Yousafzai
HISTORY

Acts 22

د ګڼې په وړاندې د پولوس رسول صفائى پېش کول

۱”اے مشرانو او کشرانو، غوږ شئ. زۀ اوس ستاسو په وړاندې خپله صفائى بيانوم.“ ۲هر کله چې هغوئ په عبرانۍ ژبه کښې د هغۀ خطاب واورېدو نو هغوئ ورته نور ښۀ خاموش شول. بيا هغۀ ووئيل، ۳”زۀ يهودى يم، د کلکيه په ترسس ښار کښې پېدا شوے وم، او زۀ دلته په دې ښار کښې لوئ شوے يم او د ګملى‌ايل په شاګردۍ کښې مې د خپلو مشرانو د سخت شريعت تعليم حاصل کړو، زۀ هم لکه ستاسو په شان د خُدائ پاک په خِدمت کښې سرګرم وم لکه څنګه چې نن تاسو ټول يئ. ۴او د دې لارې منونکى به ما تر مرګ پورې زورول، ښځې او سړى به مې دواړه ګرفتارول او په قېدخانه کښې به مې بندول. ۵زما په باب کښې مشر اِمام او ټول اولسى مشران ګواهان دى. هغوئ ما ته په دمشق کښې خپلو يهودى وروڼو ته خطونه راکړى وُو او زۀ دمشق ته هم دې دپاره تلے وم چې د هغه ځائ خلق ګرفتار کړم او د سزا دپاره يې دلته يروشلم ته راولم. ۶کله چې زۀ په لار دمشق ته ورنزدې شوم، د غرمې وخت وو چې ناڅاپى له آسمان نه يوه لويه شُغله له ما نه ګېرچاپېره وځلېده. ۷زۀ په زمکه راپرېوتلم او ما يو آواز واورېدو چې ما ته يې وئيل چې ساؤله، ساؤله، تۀ ما ولې زوروې؟ ۸ما جواب ورکړو چې مالِکه، تۀ څوک يې؟ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، زۀ عيسىٰ ناصرى يم چې تۀ يې زوروې. ۹زما ملګرو هغه رڼا وليدله خو د هغۀ آواز يې وانۀ ورېدو چا چې ما سره خبرې کولې. ۱۰نو ما ورته ووئيل چې مالِکه، زۀ څۀ وکړم؟ مالِک جواب راکړو چې پاڅه. او دمشق ته لاړ شه او هلته به تا ته ټول کارونه ووئيلے شى، کوم چې ستا دپاره مقرر شوى دى. ۱۱هر کله چې زۀ د رڼا شُغلې ړوند کړم نو زما ملګرو زۀ د لاسه ونيولم او دمشق ته يې بوتلم. ۱۲هلته حنانياس نومې يو سړے وو چې په شريعت ټينګ ولاړ وو او د هغه ځائ په اوسېدونکو ټولو يهوديانو کښې ښۀ نېک نام وو. ۱۳هغه ما ته راغلو، ما سره خوا کښې ودرېدلو او راته يې ووئيل چې، اے ساؤله وروره، سترګې وغړوه. او هم هغه ساعت زۀ بينا شولم او هغه مې وليدلو. ۱۴هغۀ بيا ووئيل چې زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک تۀ دې دپاره غوره کړې چې د هغۀ مرضى وپېژنې او د هغۀ صادق خادِم ووينې او د هغۀ آواز واورې. ۱۵ځکه چې تۀ به ټولې دُنيا ته د هغۀ ګواهى کوې چې څۀ دې ليدلى او اورېدلى دى. ۱۶نو اوس تۀ ولې سستى کوې؟ پاڅه بپتسمه واخله او د هغۀ د نوم په يادولو خپل ګناهونه پاک کړه. ۱۷کله چې زۀ يروشلم ته واپس راغلم او ما د خُدائ په کور کښې دُعا کوله نو زۀ بې‌خوده شوم. ۱۸او عيسىٰ مې وليدو چې ما ته فرمائى چې زر کوه او سمدستى د يروشلم نه اوځه، ځکه چې دوئ به زما په حقله ستا ګواهى قبوله نۀ کړى. ۱۹ما ورته ووئيل چې مالِکه هغوئ ته دا معلومه ده چې په هره عبادتخانه کښې به ما هغوئ نيول او په کوړو به مې وهل د چا به چې په تا ايمان وو. ۲۰او کله چې ستا د ګواه ستِفانوس وينه توئ شوله نو زۀ په خپله هلته موجود وم او پرې راضى وم او د هغوئ د جامو څوکۍ مې کوله چا چې هغه مړ کړو. ۲۱بيا هغۀ ما ته ووئيل، لاړ شه، ځکه چې زۀ تا لرې لرې غېر يهودى قومونو ته لېږم.“

پولوس رسول او رومى کمان آفسر

۲۲تر دې خبرو پورې هغوئ هغۀ ته غوږ نيولے وو، خو بيا هغوئ چغې کړې، ”د داسې سړى مخ دې ورک شى، دا د پرېښودو قابل نۀ دے.“ ۲۳او هغوئ لا نورې چغې کړې، خپلې جامې يې وشلولې او خاورې يې بره نوستلې. ۲۴نو کمان آفسر حُکم وکړو چې، ”پولوس قلعې ته واپس بوځئ،“ او هدايت يې ورکړو چې، ”په کوړو وهلو ترې بيان واخلئ او دا وجه ترې معلومه کړئ چې د هغۀ خلاف دا هنګامه ولې راپورته شوې ده.“ ۲۵خو کله چې هغوئ هغه د وهلو دپاره وتړلو نو پولوس هلته ولاړ صوبه دار ته ووئيل چې، ”ولې دا ستا دپاره جائز دى چې تۀ يو مقامى رومى په کوړو وهې چې جرم پرې ثابت نۀ وى؟“ ۲۶کله چې صوبه دار دا واورېدل نو هغه کمان آفسر ته ورغلو او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”تۀ څۀ کول غواړې؟ دا سړے خو مقامى رومى دے.“ ۲۷کمان آفسر پولوس له راغلو او تپوس يې ترې وکړو، ”ما ته ووايه چې تۀ رښتيا مقامى رومى يې څۀ؟“ او هغۀ ووئيل چې، ”آو.“ ۲۸کمان آفسر ورته ووئيل چې، ”ما خو په لوئ قيمت دا مقامى حق اخستے دے.“ پولوس ورته ووئيل ”خو دا زما قومى حق دے.“ ۲۹نو سمدستى هغه څوک چې د هغۀ نه تفتيش کوونکى وُو د هغۀ نه وروستو شول، او کمان آفسر هم وويرېدو ځکه چې هغۀ ته پته ولګېده چې پولوس مقامى رومى دے او هغۀ تړلے دے. ۳۰په بله ورځ کمان آفسر غوښتل چې صحيح معلومات تر لاسه کړى چې يهوديانو ولې په پولوس اِلزام ولګولو. هغۀ پولوس آزاد کړو او مشرانو اِمامانو او ټولې اولسى جرګې ته يې حُکم ورکړو چې، ”راټول شئ،“ بيا هغۀ پولوس ښکته راوستلو او د هغوئ په وړاندې يې ودرولو.