Yousafzai
GOSPEL

Mark 14

د حضرت عيسىٰ د قتلولو سازش

۱د فسح او د پتيرې روټۍ اختر ته دوه ورځې پاتې وې او مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو داسې طريقه لټوله چې عيسىٰ په پټه ونيسى او وې وژنى. ۲هغوئ ووئيل چې، ”دا دې د اختر په ورځو کښې نۀ وى، هسې نه چې په خلقو کښې بلوا جوړه شى.“

په بيتِ‌عنياه کښې د حضرت عيسىٰ په سر عطر اچول

۳عيسىٰ د شمعون جذامى په کور کښې په بيتِ‌عنياه کښې وو. کله چې هغه روټۍ ته کښېناستو، نو يوه ښځه راغله او ډېر قيمتى خالص عطر يې د مرمرو په عطردان کښې راوړل. هغې د عطردان سر مات کړو او د هغۀ په سر يې عطر واچول. ۴په حاضر مجلس کښې ځينې کسانو په غصه کښې ووئيل چې، ”دا قيمتى عطر ولې ضائع شول؟ ۵ځکه چې دا عطر خو به په څۀ دپاسه د درېو سوو دينارو خرڅ شوے وے او پېسې به يې خوارانو له ورکړے شوے وے.“ نو هغوئ هغې ته غصه وکړه. ۶خو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”دا پرېږدئ، تاسو دا ښځه ولې تنګوئ؟ هغې زما ډېر ښۀ خِدمت وکړو. ۷ځکه چې غريبانان خو به تل تاسو سره وى او هر کله چې تاسو غواړئ د هغوئ مدد کولے شئ خو زۀ به درسره تل نۀ يم. ۸هغې نه چې څۀ کېدے شول، هغه يې وکړل. هغې د ښخولو نه وړاندې زما په بدن عطر واچول. ۹زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر چرته چې په دُنيا کښې دا زېرے خوريږى نو څۀ چې هغې وکړل نو دا به هم په کښې ياديږى.“

د يهوداه اِسکريوتى په حضرت عيسىٰ مُخبرى کولو ته راضى کېدل

۱۰نو بيا يهوداه اِسکريوتى چې په هغه دولسو مريدانو کښې يو وو، مشرانو اِمامانو له لاړو چې د عيسىٰ مخبرى وکړى. ۱۱چې هغوئ د هغۀ د غرض نه خبر شول نو هغوئ ډېر خوشحاله شول او د هغۀ سره يې د پېسو ورکولو وعده وکړه. د هغه وخت نه پس هغه د مخبرۍ د موقعې په تلاش کښې وو.

مريدانو سره فسح خوړل

۱۲د پتيرې روټۍ د اختر په اوله ورځ چې هغوئ د فسح ګډورے قربانولو، د عيسىٰ مريدانو د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“ ۱۳نو هغۀ خپل دوه مريدان د دې هداياتو سره ولېږل، ”ښار ته لاړ شئ، يو سړے به ووينئ چې د اوبو منګے به وړى، په هغۀ پسې لاړ شئ، ۱۴او هغه چې کوم کور ته ننوځى نو د هغه کور مالِک له دا پېغام ورکړئ چې، اُستاذ وائى چې زما او زما د مريدانو دپاره د فسح د خوراک دپاره د مېلمستيا کومه کوټه مقرره شوې ده؟ ۱۵هغه به تاسو ته يوه لويه تياره کړے شوې بالاخانه وښائى، زمونږ دپاره هلته د فسح تيارے وکړئ.“ ۱۶بيا مريدان روان شول او چې ښار ته دننه شول نو هغوئ هر څۀ هغه شان وموندل څنګه چې هغۀ ورته فرمائيلى وُو، نو هغوئ د فسح د خوراک تيارے وکړلو. ۱۷کله چې ماښام شو نو هغه د دولسو مريدانو سره راغلو. ۱۸څۀ وخت چې هغوئ روټۍ ته کښېناستل نو عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ درته رښتيا وايم چې په تاسو کښې به يو زما مُخبرى کوى، هغه څوک چې ما سره روټۍ خورى.“ ۱۹په ډيرې پرېشانۍ سره هغوئ يو يو ورته ووئيل، ”رښتيا زۀ خو به نۀ يم؟“ ۲۰هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”په تاسو دولسو کښې هغه يو دے څوک چې ما سره په دې تالى کښې لاس ښکته کوى. ۲۱د اِبن آدم په حق کښې چې په صحيفو کښې څۀ راغلى دى هغه به په هغه لاره ځى، خو افسوس په هغه سړى دے چې په اِبن آدم مُخبرى کوى. کۀ هغه سړے پېدا شوے نۀ وے نو دا به ډېره ښۀ وه.“

د عشاء ربانۍ مقررول

۲۲د خوراک په وخت عيسىٰ يوه روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ماته يې کړه. په هغوئ يې وويشله او وې فرمائيل، ”دا واخلئ، دا زما بدن دے.“ ۲۳بيا هغۀ يوه پيالۍ راواخسته او د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو او هغوئ له يې ورکړه او هغوئ ټولو ترې وڅښل. ۲۴او بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما وينه ده چې د خُدائ پاک او د انسانانو تر مينځ د لوظ نښه ده چې د ډېرو خلقو دپاره توئيږى. ۲۵زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې د انګورو رس به زۀ بيا تر هغې ورځې پورې ونۀ څښم ترڅو چې زۀ د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې يې تازه ونۀ څښم.“ ۲۶د حمد وئيلو نه پس دوئ د زيتُونو غرۀ ته لاړل.

