Yousafzai

MAJOR PROPHETS

Ezekiel 21

د مالِک خُدائ د عدالت تُوره

۱د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۲”اے بنى آدمه، د يروشلم په خلاف خپل مخ راواړوه او د هغوئ د مقدسو ځايونو خلاف بيان وکړه. او د بنى اِسرائيلو د مُلک خلاف پېشګوئې وکړه. ۳او هغوئ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى، زۀ ستاسو خلاف يم. زۀ به خپله تُوره د کاش نه راوباسم او ستاسو نه به صادقان او بدعمله دواړه ختم کړم. ۴ځکه زۀ صادقان او ګناهګاران دواړه وژنم، زما تُوره به د کاش نه د جنوب نه د شمال پورې د هر چا خلاف راوويستلے شى. ۵بيا به ټول خلق په دې باندې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ خپله تُوره د کاش نه راويستې ده. دا به بيا واپس نۀ شى. ۶نو په دې وجه اے بنى آدمه، زبيرګى کوه، په مات زړۀ او سختو دردونو سره د هغوئ په وړاندې سوال زارى وکړه. ۷او کله چې هغوئ تا نه تپوس وکړى چې تۀ ولې زبيرګى کوې؟ نو هغوئ ته ووايه چې د هغه خبر په وجه چې راتلونکے دے. هر يو سخت زړۀ به نرم شى او هر يو لاس به شل شى، هر يو روح به ودريږى او هره يوه ګوډه به د يرې نه په ريږدان شى. دا راتلونکى دى، دا به په يقين سره وشى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“ ۸د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۹”اے بنى آدمه، پېشګوئې وکړه او خلقو ته ووايه، مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، يوه تُوره تيره شوې او پالش شوې ده. ۱۰دا د قتل و غارت دپاره تيره شوې ده، داسې پالش شوه چې د برېښنا په شان ځليږى. نو آيا اوس به خوشحاله شې څۀ؟ هغوئ څوک چې ستاسو نه ډېر زيات زورَور وُو د دې تُورې لاندې راغلل. ۱۱ما تُوره چا له ورکړې ده چې تيره يې کړى. اوس دا تيره ده، چمکداره ده او تياره ده چې قاتل ترېنه کار واخلى. ۱۲اے بنى آدمه، وير او ژړا وکړه، ځکه دا زما د خلقو خلاف ده، دا د بنى اِسرائيلو د ټولو شهزادګانو خلاف ده. هغوئ زما خلقو سره يوځائ د تُورې خولې ته وغورزولے شول. نو په دې وجه خپلې سينې ووهئ. ۱۳دا به هغوئ ټول په آزمېښت کښې واچوى، نو دوئ سره به د خلاصون لار نۀ وى؟“ مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. ۱۴”نو بيا اے بنى آدمه، نبوت وکړه او خپل لاسونه وپړقوه او زما تُوره به دوه ځله بلکې درې ځله ووهى. دا تُوره د تباهۍ دپاره ده او دا تُوره د لوئ قتل و غارت دپاره ده چې د هرې خوا نه به هغوئ راګېر کړى. ۱۵تر دې چې هغوئ د يرې نه خپل زړونه بائيلى او راوغورزيږى، ما د هغوئ په ټولو دروازو کښې تُوره د دوئ د وژلو دپاره مقرر کړې ده. افسوس، هغه داسې جوړه شوې ده چې لکه د برېښنا په شان پړقيږى، او دا د قتلولو دپاره راخستلے شوې ده. ۱۶اے تُورې، ښى طرف او بيا ګس طرف ته، او هرې خوا چې ستا مخ تاويږى وڅيره. ۱۷زۀ به هم خپل لاسونه وپړقوم او زما غضب به سوړ شى. ما مالِک خُدائ داسې وفرمائيل.“

