Yousafzai
The third book of the Torah

Leviticus 25

اوؤم کال

۱بيا مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې موسىٰ ته وفرمائيل او حُکم يې ورکړو چې، ۲”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه. کله چې تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ يې تاسو له درکوى، د مالِک خُدائ د درناوى دپاره په هر اوؤم کال تاسو هغه زمکه مۀ کَرئ. ۳شپږ کاله به تاسو خپل پټى وکَرئ، په باغونو کښې به د انګورو څانګې قينچى کړئ او فصلونه به راغونډ کړئ. ۴خو په اوؤم کال دې زمکه شاړه پاتې شى. دا به مالِک خُدائ ته وقف شوے کال وى. خپل پټى مۀ کَرئ او په خپلو باغونو کښې د انګورو څانګې مۀ قينچى کوئ. ۵هغه فصل مۀ رېبئ چې د کَرلو نه بغېر په خپله راشين کيږى او د خپلو باغونو نه هغه انګور مۀ راټولوئ چې څانګې يې قينچى شوى نۀ وى، دا هغه کال دے چې زمکه به په کښې پوره آرام کوى. ۶کۀ په هغه کال کښې زمکه کَرلے شوې هم نۀ وى، خو د هغې نه به ستاسو دپاره، ستاسو نوکرانو، مزدورانو او د مسافرو دپاره چې ستاسو سره اوسيږى، خوراک مِلاو شى، ۷داسې ستاسو څاروو دپاره او ستاسو په پټو کښې د ځنګلى ځناورو دپاره هم. زمکه چې هر څۀ راشنۀ کړى نو هغه خوړلے شى.

د واپس ورکولو کال

۸اووۀ ځلې اووۀ کالونه وشمېرئ چې يو کم پنځوس کاله جوړيږى. ۹نو د اوومې مياشتې په لسمه ورځ يعنې د کفارې په ورځ به په ټول مُلک کښې بيګل وغږولے شى. ۱۰نو تاسو پنځوسم کال خاص وګڼئ او د مُلک ټولو خلقو ته د آزادۍ اِعلان وکړئ. په دې کال هغه هر څۀ هم چې خرڅ شوى وى نو هغه به اصلى مالِک يا د هغۀ اولاد ته واپس ملاويږى او هر څوک چې د غلام په توګه خرڅ شوے وى نو هغه به خپل خاندان ته واپس شى. ۱۱تاسو به خپل پټى نۀ کَرئ نۀ به هغه فصل رېبئ چې په خپله راشين شوے وى او نۀ به په باغونو کښې هغه انګور راټولوئ چې څانګې يې پرې کړے شوې نۀ وى. ۱۲هغه ټول کال به ستاسو دپاره مقدس وى، تاسو به صِرف هغه څۀ خورئ چې پټو په خپله راشنۀ کړى وى. ۱۳په دې کال هغه هر څۀ چې خرڅ شوى وى نو هغه به واپس خپل اصلى مالِک ته مِلاو شى. ۱۴کله چې تاسو په خپل وطندار ورور باندې زمکه خرڅوئ يا يې ترې نه اخلئ، نو يو بل له دوکه مۀ ورکوئ. ۱۵قيمت به يې د کالونو د شمېر په مطابق مقررولے شى چې په هغه زمکه کښې د واپس ورکولو کال نه مخکښې څومره فصل کيږى. ۱۶کۀ چرې پاتې شوى کالونه ډېر وى، نو قيمت به يې اوچت وى، خو کۀ صِرف يو څو کالونه پاتې وى، نو قيمت به يې کم وى، ځکه چې څۀ هم خرڅيږى نو هغه د فصلونو د هغه شمېر په مطابق به وى چې په هغه زمکه کښې پېدا کيږى. ۱۷خپل اِسرائيليان مۀ دوکه کوئ، خو د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک نه يرېږئ. ځکه چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.

