ۵۶نو بيا يوې وينځې چې د اور په رڼا کښې هغه وليدو نو ورته يې نېغ وکتل او وې وئيل، ”دا سړے خو هم ورسره وو.“ ۵۷خو پطروس د دې نه اِنکار وکړو. هغۀ ووئيل، ”اے ښځې، زۀ يې څۀ پېژنم؟“ ۵۸لږه شېبه وروستو بل چا وليدو او وې وئيل چې، ”تۀ خو هم په هغوئ کښې يو يې.“ خو پطروس ووئيل چې، ”نۀ، زۀ هغه نۀ يم.“ ۵۹يوه ګينټه به تيره وه چې يو بل تن نور هم په کلکه ووئيل چې، ”بې‌شکه، دا سړے هم ورسره وو ځکه چې دے هم ګليلى دے.“ ۶۰خو پطروس ووئيل، ”سړيه، زۀ خبر نۀ يم چې دا تۀ لا څۀ وائې.“ په هغه ساعت چې هغۀ لا خبرې کولې نو چرګ بانګ ووئيلو. ۶۱بيا مالِک پطروس ته وکتل او پطروس ته د مالِک خبرې رايادې شوې چې ورته يې فرمائيلى وُو، ”نن هم په دې شپه د چرګ د بانګ وئيلو نه مخکښې به تۀ درې ځله زما نه اِنکارى شې.“ ۶۲نو هغه بهر ووتو او په چغو چغو يې وژړل.

د حضرت عيسىٰ سپکاوے او وهل

۶۳کومو خلقو چې د عيسىٰ څوکيدارى کوله، هغوئ ورپورې ټوقې وکړلې او وې وهلو. ۶۴سترګې يې ورله وتړلې او د هغۀ نه يې بار بار دا تپوسونه کول، ”کۀ تۀ نبى يې نو مونږ ته دا ووايه چې تۀ چا ووهلې.“ ۶۵او دغه شان هغوئ د هغۀ نور ډېر سپکاوے هم کولو.

حضرت عيسىٰ د جرګې په وړاندې

۶۶چې ورځ شوه نو اولسى مشران، مشران اِمامان او د شرعې عالمان راټول شول او عيسىٰ يې د خپلې جرګې وړاندې پېش کړو. ۶۷هغوئ ووئيل، ”مونږ ته ووايه چې تۀ په رښتيا مسيح يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”کۀ زۀ درته وايم نو تاسو به په ما يقين ونۀ کړئ. ۶۸او کۀ زۀ درنه تپوس وکړم نو تاسو به جواب رانۀ کړئ. ۶۹خو د دې نه پس به اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست وى.“ ۷۰هغوئ ټولو ووئيل، ”نو بيا تۀ د خُدائ پاک زوئ يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”دا تاسو وايئ چې زۀ يم.“ ۷۱بيا هغوئ ووئيل، ”ولې د دې نه پس مونږ ته د نورې ګواهۍ حاجت شته څۀ؟ مونږ د دۀ د خپلې خولې نه په خپله دا خبره واورېده.“