Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 21

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

د کاميابۍ دپاره د مالِک خُدائ ثناء

۱مالِکه خُدايه، بادشاه ستا په طاقت څنګه خوشحالى کوى.

ځکه چې هغه ستا په فتح ورکولو څومره لويه خوشحالى کوى.

۲تا دے ورکړے د هغۀ د زړۀ ارمان

تا نۀ دے رد کړے د هغۀ د خولې بيان.

۳تا هغه په ډېرو کاميابو او برکتونو معمور کړے دے

تاج دې د خالص سرو زرو ورپه سر کړے دے.

۴چې د ژوند سوال يې له تا کړے دے نو تا يې سوال قبول کړے دے

نو د تل دپاره تا د هغۀ ژوند اوږد کړے دے.

۵ستا په خلاصون او مدد هغۀ وموندو عزت،

تا هغۀ له ورکړو شُهرت، شان او شوکت.

۶هغۀ له دې ورکړے برکت نۀ ختمېدونکے

ورکړے خپل ديدار دې ورته زړۀ خوشحالوونکے.

۷ځکه چې بادشاه په مالِک خُدائ باندې ايمان لرى،

د خُدائ تعالىٰ په مينه هغه به تل د تيندکونو نه بچ وى.

۸نو تۀ به خپل ټول دشمنان راګېر کړې،

څوک چې درنه نفرت کوى نو هغه هر يو به په خپل ښى لاس راګېر کړې.

۹کله چې تۀ راښکاره شې په هغوئ به د بټۍ په شان اور بل کړې.

مالِکه خُدايه ستا د غضب اور به دوئ تير کړى او ستا اور به يې تباه کړى.

۱۰تۀ به د هغوئ اولاد د زمکې نه جارُو کړې،

تۀ به هغوئ له نسل ورنۀ کړې.

۱۱کۀ څۀ هم بدې ارادې لرى تا ته او نېتُونه يې خراب شى

خو کاميابه به هيڅکله د هغوئ منصوبې نۀ شى.

۱۲تۀ به کړې هغوئ دې ته جوړ چې په شا شى

دوئ چې کله ستا د ليندې غشو ته مخامخ شى.

۱۳راپاڅه اے مالِکه خُدايه، په خپل ټول قدرت،

مونږ به ووايو سندرې او ثناء ستا د زور او طاقت.