د اوؤم کال دپاره د خُدائ پاک د خوراک بندوبست کول

۱۸د مالِک خُدائ ټول قانون او حُکمونه منئ، نو تاسو به هغه مُلک کښې په امن سره اوسېږئ. ۱۹هغه زمکه به فصلونه پېدا کوى او د خوراک هغه هر څۀ به درته ملاويږى چې تاسو يې غواړئ او په امن کښې به ژوند تېروئ. ۲۰خو کېدے شى چې ستاسو نه يو کس تپوس وکړى چې پټى ونۀ کَرلے شى او فصلونه راغونډ نۀ شى نو په اوؤم کال به څۀ خورو. ۲۱مالِک خُدائ به په شپږم کال هغه زمکې له برکت ورکړى نو هغه زمکه به د دوه کالونو دپاره ښۀ ډېر خوراک پېدا کړى. ۲۲کله چې تاسو په اتم کال خپل پټى کَرئ، نو چې په شپږم کال تاسو څۀ رېبلى وى هغه به تر اوسه پورې خورئ او په نهم کال به هم تاسو هغه څۀ خورئ کوم چې تاسو په اتم کال کَرئ او رېبئ.

د جائيداد واپس ورکول

۲۳تاسو خپله زمکه د همېشه دپاره مۀ خرڅوئ، ځکه چې زمکه ستاسو نۀ ده، د خُدائ پاک ده او تاسو د مسافرو په شان يئ چا ته چې دا اجازت وى چې صِرف ګټه ترې نه واخلى. ۲۴کله چې زمکه خرڅيږى، نو د دې د اصلى مالِک د واپس اخستلو حق به خامخا منلے شى. ۲۵کۀ يو اِسرائيلے غريب شى او زمکې خرڅولو ته مجبور شى، نو د هغۀ د ټولو نه نزدې خپلوان به زمکه واپس اخلى. ۲۶کۀ د چا خپلوان نۀ وى چې دا واپس واخلى نو کېدے شى وروستو مالدار شى او ډېرې پېسې ولرى چې دا واپس واخلى. ۲۷نو په داسې حال کښې به خامخا هغه سړى له قيمت ورکوى چا چې اخستې وى، دا قيمت به د واپس ورکولو کال پورې د پاتې کالونو دپاره وى، تر هغې پورې چې هغۀ ته خپله زمکه واپس شى. ۲۸خو کۀ د هغۀ سره ډېرې پېسې نۀ وى چې زمکه واپس واخلى نو دا به د واپس اخستلو نه وروستو کال پورې د هغه سړى په قبضه کښې وى. په هغه کال دې دا خپل اصلى مالِک ته واپس شى. ۲۹کۀ څوک په يو دېوال لرونکى ښار کښې کور خرڅ کړى، نو هغه د دې د خرڅېدو د تاريخ نه واخله په هغه وړومبى ټول کال د واپس اخستلو حق لرى. ۳۰خو کۀ هغه يې په يو کال کښې واپس وانۀ خلى نو د واپس اخستلو حق د هغۀ د لاس نه لاړ شى او هغه کور به د اخستونکى او د هغۀ د اولاد د همېشه دپاره وى، دا به د واپس اخستلو په کال نۀ واپس کيږى. ۳۱خو چې کوم کورونه په بې‌دېواله کلو کښې دى نو په هغوئ به د پټو په شان کار کيږى، د دې اصلى مالِک دا حق لرى چې دا واپس واخلى او دا به د واپس اخستلو په کال کښې واپس شى. ۳۲خو، ليويان هر وخت دا حق لرى چې په ښارونو کښې خپل هغه جائيداد واپس واخلى چې هغوئ ته حواله شوے وى. ۳۳کۀ چرې يو ليوے په ښارونو کښې يو کور خرڅ کړى او واپس وانۀ خستلے شى، نو د واپس کولو په کال کښې به دا خامخا واپس شى، ځکه چې د ليويانو په خپلو ښارونو کښې چې کوم کورونه دى دا د اِسرائيلو په مينځ کښې د هغوئ ذاتى جائيداد دے. ۳۴خو د ليويانو د ښارونو نه ګېرچاپېره مېدان به هيڅکله نۀ خرڅيږى، دا د همېشه دپاره د هغوئ دے.

