Yousafzai
HISTORY

Acts 7

جرګې ته د ستِفانوس بيان

۱نو بيا مشر اِمام د ستِفانوس نه تپوس وکړو چې، ”دا اِلزامونه رښتيا دى څۀ؟“

۲نو ستِفانوس جواب ورکړو، ”اے وروڼو، او اے مشرانو، زما خبره واورئ. د جلال مالِک خُدائ زمونږ نيکۀ اِبراهيم ته حاران ته د تلو نه مخکښې ښکاره شو چې هغه لا د مسوپتاميه په مُلک کښې وو. ۳خُدائ پاک ورته وفرمائيل چې، ”خپل وطن او خپل خپلوان پرېږده او هغه مُلک ته لاړ شه چې زۀ يې درته ښايم.“ ۴بيا هغه د کلدانيانو د مُلک نه ووتو او په حاران کښې دېره شو. د هغۀ د پلار د مرګ نه پس خُدائ پاک هغه دې مُلک ته راوستو چرته چې اوس تاسو اوسېږئ. ۵خو خُدائ پاک ورته يو ګز قدرې زمکه هم د وراثت په طور ورنۀ کړه، خو خُدائ پاک ورسره دا وعده وکړه چې دا به دۀ ته او د دۀ نه پس د دۀ اولاد ته د وراثت په طور ورکړى، اګر چې هغه وخت د اِبراهيم اولاد نۀ وو. ۶خُدائ پاک ورته هم داسې وفرمائيل چې، ”ستا اولاد به په پردى مُلک کښې مسافر شى، او هغوئ به غلامان شى او څلور سوه کاله به پرې ظلم کيږى.“ ۷خو خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”زۀ به هغه قوم له سزا ورکړم چې دوئ يې د غلامانو په طور خِدمت کړے دے او د دې نه پس به هغوئ د هغه مُلک نه راوځى، او په دې ځائ کښې به زما عبادت وکړى.“ ۸نو بيا خُدائ پاک اِبراهيم ته د سنت کېدو وعده ورکړه. او د اِبراهيم نه اِسحاق پېدا شو او هغه يې د پېدايښت نه پس په اتمه ورځ سنت کړو. وروستو د اِسحاق نه يعقوب پېدا شو، او د يعقوب نه دولس زامن وشو چې وروستو د دولسو قبيلو مشران شول. ۹ځکه چې مشرانو وروڼو د يوسف سره کينه کوله، نو هغوئ هغه د غلام په طور په مِصر کښې خرڅ کړو. خو خُدائ پاک د هغۀ مل وو، ۱۰او هغه يې د خپلو ټولو تکليفونو نه بچ کړو. او خُدائ پاک هغۀ ته داسې فضل او حِکمت ورکړو چې د مِصر د بادشاه فِرعون په وړاندې مقبول شو، نو هغوئ هغه د ټول مِصر او خپل محل حاکِم مقرر کړو. ۱۱بيا په ټول مِصر او کنعان کښې قحط راغلو او سخته تنګسيا راغله او زمونږ د پلار نيکونو سره د خوراک دپاره هيڅ څيز نۀ وو. ۱۲خو کله چې يعقوب واورېدل چې هلته په مِصر کښې غله شته نو هغۀ زمونږ پلار نيکونه په اول ځل هلته ولېږل. ۱۳په دوباره تللو يوسف خپلو وروڼو ته خپل ځان څرګند کړو او فِرعون ته د يوسف د خاندان په حقله پته ولګېده. ۱۴د دې نه وروستو يوسف خپل پلار يعقوب او خپلو ټولو رشته‌دارانو ته چې په شمېر کښې ټول پينځۀ اويا کسان وُو، مِصر ته د راتلو بلنه ورکړله. ۱۵نو يعقوب مِصر ته لاړو، هم هلته زمونږ د پلار نيکونو سره وفات شو. ۱۶د هغوئ لاشونه واپس شِکم ته راوړلے شول او په هغه قبرستان کښې ښخ کړے شول، کوم چې اِبراهيم د بنى همور نه په شِکم کښې په بيعه اخستے وو. ۱۷خو چې د اِبراهيم سره د خُدائ پاک د خپلې وعدې د پوره کېدو وخت رانزدې شو نو په مِصر کښې زمونږ د قوم شمېر ډېر زيات شوے وو. ۱۸بيا دا چې په مِصر کښې يو بل بادشاه په تخت کښېناستو څوک چې د يوسف نه ناخبره وو. ۱۹هغۀ زمونږ د قوم سره ټګى وکړه او زمونږ پلار نيکونه يې په ظلم دې ته مجبوره کړل چې هغوئ خپل د پيو ماشومان بهر وغورزوى چې مړۀ شى. ۲۰هم په دغه وخت موسىٰ پېدا شو. او هغه د خُدائ پاک نيازبين وو او تر درېو مياشتو پورې هغه د خپل پلار په کور کښې وساتلے شو. ۲۱او کله چې هغه بهر وغورزولے شو نو د فِرعون لور په خپله هغه راوچت کړو او د خپل زوئ په شان يې لوئ کړو. ۲۲نو موسىٰ د مِصريانو د ټول حکمت او پوهې تعليم حاصل کړو او هغه په کارونو او کلام کښې ښۀ قابل شو. ۲۳کله چې هغه د څلوېښتو کالو شو، نو د هغۀ په زړۀ کښې دا خيال راغلو چې هغه د خپلو رشته‌دارو بنى اِسرائيلو سره مِلاوېدو له لاړ شى. ۲۴هغۀ وکتل چې يو مِصرى د يو بنى اِسرائيلى سره ظلم کولو نو موسىٰ د هغۀ د مدد دپاره په منډه ورغلو او د هغۀ بدل يې ترې واخستو او مړ يې کړو. ۲۵د موسىٰ خيال وو چې د دۀ خپل خلق به پوهه شى چې خُدائ پاک هغه د دوئ د خلاصون دپاره استعمالوى، خو هغوئ پوهه نۀ شول. ۲۶بله ورځ موسىٰ دوه کسان وليدل چې په جنګ وو، هغۀ د هغوئ د جګړې د ختمولو کوشش وکړو. موسىٰ ورته ووئيل چې، ”دا ولې؟ تاسو خو وروڼه يئ، نو تاسو ولې يو بل وهئ؟“ ۲۷خو کوم سړى چې د هغه بل سره ظلم کولو موسىٰ له يې ديکه ورکړه او وې وئيل چې، ”تۀ چا په مونږ حاکِم او منصف جوړ کړے يې؟ ۲۸ولې تۀ ما هم لکه د پرونى مِصرى په شان وژل غواړې څۀ؟“ ۲۹کله چې موسىٰ دا واورېدل نو ميديان ته وتښتېدو او هغه هلته د مسافرو غوندې اوسېدو او هم هلته خُدائ پاک دوه زامن ورکړل. ۳۰د څلوېښت کاله تېرېدو نه وروستو يوه فرښته د سينا غرۀ سره نزدې په صحرا کښې د سوزېدونکى بوټى په لمبو کښې موسىٰ ته راښکاره شوه. ۳۱کله چې هغۀ دا وليدل نو هغه په دې ليدو حېران شو. او څنګه چې هغه د نزدې ليدلو دپاره ورغلو نو هغۀ د مالِک آواز واورېدو چې، ۳۲”زۀ ستا د پلار نيکونو خُدائ پاک يم، د اِبراهيم او د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ او موسىٰ د يرې نه په رپېدو شو او ورته يې د کتلو جرأت نۀ شو کولے. ۳۳بيا مالِک خُدائ ورته وفرمائيل ”نور نزدې مۀ راځه. پېزار وباسه، ځکه چې تۀ په پاکه زمکه ولاړ يې. ۳۴ما وليدل چې زما د خلقو سره په مِصر کښې څومره ظلم کيږى، ما د هغوئ فرياد اورېدلے دے او زۀ راغلم چې هغوئ له خلاصون ورکړم. اوس راځه چې زۀ تا واپس مِصر ته ولېږم.“ ۳۵دا هغه موسىٰ دے چې هغوئ په دې ټکو رد کړے وو چې تۀ چا زمونږ حاکِم او منصف جوړ کړے يې؟ د هغه فرښتې په وسيله چې هغۀ ته په بوټى کښې ښکاره شوې وه هم هغه خُدائ پاک په خپله موسىٰ د هغوئ د حاکِم او خلاصوونکى په توګه راولېږلو. ۳۶هغۀ هغوئ د مِصر نه وويستل او بيا يې په مِصر او بحرِقُلزم او په صحرا کښې تر څلوېښتو کالو پورې ډېر عجيبه کارونه او معجزې وښودلې. ۳۷دا هغه موسىٰ دے چې بنى اِسرائيلو ته يې وفرمائيل، ”خو خُدائ پاک به تاسو ته زما په شان يو پېغمبر راولېږى چې هغه به ستاسو د خپلو خلقو نه وى.“ ۳۸موسىٰ په صحرا کښې زمونږ د پلار نيکونو سره په يوه غونډه کښې وو چې په هم هغه وخت هغه فرښتې ورسره خبرې کولې چې د سينا په غرۀ کښې دۀ سره وه هغې مونږ ته د رارسولو دپاره هغۀ ته ژوندے کلام ورکړو. ۳۹خو زمونږ پلار نيکونو د هغۀ مشرى ونۀ منله. هغوئ هغه رد کړو او د هغوئ زړۀ وو چې مِصر ته واپس لاړ شى. ۴۰هغوئ هارون ته ووئيل چې، ”مونږ له داسې معبودان جوړ کړه چې زمونږ لارښودنه کوى. ځکه کوم موسىٰ چې مونږ د مِصر نه راوويستلو، مونږ ته دا پته نشته چې په هغۀ څۀ چل وشو.“ ۴۱نو هغه وخت هغوئ د سخى په شکل يو بُت جوړ کړو او هغه بُت ته يې قربانى وکړه او په خپلو لاسونو جوړ شوى څيز ته يې خوشحالى کوله. ۴۲خو په داسې کولو خُدائ پاک د هغوئ نه نارضا شو او هغوئ يې پرېښودل چې د آسمان د ستورو عبادت وکړى لکه څنګه چې د نبيانو په کِتاب کښې ليکلى دى چې، ”اے بنى اِسرائيلو کله چې تاسو د څلوېښتو کالو دپاره په بيابان کښې وئ نو ما ته مو کله قربانۍ او نذرانې راوړى دى څۀ؟ ۴۳خو تاسو خپل ځان سره نور معبودان د مولک زيارت او د رفان خُدائ ستورى او تصويرونه د عبادت کولو دپاره يوړل، نو په دې وجه به زۀ تاسو د بابل نه بل خوا جلاوطن کړم.“ ۴۴زمونږ د پلار نيکونو سره په صحرا کښې د ګواهۍ خېمه وه، او موسىٰ دا د خُدائ پاک په حکم د هغه نقشې په مطابق جوړه کړه کومه چې هغۀ ته ښودلے شوې وه. ۴۵زمونږ پلار نيکونو د يشوَع سره هغه خېمه راوړه، کله چې هغوئ د هغه قومونو په مُلک قبضه وکړه کوم چې خُدائ پاک د هغوئ نه مخکښې وويستل. دا خېمه په هغه مُلک کښې د داؤد تر وخته پورې وه. ۴۶د داؤد نه خُدائ رضا وو او هغۀ د خُدائ نه دا سوال وکړو چې ما ته د يعقوب د خُدائ پاک د دائمى اوسېدو دپاره ځائ راکړه. ۴۷خو د دې باوجود سليمان د هغۀ دپاره کور جوړ کړو. ۴۸اګر کۀ خُدائ تعالىٰ د انسان په لاس جوړ شوې کور کښې نۀ اوسى، لکه څنګه چې نبى اِشاره کړې ده، ۴۹مالِک خُدائ فرمائى چې ”آسمان زما تخت دے او زمکه زما د پښو چوکۍ ده. نو بيا هغه کور چرته دے چې تاسو يې زما دپاره جوړَوئ؟ هغه ځائ کوم دے چرته به چې زۀ آرام کوم؟ ۵۰دا هر څۀ ما په خپلو لاسونو نۀ دى جوړ کړى؟“ ۵۱تاسو باغيان يئ. ستاسو زړونه کافر شوى دى او رښتياو ته کاڼۀ يئ. تاسو لکه د خپل پلار نيکونو همېشه د روحُ القُدس مخالفت کوئ. ۵۲داسې يو نبى شته چې ستاسو پلار نيکونو نۀ وى زورَولے؟ هغوئ خو هغه نبيان هم ووژل چا چې د صادق د راتلو پېشګوئې کړې وه. او اوس تاسو د هغۀ مُخبرى وکړه او مړ مو کړو. ۵۳تاسو ته د فرښتو په وسيله شريعت درکړے شو خو تاسو پرې عمل ونۀ کړو.“

