Yousafzai
GOSPEL

Luke 19

حضرت عيسىٰ او زکاۍ

۱بيا عيسىٰ يريحو ته ننوتو او د ښار په مينځ کښې تېرېدو. ۲هلته زکاۍ نومې يو سړے وو. دے د محصولچيانو سردار او ډېر مالداره وو. ۳د هغۀ دا تلوسه وه چې عيسىٰ به څنګه سړے وى، خو په قد مندرے وو او د ګڼو خلقو له وجې يې هغه ليدلے نۀ شو. ۴نو هغۀ د خلقو نه وړاندې منډه کړه او يوې ټيټې ونې ته وختلو چې هغه ووينى، ځکه چې عيسىٰ هم په دغه طرف روان وو. ۵او کله چې عيسىٰ هغه ځائ ته راورسېدو نو پورته يې وکتل او وې فرمائيل چې، ”اے زکايه، زر راکوز شه. زۀ ضرور نن ستا کور کښې مېلمه کېږم.“ ۶نو هغه زر راکوز شو او ډېر په خوشحالۍ يې ورته هرکلے ووئيلو. ۷نو خلقو چې دا وليدل نو ټول ځان سره وغورېدل او وې وئيل، ”هغه د يو ګناه ګار سړى کور ته ورغلو چې ورسره مېلمه شى.“ ۸خو زکاۍ ودرېدو او مالِک ته يې ووئيل، ”مالِکه، زۀ خپل نيم مال خوارانو له ورکوم او کۀ ما له چا نه په دوکه باندې څۀ اخستى وى نو هغۀ له به يو په څلور واپس ورکړم.“ ۹عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”هم نن دې کور ته نجات راغلے دے ځکه چې دے هم د اِبراهيم زوئ دے. ۱۰ځکه چې اِبن آدم دې له راغلے دے چې ورک شوى ولټوى او بچ يې کړى.“

د لسو سيکو مثال

۱۱د هغوئ لا دې ته غوږ وو چې عيسىٰ ورته يو مِثال ووئيلو ځکه چې هغه اوس يروشلم ته رانزدې وو او د هغوئ دا ګُمان وو چې د خُدائ پاک بادشاهى اوس زر په ښکاره کېدو ده. ۱۲هغۀ وفرمائيل، ”د يو لوئ خاندان يو سړے په اوږد سفر يو بل مُلک ته لاړو د دې دپاره چې هغه بادشاهت حاصل کړى او بيا واپس راشى. ۱۳خو اول هغۀ خپل لس نوکران راوبلل او هر يو ته يې په دې وينا د سرو زرو يوه يوه سيکه ورکړه چې دوئ پرې سوداګرى کوى ترڅو چې زۀ راواپس نۀ شم. ۱۴خو د خپل مُلک خلقو ورسره کينه کوله او په هغۀ پسې يې يوه جرګه ولېږله چې، مونږ دا سړے خپل بادشاه کېدل نۀ غواړو. ۱۵خو بيا هم هغه د بادشاه په حيثيت واپس راغلو او کومو نوکرانو ته چې يې پېسې ورکړې وې هغوئ ته يې سوال جواب ولېږلو چې دا معلومه کړى چې په دوئ کښې هر يو څومره ګټه کړې ده. ۱۶وړومبے راغے او وې وئيل، صاحبه، ستا د سرو زرو سيکې لس نورې ګټلى دى. ۱۷هغۀ جواب ورکړو، شاباش، تۀ ډېر ښۀ نوکر يې. ځکه چې تا په لږو کښې خپل ځان ايمانداره ثابت کړو، تۀ د لسو ښارونو حاکِم شوې. ۱۸بيا دوېم راغلو او وې وئيل چې، مالِکه، ستا د سرو زرو سيکو پينځۀ نورې ګټلى دى. ۱۹او هغۀ ته يې ووئيل چې، تۀ هم د پينځو ښارونو حاکِم شوې. ۲۰بيا بل نوکر راغلو او وې وئيل، مالِکه، دا ستا د سرو زرو سيکه ده. ما دا په رومال کښې انغښتې وه او سمباله کړې مې وه. ۲۱زۀ ستا نه يرېدم ځکه چې تۀ يو ظالم سړے يې. هغه څۀ اخلى څۀ چې ستا نۀ وى او هغه څۀ رېبى کوم چې تا کَرلى نۀ وى. ۲۲هغۀ جواب ورکړو، اے بد تميزه. زۀ به هم ستا په خولۀ تا سره اِنصاف وکړم. تا ته دا معلومه وه چې زۀ يو سخت سړے يم او هغه څۀ حاصلوم چې کوم ما نۀ وى ورکړى او هغه څۀ رېبم چې کوم ما نۀ وى کَرلى؟ ۲۳نو بيا تا ولې زما د سرو زرو سيکه د صرافانو سره نۀ ده اېښې چې بيا ما په واپسۍ کښې سره د ګټې اخستے وے. ۲۴هغۀ حاضرينو ته مخ راواړولو او وې وئيل چې، دغه د سرو زرو سيکه د دۀ نه واخلئ او هغۀ له يې ورکړئ چې د چا سره چې لس دى. ۲۵هغوئ جواب ورکړو چې مالِکه، د هغۀ سره خو د اول نه لس دى. ۲۶هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، زۀ تاسو ته دا وايم چې د چا سره چې څۀ وى هغۀ ته به نور هم ورکړے شى تر دې چې ورسره لا نور زيات شى، خو د چا سره چې څۀ نۀ وى د هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى کوم چې ورسره وى. ۲۷خو زما هغه دشمنانو چې زۀ بادشاه کېدل نۀ غوښتم، هغوئ راولئ او زما په وړاندې يې قتل کړئ.“

