Yousafzai
HISTORY

1 Chronicles 29

د مالِک خُدائ د کور د جوړولو دپاره نذرانې

۱داؤد بادشاه ټولې غونډې ته وفرمائيل، ”زما زوئ سليمان هغه څوک دے چې خُدائ پاک خوښ کړے دے، خو هغه لا هلک او ناتجربه‌کاره دے. کوم کار چې کېدونکے دے هغه ډېر لوئ دے، ځکه چې دا د انسانانو محل نۀ دے بلکې د مالِک خُدائ، خُدائ پاک کور دے. ۲ما د خپل خُدائ پاک د کور د سرو زرو، سپينو زرو، پيتلو، اوسپنې، لرګى، د اونيکس کاڼو او جواهراتو، د ښائسته کاڼو ټوکړو او د سنګِ مرمر د مِقدار تيارولو هر کوشش کړے دے. ۳د دې هر څۀ نه علاوه، چې ما د مخکښې نه تيار کړى دى د خُدائ پاک د کور سره زما د مينې په وجه ما خپل سپين زر او سرۀ زر هم ورکړى دى. ۴د مالِک خُدائ د کور په دېوالونو باندې د سرو زرو او سپينو زرو پترو خېژولو دپاره ما د اوفير د سلو ټنو نه زيات سرۀ زر او تقريباً دوه سوه او څلوېښت ټنه سوچه سپين زر هم ورکړى دى ۵او د هغه ټولو څيزونو دپاره مې دا ورکړى دى چې ماهِر کاريګران به يې جوړوى. نو اوس داسې نور څوک شته چې مالِک خُدائ له نذرانې ورکړى؟“ ۶‏-۷بيا د ډلو مشرانو، د قبيلو آفسرانو، د فوج مشرانو، د شاهى جائيداد اِنتظام کوونکو د مالِک خُدائ د کور د کار دپاره دا څيزونه ورکړل: د يو سل او اويا ټنو نه زيات سرۀ زر، د درېو سوو او دېرشو ټنو نه زيات سپين زر او تقريباً شپږ سوه او شل ټنه زېړ او د درېو زرو او څلورو سوو ټنو نه زياته اوسپنه. ۸د چا سره چې قيمتى کاڼى وُو نو هغه يې د مالِک خُدائ د کور د خزانې دپاره ورکړل، چې د هغې اِنتظام د جيرسون قبيلې د ليوى قبيلې يحى‌ايل کولو. ۹خلقو د زړۀ د اخلاصه څيزونه ورکول او هغوئ په دې خوشحاله وُو چې څومره زيات يې ورکړى دى. داؤد بادشاه هم ډېر زيات خوشحاله وو.