د ستِفانوس سنګسار کېدل

۵۴کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ ډېر غصه شول او ستِفانوس ته يې غاښونه چيچل. ۵۵خو ستِفانوس د روحُ القُدس نه معمور وو، هغۀ بره آسمان ته وکتل او د خُدائ پاک جلال يې وليدو او عيسىٰ يې وليدو چې د خُدائ پاک ښى لاس ته ولاړ وو. ۵۶هغۀ ووئيل چې، ”وګورئ، ما ته آسمان پرانستے ښکارى او اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته ولاړ دے.“ ۵۷په دې خبره هغوئ په زوره چغې کړې او خپل غوږونه يې بند کړل. او هغوئ ټولو په هغۀ ورمنډه کړه، ۵۸بيا يې هغه د ښار نه بهر وويستو او سنګسار يې کړو. او ګواهانو خپلې جامې د ساؤل نومې يو ځوان سړى په پښو کښې کېښودلې. ۵۹کله چې هغوئ ستِفانوس سنګسارولو نو ستِفانوس دُعا وکړه چې، ”اے مالِکه عيسىٰ، زما روح قبول کړه.“ ۶۰بيا هغه په ګوډو شو او په زوره يې چغې کړې، ”مالِکه، دوئ په دې ګناه مۀ نيسه.“ او د دې وينا نه وروستو يې ساه ورکړه.