د بابل بادشاه تُوره

۱۸د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۱۹”اے بنى آدمه، د بابل بادشاه د تُورې دپاره دوه لارې په ګوته کړه چې په هغې لاړه شى، چې دواړه د يو ښار نه شروع شى. هلته کښې نښه جوړه کړئ چرته چې ښار ته خپلو کښې لارې جدا کيږى. ۲۰د تُورې دپاره يوه لاره په ګوته کړئ چې د عمونيانو د ربه ښار خلاف راشى او بله د يهوداه او د يروشلم پوخ ښار خلاف راشى. ۲۱ځکه چې د بابل بادشاه به په هغه ځائ کښې چرته چې نښه شوې ده چې لارې جدا کيږى ودريږى چرته چې لارې دوه شوې دى، نو په دې وخت کښې به د خپل قسمت فال وګورى، هغه به په غشو سره ځان دپاره فال معلوم کړى، او د خپلو بُتانو سره به مشوره وکړى، هغه به د څاروو اينه معائنه کړى چې هغه کوم طرف ته لاړ شى. ۲۲نو د هغۀ په ښى لاس کښې به فال د يروشلم دپاره راشى، چرته چې به هغه د دېوالونو غورزولو مشين ولګوى، هغه به د قتل و غارت حکم ورکړى، او د جنګ آوازونه به وکړى، او د دروازو خلاف به د ماتولو مشينرى ولګوى، حصارونه به جوړ کړى او د محاصره کولو دپاره به د خاورو ډېرى جوړ کړى. ۲۳دا به د هغوئ دپاره د دروغو فال ښکارى چا چې هغۀ سره د امن قَسم کړے دے، خو هغه به هغوئ ته خپله ګناه ورياده کړى او هغوئ به ونيولے شى. ۲۴نو په دې وجه قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ځکه چې تاسو بيا بيا خپل قصورونه ما ته رايادوئ او تر دې چې هغه په ښکاره توګه سر ته رسوئ او په هر کار کولو کښې ستاسو ګناهونه ليدلے کيږى نو په داسې کولو به تاسو ونيولے شئ. ۲۵اے د بنى اِسرائيلو بې‌دينه او بدکاره شهزاده، ستا وخت پوره شوے دے، او د چا ورځې چې راغلې دى، د چا د سزا وخت چې پوره شوے دے. ۲۶مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، خپل پټکے ښکته کړه او خپل تاج اخوا کړه. هر څۀ به داسې نۀ وى څنګه چې مخکښې وُو، عاجز به اوچت کړے شى او اوچت به عاجز کړے شى. ۲۷کنډر، کنډر، زۀ به ښار کنډر کړم. دا به بيا په خپل حال نۀ شى ترڅو چې هغه رانۀ شى د چا چې دا حق دے چې فېصله پرې وکړى. چا ته به چې زۀ دا مُلک ورکړم.“

د خُدائ پاک تيره شوې تُوره

۲۸”او تۀ اے بنى آدمه، نبوت وکړه او ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ د عمونيانو او د هغوئ د ګستاخۍ کولو په حقله فرمائى چې، تُوره د حلالېدو دپاره راوويستلے شوه، هغه د قتلولو دپاره پالش کړے شوه او لکه د برېښنا ځليږى. ۲۹هغوئ ستاسو په حقله غلطې روياګانې بيانوى او ستاسو په حقله د دروغو پېشګوئې کوى، دا به د بدکارو په غاړو پرته وى څوک چې به قتل کړے شى، د چا ورځې چې راغلې دى، د چا د سزا وخت چې پوره شوے دے. ۳۰تُوره په خپل کاش کښې واپس واچوه. په کوم ځائ کښې چې تۀ پېدا شوے يې، ستا د پلار نيکۀ په مُلک کښې، زۀ به ستا عدالت وکړم. ۳۱زۀ به خپل غضب په تاسو نازل کړم او د خپلې غصې اور له به ستاسو خلاف پوکے ورکړم، زۀ به تاسو قاتلانو او هغه کسانو ته حواله کړم چې په تباهۍ کښې ماهر وى. ۳۲تۀ به د اور دپاره خشاک يې، ستا وينه به ستا په مُلک کښې تويه شى، تۀ به نور ياد نۀ کړے شې، ځکه چې ما مالِک خُدائ داسې وفرمائيل.“