د حضرت داؤد د خُدائ پاک ثناء صِفت کول

۱۰هلته د ټولې غونډې په مخکښې داؤد د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زمونږ د پلار نيکۀ يعقوب مالِک خُدائ، خُدائ پاکه، ستا ثناء صِفت دې د همېشه دپاره وى. ۱۱تۀ لوئ او طاقتور، د شان او شوکت والا او عزتمند يې. په زمکه او آسمان کښې هر څۀ ستا دى او اے مالِک خُدايه، تۀ په هر څۀ باندې عظيم بادشاه او حکمران يې. ۱۲عزت او دولت ستا نه راځى، تۀ په خپل طاقت او قوت سره په هر څۀ حکومت کوې، او تۀ کولے شې چې هر څوک لوئ او طاقتور کړې. ۱۳اوس زمونږ خُدايه پاکه، مونږ ستا شُکر کوُو او مونږ ستا د جلال نه د ډک نوم ثناء صِفت کوُو. ۱۴خو بيا هم په حقيقت کښې زۀ او زما خلق تا له هيڅ هم نۀ شُو درکولے، ځکه چې هر يو څيز ستا د طرف نه نعمت دے او مونږ صِرف تا له هغه څۀ واپس درکړى دى چې څۀ ستا وُو. ۱۵مالِکه خُدايه، تا ته پته ده چې زمونږ د پلار نيکۀ په شان مونږ خپل ژوند د مسافرو په شان په يو ځائ بل ځائ کښې تېر کړے دے، زمونږ ژوند د تېرېدونکى سورى په شان فانى دے. ۱۶مالِکه خُدايه، زمونږ خُدايه پاکه، مونږ دا ټول دولت ستا د کور د جوړولو دپاره راوړے دے چې ستا د نوم درناوے وشى، خو دا ټول دولت ستا نه راغلے وو او دا ټول ستا دے. ۱۷ما ته پته ده چې تۀ د هر چا زړۀ معلوموې او د خلقو په صداقت خوشحاليږى. په روغ نېت او خلوص سره ما دا هر څۀ تا له درکړى دى او ما ته پته لګېدلې ده چې کوم خلق دلته راغونډ شوى دى هغوئ تا له څومره په شوق او خوشحالۍ سره نذرانې راوړى. ۱۸مالِکه خُدايه، زمونږ د پلار نيکۀ اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب خُدايه پاکه، ستا د خپلو خلقو په زړۀ کښې تا سره دا مينه د همېشه دپاره مضبوطه وساته او د هغوئ زړونه وفادار وساته. ۱۹زما د زوئ سليمان په زړۀ کښې دا جذبه واچوه چې ستا ټول حُکمونه ومنى او هغه کور جوړ کړى چې د کومې دپاره ما دا تيارے کړے دے.“ ۲۰بيا داؤد ټولې قبيلې له حُکم ورکړو، ”د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ.“ نو ټولې غونډې د مالِک خُدائ، د خپل پلار نيکۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړو او هغوئ لاندې ټيټ شول او مالِک خُدائ او بادشاه له يې عزت ورکړو. ۲۱په ورپسې ورځ هغوئ د قربانۍ په توګه ځناور حلال کړل، مالِک خُدائ ته يې وقف کړل او بيا يې خلقو له ورکړل چې وې خورى. د دې نه علاوه، هغوئ يو زر غوَيى، يو زر ګډان او يو زر ګډُورى هم حلال کړل، چې په قربان‌ګاه باندې يې پوره وسوزول. هغوئ د ميو نذرانې هم راوړې. ۲۲چې هغوئ د مالِک خُدائ په حضور کښې خوراک څښاک وکړو نو په هغه ورځ هغوئ ډېر خوشحاله وُو. هغوئ په دوېم ځل سليمان بادشاه جوړ کړو. هغوئ د مالِک خُدائ په نوم سليمان د بادشاه په توګه او صدوق د اِمام په توګه مقرر کړو. ۲۳نو سليمان د خپل پلار داؤد نه پس په هغه تخت باندې کښېناستو کوم چې مالِک خُدائ قائم کړے وو. هغه يو کامياب بادشاه وو او د بنى اِسرائيلو ټول قوم هغه منلو. ۲۴ټولو آفسرانو، فوجيانو او تر دې پورې چې د داؤد نورو زامنو هم دا لوظ وکړو چې د سليمان بادشاه وفادار به وى. ۲۵مالِک خُدائ سليمان د ټول قوم په نظر کښې عزتمند کړو او د هغه نورو ټولو بادشاهانو نه يې زيات شان او شوکت ورکړو چې کوم به په بنى اِسرائيلو بادشاهى کړې وه.

د حضرت داؤد وفات کېدل

۲۶نو د يَسى زوئ داؤد په ټولو بنى اِسرائيلو باندې بادشاهى کوله. ۲۷هغۀ څلوېښتو کالو پورې بادشاهى کوله. هغۀ په حبرون کښې اووۀ کاله او په يروشلم کښې درې دېرش کاله بادشاهى وکړه. ۲۸هغه يو عزتمند او مالدار سړے وو او ښۀ په پوخ عُمر کښې مړ شو او د هغۀ زوئ سليمان د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو. ۲۹د داؤد بادشاه تاريخ د اول نه واخله تر آخره پورې د دې درېو پېغمبرانو په کتابونو کښې ليکلے شوے دے، سموئيل، ناتن او جاد. ۳۰د تاريخ دا کتابونه وائى چې هغۀ څنګه حکومت وکړو او هغه څومره طاقتور وو او هغه هر څۀ چې په هغۀ، بنى اِسرائيلو او ګېرچاپېره بادشاهتونو شوى وُو.