Yousafzai
WISDOM & POETRY

Proverbs 17

۱د سکون سره سپوره روټۍ بهتره ده د هغې کور نه چې په کښې ښۀ خوراکونه د لانجو سره وى. ۲يو هوښيار نوکر به د مالِک په شرمېدلى زوئ باندې حُکم چلوى، او په ميراث کښې به ورته حِصه هم لکه د يو ورور په شان مِلاو شى. ۳سرۀ زر او سپين زر په اور معلومولے شى، خو زړونه مالِک خُدائ معلوموى. ۴بدکاره انسان خرابو خبرو ته غوږ نيسى او دروغژن غېبت ته توجو ورکوى. ۵هر هغه څوک چې په غريبانانو پورې خندا کوى، نو د هغۀ د خالِق بې‌عزتى کوى او هر هغه څوک چې د چا په بدبختۍ خوشحاليږى نو دے به هم بې‌سزا پاتې نۀ شى. ۶نمسى د خپلو مشرانو دپاره تاج وى، او ماشومان په مور پلار فخر کوى. ۷کۀ هوښيارې خبرې د يو کم عقل دپاره نامناسبه وى، نو د يو بادشاه دپاره به دروغژنې شونډې څومره نامناسبه وى. ۸رشوت د ورکوونکى دپاره د جادو په شان وى، ځکه هغه چې هر څۀ کوى نو کاميابيږى. ۹هر هغه څوک چې د نورو خطاګانې معاف کوى نو مينې ته وده ورکوى، خو هر هغه څوک چې يوه خبره بار بار تکراروى نو نزدې دوستان سره جدا کوى. ۱۰يو هوښيار کس په يو ځل تنبيه کولو سره دومره زيات متاثره کيږى، نه چې يو کم عقل په سلو کوړو. ۱۱بدکاره صرف سرکشۍ پسې ليونى وى، خو دوئ ته به سخته سزا مِلاو شى. ۱۲دا بهتره ده چې د هغې مېلوګى سره دې واسطه راشى چې بچى ترې چا پټ کړى وى په ځائ د دې چې يو بې‌وقوفه په خپل کم عقلتوب ټينګار کوى. ۱۳کۀ چرته يو انسان د ښو په بدل کښې بد کوى، نو د هغۀ د کور نه به هيڅکله بدى ختمه نۀ شى. ۱۴د خراب بحث شروع داسې وى لکه چې د اوبو په بند کښې وړومبے سورے وشى، د دې نه مخکښې چې جنګ شروع نۀ شى نو دا زر ختم کړه. ۱۵بدعمله کس پرېښودل، او بې‌ګناه له سزا ورکول، مالِک خُدائ د دې دواړو کارونو نه نفرت کوى. ۱۶په کم عقل د خرچې کولو څۀ فائده نشته، ځکه چې هغه په خپله د عقل زده کولو خواهش نۀ کوى. ۱۷دوست په هر وخت کښې مينه کوى، او ورور هغه دے چې په مصيبت کښې په کار راشى. ۱۸څوک چې کم عقل وى خپل لاس د ګاونډى په ځائ په ضمانت کښې بل له ورکوى. ۱۹هر هغه څوک چې د جنګ جګړو سره مينه کوى د ګناه سره مينه کوى، هر هغه څوک چې په لوړه ګرځى نو تباهۍ له دعوت ورکوى. ۲۰هر څوک چې بد ګُمانه وى نو هغه به برکت ونۀ مومى، د چا ژبه چې دوکه ماره وى په مصيبت کښې به راګېر شى. ۲۱د چا په کور کښې چې بې‌وقوفه زوئ پېدا شى نو په کور کښې غم او پرېشانۍ راولى، د بې‌وقوفه د پلار دپاره خوشحالى نشته. ۲۲خوشحاله زړۀ د ټول بدن دپاره ښۀ دوائى ده، خو مات زړۀ هډُوکى هم اوچوى. ۲۳بدکاران په پټه رشوت اخلى د اِنصاف په لاره کښې دوئ مداخلت پېدا کوى. ۲۴د يو پوهه انسان مقصد د عقل حاصلول وى، خو د بې‌وقوفه لټون بې‌مقصده وى. ۲۵کم عقل زوئ د خپل پلار د غم باعث وى، او د تريخوالى باعث د هغه چا دپاره وى د چا نه چې پېدا وى. ۲۶يو بې‌ګناه له سزا ورکول ښۀ خبره نۀ ده، او نۀ يو شريف له د هغۀ د شرافت په وجه کوړې ورکول ښۀ خبره ده. ۲۷يو هوښيار ډيرې کمې خبرې کوى، او يو پوهه کس نرمې خبرې کوى. ۲۸تر دې چې يو کم عقل هم هوښيار ګڼلے شى کله چې دے غلے وى، او تميزدار ښکارى کۀ چرې دے خپله خولۀ بنده ساتى.