Yousafzai
WISDOM & POETRY

Psalm 53

د موسيقۍ د مشر دپاره: د محلت په مطابق د حضرت داؤد يو نظم

د انسان ګناه

۱کم عقلان په خپل زړۀ کښې وائى چې، ”خُدائ پاک نشته.“

دوئ په بدو اخته شول او بدعمله دى،

تر دې چې يو هم نشته چې نېک وى.

۲پاس د آسمانه خُدائ انسانانو ته ګورى،

ګورى چې څوک شته چې وى هوښيار او د خُدائ لټون کوى.

۳خو ټول بې‌لارې شوى دى،

او ټول يو شان خراب شوى دى.

يو کس هم ښۀ نۀ کوى داسې يو هم نشته چې ښۀ کارونه وکړى.

۴ولې څوک چې بدکارونه کوى دوئ نۀ پوهيږى.

خو دوئ زما بنيادمان لکه د روټۍ لواړ تېروى،

او هيڅکله هم دوئ د خُدائ پاک نه دُعا نۀ غواړى.

۵خو بيا هم داسې ويرېدل چې دې نه وړاندې کله هم داسې نۀ وُو يرېدلى.

خُدائ پاک به ستا د دشمنانو هډُوکى تس نس کړى.

او هغوئ به وشرميږى ځکه چې خُدائ پاک سپک کړى دى.

۶څوک به راشى د صيون چې آزاد کړى بنى اِسرائيل،

کله چې خُدائ پاک بيا آباد کړى خپل قوميان،

يعقوب به خوشحالى وکړى او بنى اِسرائيل به خوشحاله شى.