غريبانانو خلقو له قرض ورکول

۳۵کۀ ستاسو سره يو نزدې اوسېدونکے بنى اِسرائيلے دومره غريب شى چې خپل ځان نۀ شى ساتلے، نو تاسو خامخا د هغۀ مدد کوئ لکه څنګه چې تاسو د پردى مُلک کس سره مدد کوئ، نو چې هغه ستاسو سره نزدې پاتې شى. ۳۶د هغوئ نه هيڅ سود مۀ اخلئ، د خُدائ پاک نه يرېږئ او خپل اِسرائيلے هم هغه شان ځان سره نزدې اوسېدو ته پرېږدئ. ۳۷تاسو چې کومې پېسې هغوئ له قرض ورکړئ نو د هغې سود ترې نه مۀ اخلئ او چې کوم خوراک ورباندې خرڅ کړئ د هغې ګټه ترې نه مۀ اخلئ. ۳۸دا د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک حُکم دے، چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ چې د کنعان زمکه تاسو له درکړى چې د ستاسو خُدائ پاک وى.

د نوکرانو آزادول

۳۹کۀ ستاسو سره يو نزدې اوسېدونکے اِسرائيلے دومره غريب شى چې هغه خپل ځان په تاسو باندې د يو غلام په توګه خرڅ کړى، نو د هغۀ نه به د يو غلام کار نۀ اخلئ. ۴۰هغه به ستاسو سره د يو مزدور په شان وى او د واپس ورکولو تر کال پورې به ستاسو خِدمت کوى. ۴۱په هغه وخت به هغه او د هغۀ بچى ستاسو نه لاړ شى او خپل خاندان او د خپل پلار نيکۀ جائيداد ته به راستُون شى. ۴۲اِسرائيليان د مالِک خُدائ غلامان دى او هغوئ يې د مِصر مُلک نه راوويستل، هغوئ دې د نوکرانو په توګه نۀ خرڅيږى. ۴۳د هغوئ سره ظلم مۀ کوئ خو د خُدائ پاک نه يرېږئ. ۴۴کۀ تاسو ته د نوکرانو ضرورت وى، نو د خواوشا قومونو نه غلامان اخستلے شئ. ۴۵تاسو د هغه مسافرو اولاد هم اخستلے شئ کوم چې ستاسو سره اوسيږى. کوم چې ستاسو په مُلک کښې پېدا شوى وى نو هغه به ستاسو ميراث شى، ۴۶او هغوئ خپلو بچو ته د ميراث په توګه پرېښودلے شئ، ترڅو چې هغوئ ژوندى وى نو ستاسو د بچو خِدمت به کوى. خو چې تاسو د خپل وطندار ورور سره ظلم ونۀ کړئ. ۴۷فرض کړئ يو مسافر چې ستاسو سره اوسيږى او هغه مالدار شى، خو کۀ ستاسو خپل وطندار ورور غريب شى او خپل ځان په هغه مسافر يا د هغۀ د قبيلې په يو کس باندې خرڅ کړى. ۴۸د هغۀ د خرڅېدو نه پس، هغه بيا هم دا حق لرى چې واپس واخستلے شى. د هغۀ يو ورور ۴۹يا د هغۀ ترۀ، د ترۀ زوئ يا د هغۀ بل يو نزدې خپلوان هغه واپس اخستلے شى. يا کۀ هغه په خپله مالداره شى، نو هغه خپله آزادى په خپله اخستلے شى. ۵۰چا چې هغه اخستے وى د هغۀ سره به خامخا مشوره کوى او هغوئ به د خرڅېدو د وخت نه واخله د واپس اخستلو نه وروستو کال پورې کالونه وشمېرى او چې کومې پېسې يو مزدور ته ورکولے کيږى د هغې په بنياد به د هغۀ د خلاصېدو قيمت مقرر شى. ۵۱‏-۵۲د پاتې شوو کالونو د شمېر په مطابق به هغه خامخا د خرڅېدو د قيمت يوه حِصه ورکوى، ۵۳لکه چې هغه د کال په بنياد باندې مزدور کړے شوے وو. د هغۀ مالِک به د هغۀ سره ظلم نۀ کوى. ۵۴کۀ هغه په داسې څۀ طريقه آزاد نۀ کړے شى، نو هغه او د هغۀ بچى به د واپس ورکولو د کال نه پس په بل کال خامخا آزاد کړے شى. ۵۵يو اِسرائيلے به همېشه دپاره غلام نۀ وى، ځکه اِسرائيليان د مالِک خُدائ غلامان دى. هغۀ هغوئ د مِصر مُلک نه راوويستل، هغه مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک دے.“