Yousafzai
GOSPEL

Luke 15

د ورکې شوې ګډې مِثال

۱ټول محصولچيان او نور بدکاره خلق راغونډ وُو چې د عيسىٰ خبرې واورى. ۲خو فريسيانو او د شرعې عالمانو په خپلو کښې غورېدل شروع کړل او داسې لګيا وُو، ”ګورئ دا سړے خو ګناهګارانو ته هرکلے وائى او ورسره خوراک هم کوى.“ ۳نو عيسىٰ ورته دا مِثال تير کړو، ۴”کۀ چرې په تاسو کښې د يو تن سل ګډې وى او يوه ترېنه ورکه شى نو ولې هغه به دغه نورې يو کم سل تر هغې په تش مېدان پرې نۀ ږدى ترڅو چې يې هغه ورکه شوې موندلې نۀ وى؟ ۵کله چې يې ومومى نو هغه به دا اوږو ته پورته کړى او خوشحالى به وکړى، ۶او کله چې هغه کور ته واپس شى نو خپلو دوستانو او ګاونډيانو له به دعوت ورکړى او ورته به ووائى، ما سره زما په خوشحالۍ کښې شريک شئ. ځکه چې ما خپله ورکه شوې ګډه بيا وموندله. ۷دغه شان زۀ تاسو ته وايم چې په آسمان کښې هم دا رنګ د يو ګناه ګار په توبه ګار کېدو بې‌حسابه خوشحالى کيږى، په نسبت د هغه يو کم سلو صادقانو چې د توبې حاجت نۀ لرى.

د ورکې شوې سيکې مِثال

۸يا دا چې کۀ د يوې ښځې سره لس د سپينو زرو سيکې وى او يوه ترېنه ورکه شى. ولې هغه به ډيوه نۀ بلوى، کور به نۀ جارُو کوى او د کور ګوټ ګوټ به تر هغې نۀ لټوى ترڅو چې يې هغه موندلې نۀ وى؟ ۹نو کله چې يې ومومى نو هغه به خپلې ملګرې او ګاونډيانې راوبلى او ورته به ووائى چې ما سره خوشحالى وکړئ ځکه چې ما خپله ورکه شوې سيکه بيا وموندله. ۱۰زۀ تاسو ته وايم چې د يو ګناه ګار په توبه کولو د خُدائ پاک په فرښتو کښې هم دغه شان خوشحالى کيږى.“

د ورک شوى زوئ مِثال

۱۱عيسىٰ بيا وفرمائيل چې، ”د يو سړى دوه زامن وُو. ۱۲نو کشر خپل پلار ته ووئيل، پلاره، زما برخه جائيداد ما له راکړه. نو پلار خپل جائيداد په هغوئ تقسيم کړو. ۱۳لږه موده پس هغه کشر زوئ خپل ټول جائيداد خرڅ کړو، پېسې يې پرې نغدې کړې او چرته لرې مُلک ته لاړو او هلته يې خپل مال په بدچلنۍ دوړه کړو، ۱۴کله چې هغۀ هر څۀ خرچ کړل نو په هغه مُلک کښې سخت قحط راغلو او هغه ضرورتمند شو، ۱۵نو بيا هغه په هم هغه مُلک کښې د يو زميندار سره نوکر شو نو زميندار هغه خپلو پټو ته ولېږلو چې خنزيرانو له د خوراک بندوبست وکړى. ۱۶د هغۀ ډېر زړۀ کېدو چې د هغه پوستکو نه ګېډه ډکه کړى کوم چې به خنزيرانو خوړل خو دۀ ته د دې اجازت نۀ وُو. ۱۷خو کله چې د هغۀ عقل سر ته راغلو نو وې وئيل، زما د پلار ټولو نوکرانو سره د خپل ضرورت نه زيات خوراک شته او زۀ دلته د لوږې مرم. ۱۸زۀ به لاړ شم خپل پلار ته به ووايم چې، پلاره، ما د خُدائ پاک او ستا خلاف ګناه کړې ده. ۱۹نور زۀ د دې قابل نۀ يم چې زۀ ستا زوئ وګڼلے شم، نو ما خپل ځان سره نوکر کړه. ۲۰نو په دې نيت هغه پاڅېدو او د خپل پلار کور طرف ته روان شو. خو هغه لا ډېر لرې وو چې د پلار پرې نظر شو نو زړۀ يې پرې درد وکړو او ورمنډه يې کړه او ورترغاړه وتو او ښکل يې کړو. ۲۱خو زوئ ووئيل، پلاره، ما د خُدائ پاک او ستا خلاف ګناه کړې ده. د دې نه پس زۀ ستا د زوئ وئيلو قابل نۀ يم. ۲۲خو پلار يې خپلو نوکرانو ته ووئيل، زر شئ. زما د ټولو نه ښۀ چُوغه راوړئ او دۀ ته يې ورواغوندئ او ګوته ورپه لاس کړئ او څپلۍ ورپه پښو کړئ. ۲۳زمونږ هغه ښُکلے او څورب سخے راولئ او حلال يې کړئ او راځئ چې په شريکه خوشحالى وکړُو. ۲۴ځکه چې زما دا مړ زوئ بيا راژوندے شو، دے خو ورک شوے وو او بيا وموندے شو. او دغه شان هغوئ خوشحالى شروع کړه. ۲۵نو په هم دې وخت کښې مشر زوئ يې په پټو کښې کار کولو کله چې کور ته واپس راروان شو نو په لار کښې د ساز او ګډا آوازونه د هغۀ تر غوږه شُو. ۲۶هغۀ د خپل يو نوکر نه تپوس وکړو چې دا څۀ مېله ده؟ ۲۷نوکر ورته ووئيل، ستا ورور خپل کور ته راواپس شوے دے او ستا پلار هغۀ ته ښکلے سخے حلال کړو ځکه چې هغه يې روغ رمټ بيا موندلو. ۲۸خو مشر زوئ يې غصه شو او کور ته د ننوتو نه يې اِنکار وکړو. د هغۀ پلار بهر راغلو او ورته يې مِنت زارى وکړه چې دننه راځه. ۲۹خو هغۀ ورته په جواب کښې ووئيل، دا دومره کالونه ما ستا لکه د غلام په شان تابعدارى کړې ده او کله مې هم ستا د حُکم نه مخ نۀ دے اړولے او تا ما له يو چېلے هم نۀ دے راکړے چې ما پرې خپلو دوستانو ته مېلمستيا کړے وے. ۳۰خو چې اوس ستا دا زوئ راغلو چې ستا مال يې په کنجرو والوځولو نو تا هغۀ ته ښکلے سخے حلال کړو. ۳۱نو پلار يې په جواب کښې ورته ووئيل، زما زويه، تۀ خو مدام ما سره يې او څۀ چې زما دى هغه ټول ستا دى. ۳۲نو مونږ ته ځکه خوشحالى او جشن کول په کار دى چې ستا دا مړ ورور اوس بيا راژوندے شو، دے خو ورک وو او مونږ بيا وموندلو.“