East Afghan
EA Icon - Wisdom & Poetry
WISDOM & POETRY

Psalm 89

د ملي کړاو په مهال سندره

(د ازراحي ایتان زبور)

۱ای څښتنه، زه به تل ستا د تلپاتې مینې وایمه سندره

په خپله خوله ټولو نسلونو ته به ستا وفاداري بیان کړم

۲ما ویل چې ستا مینه به شي پاتې تل دپاره

وفاداري به دې وي ټینګه اسمانونو په شان

۳وویل تا چې ما لوظ کړی دی داود سره چې ما خوښ کړی

او خپل خادم داود سره مې کړی دا قسم دی:

۴«اولاده ستا به کوي پاچاهي تل

ستا پاچاهي به د یو نسل نه بل نسله پورې ټینګه ساتم»

۵څښتنه، ستا عجیب کارونه اسمانونه ستایي

د فرښتو ډله دې ستایي وفا

۶ای څښتنه، اسمانونو کې څوک نشته ستا په شان

برابر نه دی هېڅ اسماني مخلوق د ستا سره

۷د فرښتو غونډه کې ډېر زیات هیبتناک یې ته

د هغو ټولو نه چې ستا په شاوخوا کې دي

ته یې ډېر لوی او وېروونکی یې

۸ای مطلق قادر څښتنه خدایه

هېڅوک نه دی زورور د ستا په شان

څښتنه، ته یې وفادار ټولو کارونو کې دې

۹ته حکومت کوې غړمبېدونکي دریاب باندې

چې شي راپورته د هغه څپې اراموې یې ته

۱۰ټوټې ټوټې دې کړه بلا د دریاب هم دې مړه کړه هغه

په قوي مټو تار په تار دې دښمنان کړل خپل

۱۱دي اسمانونه ستا هم ځمکه د ستا

تا جوړه کړې نړۍ او هغې کې ټول شیان

۱۲تا پیدا کړي دي شمال او جنوب دواړه

د تابور او حرمون غرونه

په خوشحالۍ سره ستا نوم ستایي

۱۳ستا مټ ځواکمن دی!

زورور دی ستا لاس

ښي لاس برلاسی دی ستا!

۱۴ستا د شاهۍ بنیاد دی پروت

په عدالت او په انصاف باندې

تلپاتې مینه او وفا د ستا په مخکې درومي

۱۵هغه خلک بختور دي

چې عبادت کوي د ستا د خوشحالۍ په چیغو

چې تېروي ژوندون رڼا کې د احسان د ستا

۱۶هغوی کوي خوشحالي ستا په خاطر ټوله ورځ

ستا د نېکۍ په خاطر د ستا ستاینه کوي

۱۷ته په خپله یې د دوی جلال او قوت

راکوې مونږ ته بری په خپل احسان

۱۸څښتن زمونږه سپر یعنې پاچا دی غوره کړی

سپېڅلي خدای د اسراییلو مونږ ته خپل پاچا راکړی

د داود سره د خدای وعده

۱۹تا ډېر پخوا خپلو وفادارو خادمانو ته رویا کې ویلي وو:

«یو جنګیالي سره مې مرسته کړې

او غوره کړی مې دی د قوم څخه

او سرلوړی کړی مې دی

۲۰ما خپل خدمتګار داود موندلی دی

په خپلو سپېڅلو تېلو مې غوړ کړی دی

۲۱زه په خپل لاس به هغه ټینګ ساتم

او زما مټ به هم ځواکمن کړي هغه

۲۲کله به هم دښمنان نه شي بریالي په هغه

او بدکاران به ظلم ونه کړي په هغه باندې

۲۳زه به مات کړم د هغه دښمنان د هغه مخ کې

هغه به ووژنم چې ده څخه نفرت کوي

۲۴زما وفا او تلپاتې مینه به وي هغه سره

زما د نوم په وسیله به شي سرلوړی هغه

۲۵په دریاب به واک اختیار د هغه لاس ته ورکړم

ښي لاس به کړمه اوږد تر سیندونو پورې

۲۶هغه به ماته اواز وکړي: ته زما پلار او خدای یې

هم مې ساتونکی او ژغورونکی یې ته

۲۷ورته به ورکړم مرتبه د مشر زوی

ټولو شاهانو د نړۍ کې به یې لوړ وي موقف

۲۸زه تر ابده خپله مینه به ساتم ورسره

او زما لوظ به وي تل ټینګ ورسره

۲۹اولاده به یې شاهان کړم تل ترتله

ترڅو چې پاتې اسمانونه وي ساتم به یې تخت

۳۰سرغړونه که یې وکړي اولاده زما له قانونه څخه

او چلند زما د حکمونو سره سم ونه کړي

۳۱که چېرې دوی زما قانون مات کړي

او عمل ونه کړي په حکمونو زما

۳۲نو دوی ته به ورکړم په کوتک د ګناهونو سزا

او د بدیو سزا به ورکړم په قمچینه باندې

۳۳خو لاس به وانخلمه د خپلې دوامدارې مینې

زه له داوده څخه

او نه به کله ورسره بې وفایي وکړمه

۳۴خپل لوظ به مات نه کړمه زه له هغه سره

او خپلې خبرې نه به کله هم وانه وړمه زه

۳۵یوځل خوړلی مې قسم په خپل سپېڅلي نوم

زه به داود ته هېڅ وخت دروغ نه وایم

۳۶وي به موجوده اولاده د هغه تل دپاره

او پاچاهي به یې تل موجوده وي

د لمر په شان زما په وړاندې

۳۷دا به سپوږمۍ په شان تلپاتې وي

چې ده اسمان کې وفاداره ګواه»

د پاچا په ماتې باندې ویر

۳۸خو ای څښتنه، ډېر په قهر یې هغه پاچا ته

چې دې په خپله غوره کړی ؤ

او اوس پریښی او رد کړی دی تا

۳۹تا خپل خادم سره خپل لوظ مات کړی

او غورځولی تا یې تاج په ځمکه

او هم بې حرمته کړی دی تا

۴۰ټول دېوالونه دې د ښار رانړولي ورته

دي کلا ګانې اړولې کنډوالو باندې دې

۴۱ټول مال او جایداد یې لارویانو تالا کړی دی

ورپورې ټولو ګاونډیانو یې خندا کړې ده

۴۲تا ورکړی دی بری دښمنانو د هغه ته

هغوی ټول دې په هغه دي خوشحال کړي

۴۳تا پڅه کړې د هغه توره ده

نه دې جګړه کې ده ورکړې مرسته

۴۴له منځه وړی دې دی د هغه شان او شوکت

او راویشتلی دې دی د هغه تخت په ځمکه

۴۵خپل وخت نه مخکې دې زوړ کړی هغه

او په شرمونو دې پټ کړی هغه

د خلاصون دپاره دعا

۴۶ته به ترڅو پورې خپل ځان پټوې ای څښتنه؟

ته تر ابده به خپل ځان پټوې؟

لکه د اور په شان بلیږي به ترڅو ستا قهر؟

۴۷ته در په یاد کړه زما عمر چې دی څومره لنډ

دا هم په یاد کړه چې مونږ ټول دې بې مقصده یو خلق کړي

۴۸څوک شي کولای چې ژوندی وي تل او هېڅ مړ نه شي؟

څوک شي کولای چې ځان بچ کړي له منګولو د ګور؟

۴۹څه شوه څښتنه، ستا تلپاتې پخوانۍ مینه؟

هغه قسم څه شو چې تا کړی ؤ

وفادارۍ کې د داود سره تا؟

۵۰څومره ملنډې وهي خلک ګوره ستا په خادم

دا چې زه څنګه سپکاوی د نورو قومونو زغمم

۵۱ای څښتنه، ستا دښمنان وهي ملنډې

په هغه پاچا چې غوره کړی دی تا

چېرته چې ځي وهي ملنډې پرې

۵۲ثنا صفت دې وي څښتن ته تر ابده پورې!

امین! امین!