په يروشلم کښې د عيسىٰ کاميابه استقبال

۲۸د دې خبرو کولو نه پس عيسىٰ خپلو مريدانو نه مخکښې يروشلم ته روان وو. ۲۹هر کله چې هغه بيتِ‌فګے او بيتِ‌عنياه ته ورنزدې شو کوم چې د زيتُونو په غرۀ ودان دى نو هغۀ دوه مريدان د دې هداياتو سره ولېږل چې، ۳۰”دې مخامخ کلى ته ورشئ نو چې څنګه ورننوځئ نو تاسو به يو کوچاڼے تړلے ومومئ چې تر اوسه پرې هيچا لا سورلى نۀ ده کړې. هغه پرانيزئ او دلته يې راولئ. ۳۱او کۀ څوک درنه دا تپوس وکړى چې تاسو دا کوچاڼے ولې پرانيزئ نو ورته ووايئ چې زمونږ د مالِک په کار دے.“ ۳۲دواړه په مخه لاړل او هم هغه شان يې وموندل لکه چې عيسىٰ ورته فرمائيلى وُو. ۳۳او کله چې هغوئ کوچاڼے پرانستو نو د دې مالِکانو ترينه تپوس وکړو چې، ”تاسو دا کوچاڼے ولې پرانيزئ؟“ ۳۴هغوئ جواب ورکړو چې، ”دا زمونږ د مالِک په کار دے.“ ۳۵او هغوئ کوچاڼے عيسىٰ له راوستو، بيا هغوئ په کوچاڼى باندې خپلې جامې واچولې او عيسىٰ ورباندې سورلى وکړه. ۳۶کله چې هغه په لاره تېرېدو نو خلقو ورته په لار کښې خپلې جامې غوړولې. ۳۷اوس څۀ وخت چې هغه د زيتُونو د غرۀ نه مخ په کوزېدو وو نو ټولو ملګرو او مريدانو يې په هغه ټولو عجيبه معجزو چې هغوئ ليدلى وې د خُدائ پاک ثنا ووئيله. ۳۸”مبارک دے هغه راتلونکے بادشاه چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. سلامتى دې وى په آسمان کښې او جلال دې وى په اوچت آسمان کښې.“ ۳۹ځينو فريسيانو په دې ګڼه کښې عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه، خپلو مريدانو ته ووايه چې غلى شى.“ ۴۰عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته وايم کۀ چرې هغوئ غلى پاتې شى نو کاڼى بوټى به په چغو سر شى.“

د حضرت عيسىٰ د يروشلم په حال ژړل

۴۱هر کله چې هغه نزدې راغلو، ښار يې وليدلو نو هغۀ په دې باندې وژړل، ۴۲او وې فرمائيل، ”کۀ چرې نن ورځ تا ته دا معلومه وے چې کومه د خير لاره ده، خو نه، دا ستا د نظر نه پټه ده. ۴۳يو وخت به په تا داسې راشى چې ستا دشمنان به ستا محاصره وکړى، هغوئ به ستا نه چاپير شى او د هرې خوا نه به دې راګېر کړى. ۴۴نو تاسو به سره د خپلو بچو يو ځائ په زمکه راګزار کړى او ستا يو کاڼے به هم د بل کاڼى دپاسه پرې نۀ ږدى ځکه چې تاسو د خُدائ د خلاصون هغه مقرر وخت ونۀ پېژندلو.“

د خُدائ پاک کور پاکول

۴۵عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغۀ هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله، وشړل ۴۶او ورته يې وفرمائيل، ”صحيفې فرمائى چې، ”زما کور به د دُعا کور بللے شى،“ خو تاسو ترېنه د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“ ۴۷د خُدائ په کور کښې به هره ورځ عيسىٰ تعليم ورکولو. او مشران اِمامان او د شرعې عالمان د دۀ د وژلو په تلاش کښې وُو چې د اولسى مشرانو مرسته هم ورسره وه. ۴۸خو هغوئ په دې کښې بې‌وسه وُو، ځکه چې د خلقو د عيسىٰ په خبرو يقين وو.