Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 50

د آسف يو زبور

منلے شوى صحيح قربانى

۱قادر مطلق خُدائ، مالِک خُدائ د زمکې خلقو ته حُکم وکړو،

او د مشرق نه تر مغرب پورې د زمکې خلق يې راوغوښتل.

۲د صيون نه چې په ښائست باندې پوره دے

نو خُدائ پاک د هغه ځائ نه ځلېدلے دے

۳زمونږ خُدائ به راشى او خاموشه به نۀ وى

سوزېدونکے اور به ترې نه مخکښې او سخت طوفان به ترې چاپېره وى

۴هغه به زمکه او پاس آسمانونه ګواهۍ دپاره راوغواړى

چې د خپل قوم عدالت وکړى،

۵”زما ټول نېکان ما ته راغونډ کړئ

چا چې ما سره د قربانۍ په ذريعه لوظ کړے دے.“

۶آسمانونه د هغۀ د صداقت اعلان کوى

ځکه چې په خپله خُدائ قاضى فېصله کوى.

۷”اے زما خلقو ما ته غوږ شئ زۀ به تاسو ته خبرې وکړم

اے بنى اِسرائيلو زۀ ستاسو خلاف دا ګواهى کوم.

چې هم زۀ خُدائ يم او ستاسو خُدائ پاک يم،

۸ستاسو د قربانيانو په وجه زۀ تاسو نۀ رټم،

او ستاسو مسلسل سوزېدونکې قربانيانې زما په وړاندې دى

۹ستاسو د غوجل غوَيى ته زما ضرورت نشته

او نۀ مې حاجت شته ستاسو د شپول يو چېلى ته

۱۰ولې چې د ځنګلونو ټول او هر يو ځناور زما دى،

او په زرګونو غرونو کښې د څاروو رمې زما دى.

۱۱زۀ د غرونو هر يو مارغۀ نه خبر يم،

او د هوارو ټول مخلوق زما دى.

۱۲کۀ چرې زۀ اوږے شوے وم خو بيا هم به مې وئيلى نۀ وُو تا ته،

ځکه چې دُنيا او څۀ چې په کښې دى هغه ټول زما دى.

۱۳ولې زۀ څۀ د غوَيانو غوښې خورم؟

او يا زۀ د چېلو وينې څښم؟

۱۴ستاسو قربانۍ خُدائ ته شُکر ګزارى کول دى،

او دا ستاسو د خُدائ تعالىٰ سره کړې وعدې او نذرانې پوره کوى،

۱۵په وخت د مصيبت کښې ما ته آواز راکړئ،

زۀ به تاسو د مصيبت نه بچ کړمه او تاسو به زما عزت وکړئ.“

۱۶خو بدعمله ته خُدائ پاک وفرمائيل،

”تاسو ولې زما قانون بيانوئ، او زما د لوظ خبرې په خپله ژبه کوئ؟

۱۷تاسو د اصلاح نه نفرت کوئ

او تاسو زما حُکمونه شاته غورزوئ.

۱۸کله چې غل ووينئ نو تاسو ورسره مل شئ،

تاسو ملګرتيا د زناکارو کوئ.

۱۹هر وخت مو ژبه د بدۍ نه ډکه وى،

تۀ په خپله ژبه د دروغو خبرې کوى.

۲۰هر وخت تاسو د خپل ورور خلاف خبرې کوئ،

د خپلې مور د بچى تاسو هر ځائ کښې غېبت کوئ.

۲۱ستا په دې کارونو زۀ چپ پاتې شوم،

زۀ دې هم د خپل ځان په شان وګڼلم.

خو زۀ دې اوس رټمه او په تا اِلزام لګوم،

۲۲ما ته غوږ شئ چا چې زۀ هېر کړے يم هغوئ ټول دې توبه ګار شى،

زۀ به مو ټوټې کړم او هيڅ څوک به نۀ وى چې ستاسو مددګار شى.

۲۳څوک هم چې د شُکر ګزارۍ قربانى کوى نو زما احترام کوى.

څوک چې هم په صحيح لار روان وى،

نو زۀ به ورته د خُدائ خلاصون څرګند کړم.“