Yousafzai
HISTORY

2 Chronicles 31

د حزقياه د مذهبى ژوند اصلاح کول

۱د اختر د ختمېدو نه پس، ټول اِسرائيليان د يهوداه هر يو ښار ته لاړل، او د کاڼو ستنې يې ماتې کړې، د اشيرې بُت نښې يې راوغورزولې او قربان‌ګاه او علاقائى عبادتخانې يې تباه کړې. هغوئ په باقى ټوله يهوداه کښې، د بنيامين، اِفرائيم او منسى په علاقو کښې هم دغه شان وکړل، بيا هغوئ ټول کورونو ته راواپس شول. ۲حزقياه بادشاه د اِمامانو او ليويانو تنظيم هم بيا جوړ کړو، چې د هغې لاندې هر يو خپلې خاص ذمه وارۍ لرلې. په دې کښې د سوزېدونکو نذرانو او د سلامتۍ د نذرانو پېش کول، او د مالِک خُدائ د کور په دروازو کښې ثناء صِفت کول او شُکر ادا کول هم شامل وُو. ۳هر سحر او هر ماښام به هغۀ د خپلو رَمو او څاروو نه د سوزېدونکې نذرانو دپاره ځناور ورکول او دا ځناور به د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اختر کښې او چې په نورو اخترونو کښې پېش کېدل، کوم چې د مالِک خُدائ په قانون کښې ليکلے شوى وُو. ۴د دې نه علاوه، بادشاه د يروشلم خلقو ته وفرمائيل چې هغه نذرانې راوړى چې دا اِمامانو او ليويانو حق جوړېدو، نو چې داسې هغوئ هر وخت د مالِک خُدائ قانون ته وقف وى. ۵چې اِسرائيليانو څنګه دا حُکم واورېدو نو هغوئ د خپلو وړومبو غلو، ميو، د زيتُونو تېلو، شاتو او د نور پېداوار تُحفې راوړې او چې هغوئ څۀ هم لرل د هغې لسمه برخه يې هم راوړه. ۶کوم خلق چې د يهوداه په ښارونو کښې اوسېدل نو هغوئ ټولو د خپلو څاروو او ګډو، لسمه حِصه راوړه او هغوئ ډېرې زياتې تُحفې هم راوړې، چې هغه يې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته وقف کړې. ۷په درېمه مياشت کښې د تُحفو راتلل شروع شول او تر ورپسې څلورو مياشتو پورې د دې نه ډېرى جوړېدل شروع وُو. ۸کله چې حزقياه بادشاه او د هغۀ آفسران راغلل او دا لوئ ډېرى يې وليدل، نو هغوئ د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړو او د خپلو اِسرائيليانو صِفت يې هم وکړو. ۹بادشاه د اِمامانو او ليويانو سره د دې تُحفو په حقله خبره وکړه، ۱۰او د صدوق د اولاد يو کس، مشر اِمام عزرياه هغۀ ته ووئيل، ”خلقو خپلې تُحفې د مالِک خُدائ کور ته راوړل شروع کړى دى، نو په دې وجه دا د خوراک دپاره کافى دى او د دې نه علاوه دا ډېر زيات هم دى. دا هر څۀ مونږ سره ځکه زيات پاتې شوى دى چې مالِک خُدائ خپلو خلقو له برکت ورکړے دے.“ ۱۱د بادشاه په حُکم هغوئ د مالِک خُدائ په کور کښې ګودامونه جوړ کړل ۱۲او ټولې تُحفې او لسمې حِصې يې د امانت په توګه کېښودې. هغوئ يو ليوى مشر مقرر کړو چې نوم يې کنعنياه وو او د هغۀ ورور سِمعى يې د هغۀ مددګار جوړ کړو. ۱۳دې لسو ليويانو ته د هغوئ د اختيار لاندې کار کول حواله شوے وو: يحى‌ايل، عززياه، نحت، عساهيل، يريموت، يوزبد، اِلى‌ايل، اِسماکياه، محت، او بناياه. دا هر څۀ د حزقياه بادشاه او د مشر اِمام عزرياه د اختيار لاندې شوى وُو. ۱۴يو ليوى، د يمنه زوئ قورې څوک چې د مالِک خُدائ د کور د نمرخاتۀ طرف ته دروازې مشر څوکيدار وو، هغه د هغه تُحفو د وصولولو او د تقسيمولو مشر وو چې کومې مالِک خُدائ ته پېش کېدلې. ۱۵په هغه نورو ښارونو کښې چې چرته اِمامان اوسېدل، په دې کار کښې په وفادارۍ سره دې ليويانو د هغۀ مدد کولو: عدن، مينامين، يشوَع، سمعياه، امرياه او سکانياه. هغوئ په خپلو ليويانو باندې خوراک په وړو او غټو يو شان تقسيمولو هم هغه شان چې څنګه د هغوئ ذمه وارى وه، ۱۶خو دا تقسيم د ډلو په مطابق نۀ وو. هغوئ هغه ټولو سړو له يوه برخه ورکوله چې د هغوئ عُمر درې کاله يا د دې نه زيات وو د کومو چې د خپلو عُهدو په مطابق د مالِک خُدائ په کور کښې د هرې ورځې ذمه وارۍ لرلې. ۱۷اِمامانو ته د ډلو په مطابق ذمه وارۍ حواله شوې وې او هغه ليويانو ته د کار د ډلو په مطابق ذمه وارۍ حواله شوې وې چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو. ۱۸د خپلو ښځو، بچو او خپلو نورو کشرانو سره د هغوئ ټولو نومونه ليکلے شوى وُو، ځکه چې هغوئ ته وئيلى شوى وُو چې هغوئ دې د خپلو مقدسو ذمه وارو ادا کولو دپاره هر وخت تيار اوسيږى. ۱۹کوم اِمامان چې په هغه ښارونو کښې اوسېدل چې د هارون اولاد ته حواله شوى وُو، يا چې د څرن په هغه زمکو کښې اوسېدل چې د دې ښارونو وې، نو هلته يو څو ذمه وار سړى داسې وُو چې هغوئ به د اِمامانو په کورَنو کښې په ټولو ناريناؤ باندې خوراک تقسيمولو او په هغه هر چا باندې يې هم خوراک تقسيمولو چې د چا نومونه د ليويانو په ډلو کښې ليکلے شوى وُو. ۲۰په ټوله يهوداه کښې، حزقياه بادشاه هغه څۀ کول چې څۀ صحيح وُو او چې په څۀ باندې مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک رضا کېدو. ۲۱هغۀ د مالِک خُدائ د کور دپاره او د شريعت منلو دپاره چې هر څۀ هم کړى وُو، دا يې د زړۀ د اخلاصه کړى وُو او د خُدائ پاک طلبګار وو نو په دې وجه هغه کامياب وو.