د پطروس د اِنکار پېشګوئې

۲۷او عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو ټول به تيندک وخورئ ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”زۀ به شپون ووهم او ګډې به يې خورې ورې شى.“ ۲۸خو هر کله چې زۀ بيا ژوندے پاڅولے شم نو زۀ به ستاسو نه وړاندې ګليل ته لاړ شم.“ ۲۹پطروس جواب ورکړو، ”کۀ چرې دوئ ټول تيندک وخورى، خو زۀ به هيچرې تيندک ونۀ خورم.“ ۳۰عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ تا ته رښتيا وايم چې تۀ به نن په هم دې شپه د دوېم چرګ بانګ وئيلو نه وړاندې درې ځله زما نه اِنکارى شې.“ ۳۱خو هغۀ په دې خبره زور ورکړو، ”کۀ زۀ تا سره مړ هم شم خو ستا نه به هيچرې اِنکارى نۀ شم.“ او هغوئ ټولو هم دغه شان ووئيل.

په ګيتسمنى کښې دُعا کول

۳۲کله چې هغوئ ګيتسمنى نومې ځائ ته ورسېدل نو عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”ترڅو چې زۀ دُعا کوم تاسو دلته کښېنئ.“ ۳۳او هغۀ بيا د ځان سره پطروس، يعقوب او يوحنا بوتلل، نو ډېر غمژن شو او پرېشانى پرې راغله. ۳۴او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”زما زړۀ د غمه چوى او مرګ ته نزدې شوے يم. دلته ايسار شئ او ما سره بېدار اوسئ.“ ۳۵بيا هغه يو څو قدمه لاړو، او په زمکه پړمخې پرېوتو او دا دُعا يې وغوښتله، ”کۀ دا کېدے شى نو دا سخت وخت دې له ما نه لرې کړے شى.“ ۳۶هغۀ وفرمائيل، ”ابا،“ يعنې پلاره، ”ستا دپاره هر څۀ ممکن دى. دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، خو زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“ ۳۷هغه واپس راغلو او هغوئ يې اودۀ وموندل. نو هغۀ پطروس ته وفرمائيل، ”شمعونه، اودۀ يې څۀ؟ ولې تاسو ما سره يوه ګينټه قدرې هم بېدار نۀ شوئ پاتې کېدے؟ ۳۸بېدار شئ، او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ. ځکه چې روح خو تيار دے خو بدن کمزورے دے.“ ۳۹يو ځل بيا هغه لاړو او هم هغه شان دُعا يې وغوښته. ۴۰چې يو ځل بيا هغه واپس راغلو نو هغوئ يې اودۀ وموندل ځکه چې د هغوئ سترګې درنې شوې وې، او هغوئ په دې نۀ پوهېدل چې هغۀ ته څۀ جواب ورکړى. ۴۱درېم ځل هغه راغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ولې تاسو لا هغه شان اودۀ يئ، هغه شان لا آرام کوئ؟ بس، هغه وخت راغلو چې اِبن آدم د ګناهګارانو لاسونو ته وسپارلے شى. ۴۲پاڅئ، ځئ چې ځو. زما مُخبر نزدې راغلے دے.“

په حضرت عيسىٰ جاسوسى او د هغۀ ګرفتارى

۴۳عيسىٰ چې لا خبرې کولې نو سمدستى يهوداه چې په دولسو مريدانو کښې يو وو راغلو، او هغۀ سره ډېر خلق چې تُورې او کوتکې په لاس وُو راښکاره شول. هغوئ مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو رالېږلى وُو. ۴۴جاسوس هغوئ ته دا نښه ښودلې وه، ”څوک چې زۀ ښکل کړم هم هغه دے، وې نيسئ او د ځان سره يې په حفاظت بوځئ.“ ۴۵کله چې دے هغه ځائ ته راورسېدو نو هغه سمدستى وروړاندې شو او عيسىٰ ته يې ووئيل، ”اُستاذه.“ او ښکل يې کړو. ۴۶بيا هغوئ عيسىٰ ونيولو او ګرفتار يې کړو. ۴۷په هغه خلقو کښې چې ولاړ وُو يو کس خپله تُوره راوويستله او د مشر اِمام په نوکر يې ګزار وکړو او د هغۀ غوږ يې پرې کړو. ۴۸بيا عيسىٰ وفرمائيل، ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې د تُورو او کوتکو سره زما په نيولو پسې راغلى يئ؟ ۴۹زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم او تعليم مې ورکولو خو تاسو ما له لاس نۀ راوړلو. خو دا ځکه وشول چې د نبيانو صحيفې پوره شى.“ ۵۰نو بيا ټولو مريدانو هغه يواځې پرېښودو او ترې وتښتېدل. ۵۱څوک چې ورسره وُو په هغوئ کښې يو ځوان وو چې د کتان د څادر نه يې لنګ وهلے وو. هغوئ د نيولو کوشش وکړو، ۵۲خو هغۀ د کتان څادر پرېښودلو او لغړ وتښتېدلو.

