Yousafzai

MAJOR PROPHETS

Isaiah 22

د يروشلم په حقله پېغام

۱دا پېغام د رويا د وادۍ د يروشلم په حقله دے. څۀ شوى دى؟ دا ټول خلق ولې د کورونو چتونو ته د خوشحالۍ دپاره خېژى؟ ۲ټول ښار بې‌قراره دے او د شور شرابې نه ډک دے. ستاسو مړى په تُوره نۀ دى قتل کړے شوى او نۀ په مېدانِ جنګ کښې مړۀ دى. ۳ستاسو ټول مشران وتښتېدل او هغوئ لا يو غشے هم نۀ وو ويشتلے چې ونيولے شول. باقى خلقو هم د تښتېدو کوشش وکړو خو هغوئ هم قېد کړے شول. ۴ځکه ما ووئيل، ”ما پرېږده چې په چغو چغو وژاړم. ما له د تسلۍ راکولو کوشش مۀ کوئ. ما پرېږدئ چې د خپلو خلقو دپاره وژاړم، زۀ ګورم چې هغوئ تباه کيږى.“ ۵په حقيقت کښې مالِک خُدائ، ربُ الافواج دا وخت راوستے دے. د رويا په وادۍ کښې ګډوډى ده، خلق هيبتناکې منډې وهى او د هغوئ د ژړا چغې غرونو ته رسى. ۶د عيلام د مُلک نه په آسونو سوارۀ فوجيان راغلل، چې کمان او غشى ورسره وُو. او د قير د مُلک فوجيانو خپل ډالونه راخستى وُو. ۷د يهوداه بهترينې واديانې د جنګى ګاډو نه ډکې وې، په آسونو سوارۀ فوجيان د يروشلم د دروازو په مخکښې حملې دپاره ولاړ وُو. ۸يهوداه چې د خپل تحفُظ دپاره څومره بندوبست کړے وو هغه ختم شوے دے. په هغه ورځ تاسو څۀ وکړل؟ په هغه وخت کښې تاسو په هغه وسله باندې بهروسه وکړه کومه چې د ځنګل کور نومې ځائ کښې ساتلے شوې وه. ۹‏-۱۰په يروشلم کښې تاسو د هغه ځايونو جائزه واخسته چرته چې دېوالونو مرمت غوښتو. تاسو په يروشلم کښې د ټولو کورونو معائنه وکړه او څۀ کورونه مو د دې دپاره راغورزول چې د ښار د دېوالونو د مرمت کولو دپاره ترې نه کاڼى واخلئ. د اوبو جمع کولو دپاره، ۱۱تاسو د ښار د دېوالونو په مينځ کښې د هغه اوبو رايسارولو دپاره تالاب جوړ کړو کومې اوبۀ چې د زوړ ډنډ نه رابهېدلې. خو تاسو خُدائ پاک ته هيڅ توجو ونۀ کړه، چې هغۀ ډېر د پخوا نه د دې هر څۀ منصوبه جوړه کړې وه او هغۀ داسې وکړل. ۱۲بيا مالِک خُدائ پاک ربُ الافواج تاسو ته آوازونه کول چې ژړا او ماتم کوئ، خپل سرونه کل کړئ او د ټاټ جامې واغوندئ. ۱۳خو د هغې په ځائ، تاسو خندا او خوشحالى کوله. تاسو څاروى او ګډې حلالې کړې چې وې خورئ او تاسو مے څښل. تاسو وئيل، ”مونږ له ښۀ خوراک څښاک په کار دے، ځکه چې سبا به مړۀ يُو.“ ۱۴مالِک خُدائ ربُ الافواج په خپله ما سره خبرې وکړې او راته يې وفرمائيل، ”ترڅو پورې چې تاسو ژوندى يئ نو دا بد عمل به درته هيڅکله معاف نۀ شى. ما، مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.“

د شبنا دپاره خبردارے

۱۵مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج ما ته وفرمائيل چې، ”شبناه له لاړ شه، چې هغه د شاهى خاندان اِنتظام کوونکے دے او هغۀ ته ووايه، ۱۶تۀ دلته څۀ کوې؟ تا له دلته د خپل قبر جوړولو اجازت چا درکړے دے؟ تۀ څوک يې چې دلته به د ځان دپاره په اوچت ځائ کښې مزار جوړ کړې او په ګټ کښې د ځان دپاره قبر جوړ کړې؟ ۱۷اے سړيه، مالِک خُدائ به دې راونيسى او لرې به دې وغورزوى. ۱۸هغه به تا د پنډوسکى په شان ګول مول کړى او يو بل لوئ مُلک ته به دې وغورزوى. او تۀ به هلته مړ شې، او ستا ښائسته جنګى ګاډۍ به هم هلته پرتې وى. ولې چې تۀ د خپل نېک د خاندان دپاره د بې‌عزتۍ سبب جوړ شوے يې. ۱۹مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا د خپلې عُهدې نه لرې کړم او د خپل اوچت مقام نه به دې راکوز کړم. ۲۰په هغه ورځ به زۀ خپل خِدمتګار د خِلقياه زوئ اِلياقيم راوغواړم. ۲۱زۀ به هغۀ ته ستا سرکارى چُوغه او کمربند ورواچوم او تا چې کوم اختيارات لرل نو هغه ټول به هغۀ له ورکړم. هغه به د يروشلم او د يهوداه د خلقو د پلار په شان وى. ۲۲زۀ به هغۀ له د داؤد د خاندان چابيانې ورکړم. چې کومه دروازه هغه کولاو کړى هغه به څوک بندولے نۀ شى او چې کومه دروازه هغه بند کړى هغه به څوک کولاولے نۀ شى. ۲۳زۀ به هغۀ يوه لويه مرتبه ورکړم لکه څنګه چې په دېوال کښې مېخ کلک لګېدلے وى، او دا به د هغۀ د خاندان دپاره د عزت سبب وګرځى. ۲۴بيا به د هغۀ د پلار د خاندان ټول وزن په هغۀ باندې راځوړند شى. او د هغۀ ټول اولاد او خپلوان به د لوښو په شان د وړې پيالۍ نه واخله تر غټ مرتبان پورې به دې مېخ پورې راځوړند وى. ۲۵ربُ الافواج وفرمائيل، يو وخت به راشى چې دا کلک لګېدلے مېخ به راوغورزيږى او چې په دې باندې څۀ هم راځوړند وى نو هغه به مات شى. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“