Yousafzai

WISDOM & POETRY

Job 26

د حضرت ايُوب جواب

۱بيا ايُوب جواب ورکړو، ۲”تا د هغه چا مدد څنګه وکړو چې هيڅ طاقت يې نۀ وو. تا هغه کس څنګه بچ کړو چې هيڅ زور يې نۀ وو. ۳تا يو کم عقل کس له څنګه مشوره ورکړه، او نصيحت دې ورته وکړو. ۴ستا څۀ خيال دے چې څوک به ستا خبرې اورى، او تا ته دا خبرې چا ښودلى دى؟“ ۵”د زمکې لاندې په اوبو کښې د مړو روحونه لړزيږى. ۶د مړو دُنيا خُدائ پاک ته ښکاره ده، او د تباهۍ ځائ پټ نۀ دے. ۷خُدائ پاک آسمان خور کړے دے، او زمکه يې بغېر د څۀ څيز نه راځوړنده کړې ده. ۸هغه اوبۀ په خپله ټينګه وريځ کښې راغونډوى، او وريځ د دروند والى په وجه نۀ شليږى. ۹هغه د سپوږمۍ مخ پټوى، او په دې باندې د هغۀ وريځې خوَرې شى. ۱۰هغۀ د اوبو دپاسه د آسمان لمن جوړه کړه، هغۀ د رڼا او تيارې په مينځ کښې حد مقرر کړو. ۱۱د آسمان بنيادونه ولړزيږى، او دا د هغۀ په رټنه باندې ودرزيږى. ۱۲د خپل طاقت په ذريعه هغۀ سمندر قلار کړو، او د خپلې پوهې په ذريعه يې سمندرى بلا تباه کړه. ۱۳د هغۀ د ساه په ذريعه آسمان ښائسته شو، او د هغۀ لاس تښتېدونکې بلا وشلوله. ۱۴دا د هغۀ د طاقت معمولى کارنامې دى، دا د يو معمولى آواز په شان دے چې مونږ اورېدلے وى. خو داسې څوک شته چې ورته د هغۀ د دروند آواز د زور پته لګى؟“