Yousafzai

MAJOR PROPHETS

Jeremiah 38

د حضرت يرمياه د اوبو په ډيګۍ کښې بندول

۱سفطياه د متان زوئ، جدلياه د فشحور زوئ، يهوکل د شلمياه زوئ او فشحور د مُلکياه زوئ هغه څۀ واورېدل چې يرمياه ټولو خلقو ته وفرمائيل چې، ۲”مالِک خُدائ فرمائى چې، هر څوک چې په دې ښار کښې ايسار شى نو هغوئ به په جنګ، قحط او د وبا په وجه مړۀ شى. خو هر څوک چې خپل ځان بابليانو ته حواله کړى، نو هغوئ به ژوندى پاتې شى. ۳مالِک خُدائ داسې هم فرمائى چې، دا ښار به په يقين سره د بابل د بادشاه فوجيانو ته حواله کړے شى او هغوئ به يې قبضه کړى.“ ۴نو بيا آفسران بادشاه له ورغلل او ورته يې ووئيل چې، ”دا سړے دې خامخا قتل کړے شى، ځکه چې هغه په ښار کښې زمونږ خلق او په جنګ کښې بچ شوى فوجيان په خپلو دې خبرو باندې بې‌زړۀ کوى. هغه د خلقو ښېګړه نۀ لټوى بلکې په دې خبرو سره ورته نقصان ورکوى.“ ۵صدقياه بادشاه ورته په جواب کښې ووئيل چې، ”صحيح ده، هغه اوس ستاسو په لاس کښې دے. زۀ تاسو نۀ شم منع کولے.“ ۶نو بيا هغوئ يرمياه ونيولو او په پړو يې د قېدخانې په دربار کښې ډيګۍ ته ورکوز کړو کوم چې د مُلکياه شهزاده ملکيت وو. نو په هغه ډيګۍ کښې اوبۀ نۀ وې، خو لاندې په بېخ کښې ډيرې بوختې وې او يرمياه په هغې کښې ډوب شو. ۷خو د ايتهوپيا خصى عبيدمَلِک د دربار يو اهم شخصيت د دې نه خبر شو چې هغوئ يرمياه په ډيګۍ کښې اچولے شوے دے. په دغه وخت کښې بادشاه د بنيامين په دروازه کښې ناست وو او عدالت يې شروع کړے وو. ۸نو عبيدمَلِک هلته لاړو او بادشاه ته يې ووئيل چې، ۹”بادشاه سلامت، دې سړو ډېر زيات بد کار وکړو په دې چې هغوئ يرمياه نبى د اوبو په ډيګۍ کښې واچولو. هغه به ډېر زر د لوږې نه مړ شى، ځکه چې په ښار کښې روټۍ ختمه شوه.“ ۱۰نو بادشاه عبيدمَلِک له حُکم ورکړو چې، ”د دې ځائ نه ځان سره دېرش سړى بوځه او يرمياه د مړ کېدو نه وړاندې د هغه ډيګۍ نه راوباسه.“ ۱۱نو عبيدمَلِک د ځان سره کسان واخستل او په شاهى محل کښې د خزانې نه لاندې کمرې ته لاړو او د خپل ځان سره يې څۀ زړې جامې چِرړې راواخستلې. او هغه يې يرمياه ته د پړى په ذريعه ډيګۍ ته ښکته کړې. ۱۲عبيدمَلِک يرمياه ته آواز ورکړو او ورته يې ووئيل چې، ”دا زړې کپړې او جامې په خپلو ترخونو کښې کېږده چې د راختو په وخت کښې دې پړے زخمى نۀ کړى.“ يرمياه هم هغه شان وکړل، ۱۳او هغوئ هغه د ډيګۍ نه په پړو راوويستلو. او بيا يرمياه د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بندى پاتې شو.

