Yousafzai
HISTORY

1 Kings 12

د شمالى قبيلو بغاوت

۱بيا رحُبعام شِکم ته لاړو، چرته چې ټول اِسرائيليان راغونډ شوى وُو چې دے بادشاه جوړ کړى. ۲کله چې د نباط زوئ يربعام د دې نه خبر شو چې څوک د سليمان بادشاه نه مِصر ته تښتېدلے وو، هغه د مِصر نه راواپس شو. ۳د شمالى قبيلو خلقو يربعام راوغوښتو او بيا هغه ټول ورسره رحُبعام له لاړل او هغۀ ته يې ووئيل، ۴”ستا پلار سليمان په مونږ باندې درانۀ بوجونه کېښودل. کۀ تۀ دا بوجونه سپک کړې، نو مونږ به ستا وفادار خلق يُو.“ ۵هغۀ ورته ووئيل، ”درې ورځې پس راشئ نو زۀ به تاسو له جواب درکړم.“ نو هغوئ لاړل. ۶رحُبعام بادشاه د هغه سپين‌ږيرو مشرانو سره مشوره وکړه کوم چې د هغۀ د پلار سليمان مشوره ورکوونکى وُو. هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ما له مشوره راکړئ چې دې خلقو له څۀ جواب ورکړم؟“ ۷هغوئ ورته ووئيل، ”کۀ تۀ نن د دې خلقو خِدمتګار جوړ شې او د هغوئ خِدمت وکړې او خوږې خبرې ورسره وکړې، نو هغوئ به تل ستا خِدمت کوونکى وى.“ ۸خو هغۀ د مشرانو نصيحت رد کړو او هغه زلمو له لاړو کوم چې د هغۀ سره لوئ شوى وُو او اوس د هغۀ مشوره ورکوونکى وُو. ۹هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ما له مشوره راکړئ چې څۀ وکړُو. مونږ هغه خلقو ته څۀ ووايو چې ما ته وائى چې د هغوئ بوجونه سپک کړم چې زما پلار ورباندې اېښى دى؟“ ۱۰نو زلمو ورته ووئيل، ”څوک چې آسان ژوند غواړى نو هغوئ ته ووايه چې، زما کچه ګوته زما د پلار د ملا نه غټه ده. ۱۱هغوئ ته ووايه چې، زما پلار په تاسو درانۀ بوجونه اچولى دى، خو زۀ به دا نور هم درانۀ کړم. هغۀ تاسو په کوړو وهلئ، خو زۀ به تاسو په لړمانو سم کړم.“ ۱۲درې ورځې وروستو يربعام او ټول خلق رحُبعام بادشاه ته راواپس شول، لکه څنګه چې دې بادشاه ورته وئيلى وُو. ۱۳بادشاه د مشرانو سړو مشوره رد کړه او خلقو ته يې سختې خبرې وکړې، ۱۴هم هغه شان څنګه چې زلمو ورته وئيلى وُو. هغۀ ووئيل، ”زما پلار په تاسو باندې درانۀ بوجونه اچولى وُو، خو زۀ به دا نور هم درانۀ کړم. هغۀ تاسو په کوړو باندې وهلئ، خو زۀ به تاسو په لړمانو باندې سموم.“ ۱۵نو بادشاه خلقو ته غوږ ونۀ نيولو، دا هر څۀ ځکه بدل شول چې دا مالِک خُدائ ته منظوره وه چې هغه خبره پوره کړى چې مالِک خُدائ د سيلا پېغمبر اخياه په ذريعه د نباط زوئ يربعام ته کړې وه. ۱۶کله چې ټول بنى اِسرائيليان پوهه شول چې بادشاه هغوئ ته غوږ نۀ نيولو، نو هغوئ ووئيل، ”مونږ د داؤد بادشاهى نۀ منو، د يَسى په زوئ کښې زمونږ څۀ فائده ده. اے بنى اِسرائيلو، ځئ خپلو خېمو ته واپس لاړ شئ، د داؤد خاندان دې خپله بادشاهى سمباله کړى.“ او بنى اِسرائيليان خپلو خېمو ته لاړل. ۱۷خو رحُبعام په هغه بنى اِسرائيلو باندې بادشاهى کوله کوم چې د يهوداه په علاقه کښې اوسېدل. ۱۸بيا رحُبعام بادشاه ادورام ولېږلو، کوم چې د هغه مزدورانو مشر وو چې په زور کار ترې نه اخستے شو، چې هغه اِسرائيل له لاړ شى، خو هغوئ هغه سنګسار کړو. رحُبعام په تېزۍ سره په خپله جنګى ګاډۍ کښې سور شو او يروشلم ته وتښتېدو. ۱۹نو هم د هغه وخت نه د اِسرائيل خلق د داؤد د شاهى خاندان خِلاف بغاوت کوى. ۲۰کله چې اِسرائيليان خبر شول چې يربعام د مِصر نه راواپس شوے دے، نو هغه يې د خلقو يوې غونډې ته راوغوښتلو او د ټول اِسرائيل بادشاه يې جوړ کړو. صِرف د يهوداه قبيلې خلقو د داؤد اولاد منلو.

