Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 31

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

په خُدائ باندې د توکل کولو دُعا

۱اے مالِکه خُدايه، زۀ تا له د پناه دپاره راغلے يم،

ما بچ کړه چې زۀ ونۀ شرمېږم.

په خپل عدالت کښې دې ما له خلاصون راکړه.

۲خپل غوږ دې ما ته راواړوه زر راشه او خلاصون راکړه ما له،

زما د بچ کولو ګټ او مضبوطه قلعه جوړه شه چې په کوم کښې به امان راکوې ما له.

۳تۀ زما ګټ او زما قلعه يې.

د خپل نوم د خاطره دې زما لارښودنه وکړه،

۴ما د هغه دام نه آزاد کړه چې کوم يې په پټه خور کړے دے،

ځکه چې تۀ زما د پناه ځائ يې.

۵زۀ ستا لاسونو ته خپل روح سپارم،

مالِکه خُدايه تۀ وفادار خُدائ يې تا زۀ بچ کړم.

۶څوک چې د بې‌کاره بُتانو عبادت کوى د هغوئ نه زما نفرت دے.

اے مالِکه خُدايه په تا باندې زما يقين دے.

۷زۀ به ستا ابدى مينه کښې خندا او خوشحالى کوم،

ځکه چې تا په تکليفونو کښې وليدم،

او تۀ زما د زړۀ په مشکلاتو کوې پام.

۸زۀ دې د دشمن لاسونو ته ورنۀ کړم

پراخه مېدان ته دې زۀ بوتلم.

۹اے مالِکه خُدايه په ما مهربان شه په سختۍ کښې يم،

د غم په وجه د سترګو نظر مې لاړو ړوند شوم،

په بدن او روح کمزورے شوم.

۱۰ژوند مې په غم تير شو، د خفګان سره مې عمر لنډ شو،

ګناهونو مې زور ختم کړے دے، او هډُوکى مې کمزورى شول.

۱۱دشمنان او ګاونډيان ټول راته په سپکه سترګه ګورى،

تر دې چې دوستان هم ما ته د نزدې راتلو نه يريږى.

کله چې ما کوڅو کښې ووينى، دوئ بل طرف ته زغلى.

۱۲لکه مړے چې څوک هېر کړى داسې هېر شوم،

زۀ لکه د يو مات لوښى په شان جوړ شوم.

۱۳د ځان په حقله ما د ډېرو افواګانې واورېدلې،

او د هرې خوا نه په يرو کښې راګېر شوم.

زما د ختمولو منصوبې دشمن جوړې کړې.

۱۴خو اے مالِکه خُدايه په تا دے يقين زما،

وايمه چې، ”هم تۀ خُدائ يې زما.“

۱۵ستا په لاسونو کښې دے مستقبل زما،

د دشمنانو نه مې بچ کړه څوک چې ظلم کوى په ما.

۱۶خپله د مخ رڼا دې په خپل خِدمتګار وځلوه.

په خپله نۀ ختمېدونکې مينې سره دې ما بچ کړه.

۱۷چې زۀ ونۀ شرمېږمه اے مالِکه خُدايه،

خو د مدد دپاره زۀ تا ته فرياد کوم.

بدعمله دې شرمنده شى،

هغوئ دې په لحد کښې غلې شى.

۱۸د هغوئ دروغژنې ژبې دې غلې شى

هغه مغرورې ژبې چې نېکانو پسې سپکې وائى.

۱۹ستا احسان څومره لوئ وى

چې تا ساتلى د هغه چا دپاره څوک چې تا نه يريږى.

هر هغه چا ته يې زيات ورکوې څوک چې تا ته د پناه دپاره راځى،

او د ټولو خلقو په وړاندې هغوئ له برکت ورکوې.

۲۰د خپل حضور د سورې لاندې تۀ هغوئ له پناه ورکوې،

تۀ هغوئ د خلقو د پټو منصوبو نه بچ ساتې،

او په خپل حضور کښې د خلقو د سپکو خبرو نه ورله پناه ورکوې.

۲۱د مالِک خُدائ ثناء دې وى، هغۀ ما ته خپله خاص مينه وښودله

کله چې زۀ ګېر شوى ښار کښې محاصره وم.

۲۲نو د يرې نه ما چغه کړه چې، ”زۀ د مالِک نظر نه غورزېدلے يم.“

خو تا زما واورېدل کله چې زۀ د مدد دپاره ژړېدلے يم.

۲۳اے ټولو مقدسينو د مالِک خُدائ سره مينه کوئ،

مالِک خُدائ خپل وفادار بچ کوى،

او د کبرژنو نه پوره بدله اخلى.

۲۴نو تاسو زړَور او تکړه اوسئ،

اے ټولو څوک چې د مالِک خُدائ نه اُميد لرئ.