د صدقياه د حضرت يرمياه نه تپوس کول

۱۴يوه ورځ صدقياه بادشاه، يرمياه پسې کسان ورولېږل او هغه يې خپل ځان ته د مالِک خُدائ د کور درېمې دروازې ته راوستو. بادشاه ورته ووئيل چې، ”زۀ غواړم چې تا نه يو څو تپوسونه وکړم. نو د هيڅ قسمه حقيقت او رښتيا پټولو کوشش مۀ کوه.“ ۱۵يرمياه ورته وفرمائيل، ”کۀ چرې زۀ تاسو ته رښتيا ووايم، نو تاسو به ما مړ کړئ. او کۀ چرې زۀ تاسو ته نصيحت وکړم، نو تاسو به ما ته غوږ ونۀ نيسئ.“ ۱۶نو بيا صدقياه بادشاه د هغۀ سره په پټه وعده وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”زۀ په مالِک خُدائ درته قسم خورم څوک چې ژوندے دے، او څوک چې مونږ ته ژوند راکوى، نۀ به زۀ تا مړ کړم او نۀ به دې هغه کسانو ته حواله کړم څوک چې تا وژل غواړى.“ ۱۷نو په هغه وخت کښې بيا يرمياه صدقياه د يهوداه بادشاه ته وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، کۀ چرې تاسو خپل ځان د بابل آفسرانو ته حواله کړئ، تاسو او ستاسو خاندان به ژوندى پاتې شئ، او دا ښار به د سوزېدو نه بچ شى. ۱۸خو کۀ تاسو د خپل ځان د حواله کېدو نه اِنکار وکړئ، نو دا ښار به بابليانو ته حواله کړے شى، او هغوئ به دا ښار د سر نه تر آخره پورې وسوزوى. او تاسو به ترې نۀ شئ تښتېدلے.“ ۱۹خو صدقياه بادشاه يرمياه ته ووئيل چې، ”زۀ د خپل مُلک د هغه خلقو نه يرېږم چا چې غدارى وکړه او بابليانو له ورغلل، کېدے شى چې د بابل فوجيان ما هغوئ ته حواله کړى او بيا به هغوئ ما سره بد سلوک وکړى.“ ۲۰يرمياه ورته وفرمائيل چې، ”هغوئ به تاسو چا ته نۀ حواله کوى کۀ چرې تۀ د مالِک خُدائ تابعدارى غوره کړې. هغه به ستا ژوند بچ کړى او تا ته به خير شى. ۲۱خو کۀ چرې تاسو نۀ غواړئ چې خپل ځان هغوئ ته حواله کړئ نو بيا مالِک خُدائ ما ته دا موضوع په رويا کښې ښکاره کړې ده چې ۲۲څومره ښځې چې په دې شاهى محل کښې ژوندۍ پاتې وى نو هغوئ به فوجيان د بابليانو آفسرانو ته ستاسو نه بوځى. نو بيا به د تلو په وخت دا ښځې تاسو ته داسې پېغور درکوى او درته به وائى چې، ”ستاسو څومره ښۀ دوستان وُو، ټولو تاسو سره دوکه وکړه او بې‌لارې يې کړئ. او کله چې ستا پښه په دلدل کښې کېښودے شوه نو بيا يې تۀ خپل نصيب ته پرېښودلې.“ ۲۳ستاسو ټولې ښځې او ماشومان به بابليانو ته بهر راوويستلے شى، او تۀ به هم د هغوئ د نيولو نه بچ نۀ شې. تاسو به د بابل د بادشاه له خوا ګرفتار شئ، او دا ښار به وسوزيږى.“ ۲۴نو بيا صدقياه يرمياه ته ووئيل چې، ”چا ته داسې ونۀ وائې چې تا ما ته دا خبره وکړه، ګنې تۀ به مړ ‎شې. ۲۵کۀ آفسرانو ته زما او ستا د ملاقات پته ولګى او راشى او ستا نه تپوس وکړى چې تاسو يو بل ته څۀ ووئيل نو مونږ ته سمه خبره وکړه او دروغ مۀ وايه ګنې مړ به دې کړُو، ۲۶نو بيا هغوئ ته ووايه چې ما بادشاه ته مِنت او زارى وکړه چې بيا مې د يونتن د کور تاخانې ته مۀ لېږه ګنې زۀ به هلته مړ شم.“ ۲۷هم هغه شان وشول، لږ وخت تېر شوے نۀ وو چې د بادشاه ټول آفسران راغلل او د يرمياه نه يې تپوسونه شروع کړل چې بادشاه د څۀ دپاره راغوښتے وې. خو يرمياه د بادشاه په هداياتو عمل وکړو. خو د بادشاه او د يرمياه په مينځ کښې شوې خبرې هيچا هم نۀ وې اورېدلې. ۲۸نو بيا يرمياه د دې نه وروستو د يروشلم د شکست پورې د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بندى پاتې شو.