د سمعياه پېشګوئې

۲۱کله چې رحُبعام يروشلم ته ورسېدو، نو هغۀ د يهوداه او بنيامين قبيلې نه يو لاک اتيا زره ښۀ فوجيان راغونډ کړل. هغۀ دا اراده وکړه چې د جنګ دپاره لاړ شى چې د اِسرائيل شمالى قبيلې په خپل قابو کښې بيا راولى. ۲۲خو خُدائ پاک سمعياه پېغمبر ته وفرمائيل ۲۳چې هغه رحُبعام او د يهوداه او د بنيامين ټولو خلقو ته دا پېغام ورسوى، ۲۴”په خپلو وروڼو يعنې اِسرائيل باندې حمله مۀ کوئ. ټول کور ته لاړ شئ ځکه چې څۀ وشول نو هغه ما کړى دى.“ هغوئ ټولو د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او واپس کورونو ته لاړل.

د يربعام د مالِک خُدائ نه اوړېدل

۲۵د اِسرائيل بادشاه يربعام د اِفرائيم غرونو په مُلک شِکم کښې د پَخو دېوالونو ښار جوړ کړو. بيا هغه لاړو او د فنواېل ښار دپاره يې پاخۀ دېوالونه جوړ کړل. ۲۶‏-۲۷هغۀ د خپل ځان سره ووئيل، ”اوس خبره داسې ده، کۀ زما خلق يروشلم ته لاړ شى او هلته د مالِک خُدائ په کور کښې نذرانې پېش کړى نو هغوئ به خپله وفادارى د يهوداه بادشاه رحُبعام ته بدله کړى او ما به ووژنى.“ ۲۸د مشورې اخستلو نه پس، بادشاه دوه د سرو زرو سخى جوړ کړل او خپلو خلقو ته يې ووئيل، ”تاسو د ډېرې مودې نه د عبادت دپاره يروشلم ته ځئ. اے اِسرائيليانو، ستاسو خُدايان دا دى چا چې د مِصر مُلک نه راوويستلئ.“ ۲۹هغۀ د سرو زرو يو سخے په بيت‌ايل کښې او بل په دان کښې کېښودو. ۳۰نو داسې خلقو ګناه وکړه، ځکه چې هغوئ د عبادت دپاره بيت‌ايل او دان ته لاړل. ۳۱او يربعام په علاقو کښې د عبادت ځايونه هم جوړ کړل او د هغه کورونو نه يې اِمامان خوښ کړل کوم چې د ليوى قبيلې نه نۀ وُو.

په بيت‌ايل کښې د عبادت حُکم ورکول

۳۲يربعام د اتمې مياشتې په پينځلسمه ورځ په يهوداه کښې د اختر په شان يو مذهبى اختر هم مقرر کړو. د سرو زرو کوم سخى يې چې جوړ کړى وُو نو په بيت‌ايل کښې يې په قربان‌ګاه باندې هغې ته نذرانې پېش کړې او هغۀ هلته په بيت‌ايل کښې د عبادت په هغه ځايونو کښې د خِدمت دپاره اِمامان کښېنول کومې علاقائى عبادتخانې چې هغۀ جوړې کړې وې. ۳۳او د اتمې مياشتې په پينځلسمه ورځ کومه ورځ چې هغۀ په خپله مقرره کړې وه، نو هغه بيت‌ايل ته لاړو او هغۀ چې د اِسرائيليانو دپاره کوم اختر مقرر کړے وو د هغې د مناوولو دپاره هغۀ په قربان‌ګاه باندې يوه نذرانه پېش کړه.