د حضرت عيسىٰ د جرګې په مخکښې پېشى

۵۳بيا هغوئ عيسىٰ د مشر اِمام کور ته بوتلو چرته چې مشران اِمامان، د شرعې عالمان او اولسى مشران راټول وُو. ۵۴پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو، نو کله چې د مشر اِمام د کور صحن ته ورسېدو، نو نېغ ورغلو او هلته هغه د سپاهيانو سره کښېناستو او اور ته يې ځان تودولو. ۵۵مشرانو اِمامانو او ټولې جرګې دا کوشش کولو چې د عيسىٰ په خلاف داسې څۀ ګواهى پېدا کړى چې د مرګ حُکم پرې وکړى خو داسې ګواهى يې پېدا نۀ کړے شوه. ۵۶ډېرو د هغۀ په خلاف د دروغو ګواهى وکړله خو د هغوئ بيان د يو بل سره سمون نۀ خوړلو. ۵۷نو بيا ځينې کسان پاڅېدل او د هغۀ په خلاف يې داسې د دروغو ګواهى وکړه چې، ۵۸”مونږ د دۀ نه دا اورېدلى دى چې، زۀ به دا د خُدائ کور ورانوم چې بنى آدمو ودان کړے دے او په درېو ورځو کښې به بل داسې ودان کړم چې هغه به د بنى آدم په لاسونو نۀ وى جوړ شوے.“ ۵۹خو په هم دې خبره د هغوئ په ګواهۍ کښې يو والے نۀ وو. ۶۰نو بيا مشر اِمام د هغوئ په وړاندې پاڅېدو او عيسىٰ نه يې تپوس وکړو چې، ”ولې تا سره جواب نشته؟ دا اِلزامونه د څۀ دى چې هغوئ ستا خلاف ګواهى ورکوى؟“ ۶۱خو هغه چپ پاتې شو او هيڅ جواب يې ورنۀ کړو. بيا مشر اِمام ترې تپوس وکړو، ”ولې تۀ مسيح، د مبارک ذات زوئ يې څۀ؟“ ۶۲عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ يم، او تاسو به اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته سره د اختيار ناست او د آسمان په وريځو کښې په راتلو ووينئ.“ ۶۳په دې وينا مشر اِمام خپله چُوغه وشلوله او وې وئيل چې، ”دے خو کُفر وائى. د دې ګستاخۍ نه پس هم د نورو ګواهانو حاجت شته څۀ؟ ۶۴تاسو په خپله دا کُفر واورېدو ستاسو فېصله څۀ ده؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”دے مجرم دے او د مرګ جوګه دے.“ ۶۵بيا ځينو په هغۀ وتُوکل او سترګې يې ورته پټې کړې او په سوکونو يې وهلو او جر يې ورپسې وويستلو، ”وايه کنه تۀ چا ووهلې.“ او سپاهيانو هم هغه د بوتلو په وخت کښې په څپېړو ووهلو.

د پطروس اِنکار کول

۶۶په دې دوران کښې پطروس لا هغه شان په صحن کښې وو. د مشر اِمام يوه خِدمتګاره په هغه لاره تېرېدله. ۶۷کله چې هغې پطروس اور ته په تودېدو وليدو، نو هغې هغۀ ته وکتل او وې وئيل، ”تۀ خو هم د دې عيسىٰ ناصرى سره وې.“ ۶۸خو هغه منکر شو او وې وئيل، ”ما ته هيڅ پته نشته، چې دا تۀ لا څۀ وے.“ بيا هغه بهر ډيوډۍ ته لاړو په هم دې وخت چرګ بانګ ووئيلو. ۶۹او هغې خِدمتګارې هغه هلته بيا وليدو او ولاړو خلقو ته يې ووئيل، ”دے د هغۀ ملګرے دے.“ ۷۰خو هغه بيا منکر شو. لږه شېبه وروستو څوک چې هلته ولاړ وُو پطروس ته يې بيا ووئيل، ”بې‌شکه تۀ د هغوئ نه يو يې ځکه چې تۀ هم د ګليل يې.“ ۷۱په دې هغه په ښيرو سر شو او په قسم سره يې ووئيل، ”تاسو چې د کوم سړى ذکر کوئ زۀ هغه نۀ پېژنم.“ ۷۲بيا چرګ په دوېم ځل بانګ ووئيلو او پطروس ته راياد شُو چې عيسىٰ هغۀ ته فرمائيلى وُو چې، ”د چرګ د دوه ځله بانګ وئيلو نه وړاندې به تۀ زما نه درې ځله اِنکارى شې.“ نو هغه بيا ډېر خفه شو او په ژړا شو.