Yousafzai
The third book of the Torah

Leviticus 19

اخلاقى او مذهبى قانون

۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۲”د اِسرائيلو قوم ته ووايه، مقدس اوسئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک مقدس يم. ۳ستاسو هر يو کس دې د خپل مور او پلار عزت کوى او د سبت ورځ مانځئ، چې څنګه ما حُکم درکړے دے. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۴زما نه مۀ اوړئ او د بُتانو عبادت مۀ کوئ، مجسمې مۀ جوړَوئ او مۀ يې عبادت کوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۵کله چې تاسو د سلامتۍ نذرانې دپاره يو ځناور حلالوئ، ما چې کوم اصُول درته ښودلى دى د هغې خيال ساتئ او زۀ به هغه نذرانه قبلوم. ۶چې په کومه ورځ ځناور حلال شى غوښه به يې هم په هغه ورځ يا ورپسې ورځ باندې خوړلے شى. څۀ غوښه چې د درېمې ورځې پورې پاتې وى نو هغه به خامخا سوزولے شى، ۷ځکه چې دا ناپاکه ده او کۀ څوک دا وخورى، نو زۀ به هغه نذرانه قبوله نۀ کړم. ۸هر څوک چې دا وخورى نو ګناه به د هغۀ په غاړه وى ځکه چې د هغه څۀ سپکاوے يې کړے دے چې مالِک خُدائ، ته وقف وُو، نو هغه به نور زما د خلقو نۀ شى ګڼلے. ۹کله چې تاسو د خپلو پټو فصل رېبئ، نو فصل د پټو تر غاړو پورې مۀ رېبئ او چې کوم وَږى د لَو نه پاتې وى نو د هغې رېبلو له واپس مۀ ورځئ. ۱۰خپلو د انګورو باغونو ته واپس مۀ ورځئ چې هغه انګور راټول کړئ کوم چې پاتې شوى وى يا غورزېدلى وى، دا غريبانانو او مسافرو ته پرېږدئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۱۱غلا مۀ کوئ، دروغ مۀ وايئ او يو بل مۀ دوکه کوئ. ۱۲زما په نوم د دروغو قسم مۀ خورئ چې ستاسو د دې د پوره کولو اراده نۀ وى، دا به زما د نوم سپکاوے وى. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۱۳خپل ګاونډى مۀ دوکه کوئ او د هغۀ نه غلا مۀ کوئ. د يو مزدور مزدورى تر سحره پورې مۀ ايساروئ. ۱۴يو کُوڼ کس ته ښېرې مۀ کوئ او د يو ړوند په مخکښې داسې څۀ څيز مۀ ږدئ چې په هغې باندې تيندک وخورى. زما نه يرېږئ، زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۱۵د عدالت په فېصلو کښې د بې‌اِنصافۍ نه کار مۀ اخلئ، چې د يو غريب طرفدارى وکړئ يا د مالدار کس نه يرېږئ، د خپل ګاونډى سره اِنصاف کوئ. ۱۶د هيچا په حقله دروغ مۀ خوروئ او کله چې د چا د ژوند مقدمه وى، کۀ هغه ستاسو د ګواهۍ په وجه بچ کېدے شى نو ګواهى ورکړئ. زۀ مالِک خُدائ يم. ۱۷د نورو خِلاف په زړۀ کښې کينه مۀ ساتئ، د هغوئ سره خپل اختلافات ختم کړئ، نو چې د هغوئ په وجه ګناهګار نۀ شئ. ۱۸د هيچا نه بدل مۀ اخلئ يا د چا سره په زړۀ کښې کينه مۀ ساتئ، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. زۀ مالِک خُدائ يم. ۱۹زما په حُکمونو عمل کوئ. مختلف قِسمه ځناور مۀ پرېږدئ چې يو بل مال کړى. په يو پټى کښې دوه قِسمه تخم مۀ کَرئ. د دوه قِسمه تار نه جوړې شوې جامې مۀ اغوندئ. ۲۰کۀ يوه وينځه د يو سړى منلے شوى دوېمه ښځه وى خو چې لا اخستے شوې نۀ وى چې آزاده شى، نو کۀ يو بل سړے د هغې سره څملى، هغوئ له به سزا ورکولے شى خو وژلے به نۀ شى، ځکه چې هغه يوه وينځه وى. ۲۱هغه سړے به د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه يو ګډ راولى، ۲۲او اِمام به د دې سره د پاکوالى کفاره ادا کړى چې د هغه سړى ګناه لرې شى او خُدائ پاک به هغه معاف کړى. ۲۳کله چې تاسو د کنعان مُلک ته ورننوځئ او د مېوې هر قِسم ونه هم وکَرئ، نو داسې وګڼئ چې هغه مېوه د درېو کالو پورې ناپاکه ده. په دې دوران کښې به تاسو هغه نۀ خورئ. ۲۴په څلورم کال به ټولې مېوې ما يعنې مالِک خُدائ ته په شکرانه کښې وقف کړئ. ۲۵خو په پينځم کال هغه مېوې خوړے شئ. کۀ تاسو دا هر څۀ وکړل، نو ستاسو ونې به زياتې مېوې ونيسى. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۲۶داسې غوښه مۀ خورئ چې وينه لا په کښې وى. فال مۀ ګورئ او کوډې مۀ کوئ. ۲۷د خپل سر ګېرچاپېره لاندې وېښتۀ مۀ کلوئ او ږيره مۀ لنډوئ. ۲۸د مړى په غم کښې خپل بدن مۀ غوڅوئ او مۀ په کښې داغونه جوړَوئ. زۀ مالِک خُدائ يم. ۲۹د خپلو لوڼو نه کنجرې مۀ جوړوى او په دې کار کولو سره د د هغوئ بې‌عزتى مۀ کوئ، ګنې نورو معبودانو ته به ور واوړى او هغه مُلک به د بدعملۍ نه ډک شى. ۳۰د سبت ورځ مانځئ او د هغه ځائ عزت کوئ چې چرته زما عبادت کيږى. زۀ مالِک خُدائ يم. ۳۱د هغه خلقو نصيحت اورېدلو له مۀ ورځئ چې د مړو د روحونو مشورې ورکوى. کۀ تاسو داسې وکړل نو ناپاک به شئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۳۲د بوډاګانو په مخکښې پاڅېږئ او د مشرانو عزت کوئ. زما نه يرېږئ، زۀ مالِک خُدائ يم. ۳۳د هغه مسافرو سره بد سلوک مۀ کوئ کوم چې ستاسو په مُلک کښې اوسيږى. ۳۴د هغوئ سره د يو اِسرائيلى په شان سلوک کوئ او د هغوئ سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. ياد ساتئ، تاسو هم په يو وخت کښې د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۳۵د ناپ، تول، يا د مِقدار د غلطو حسابونو لګولو په وجه هيڅ څوک مۀ غولوئ. ۳۶صحيح تلې، صحيح وزنونه او صحيح ناپونه استعمالوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او ما تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ. ۳۷زما ټول قانون او حُکمونه منئ. زۀ مالِک خُدائ يم.“