Yousafzai

WISDOM & POETRY

Job 41

۱سمندرى بلاګانې تۀ د کُنډې سره راويستلے شې، يا د دې ژبه د پړى سره تړلے شې څۀ؟ ۲ولې تۀ دې ته پېزوان اچولے شې، يا يې په ژامنه کښې کُنډه اچولے شې؟ ۳ولې دا به د رحم دپاره تا ته ډېر مِنتُونه وکړى؟ يا به نرمې خبرې درته وکړى؟ ۴دا به تا سره يو لوظ وکړى څۀ چې ټول عُمر به ستا غلام وى؟ ۵ولې تۀ به دا د يو مارغۀ په شان وساتې څۀ، يا تۀ به دا وتړې څۀ دپاره د دې چې ستا وينځې ورسره لوبې وکړى؟ ۶ولې سوداګر به د دې سودا وکړى؟ چې په بازار کښې يې خرڅ کړى؟ ۷ولې د هغې په څرمن باندې غشى څۀ اثر کوى، او د دې سر د نېزو سره غوڅولے شې؟ ۸کۀ تۀ خپل لاس د دې سره ولګوې، نو د جنګ په مزه به پوهه شې، او بيا به هيڅکله داسې نۀ کوې. ۹نه، د دې نيول څۀ فائده نۀ کوى، او کوم ښکارى چې د دې د نيولو کوشش کوى نو هغه به راوغورزولے شى. ۱۰هيڅ څوک هم دا جرأت نۀ شى کولے چې کار ورسره وساتى. او د دې په وړاندې څوک ټېنګېدے شى؟ ۱۱چا ما له څۀ راکړى دى چې زۀ بدله ورکړم؟ د آسمان نه لاندې هر څۀ زما دى؟ ۱۲زۀ به د دې د بدن د اندامونو په حقله خاموشى نۀ اختياروم، يا د دې د لوئ طاقت او د دې د ښۀ بدن په حقله به وايم. ۱۳د دې نه څرمن څوک ويستے شى؟ د دې ډکه څرمن څوک سورے کولے شى؟ ۱۴د دې د خولې ژامنې څوک کولاولے شى؟ ځکه چې د دې غاښونه خلق يروى. ۱۵د دې ملا د ډالونو قطارونو نه جوړه ده، دا د يو بل سره کلک انښلى. ۱۶د يو بل سره دومره نزدې دى، چې د دې په مينځ کښې هوا هم نۀ شى تېرېدلے. ۱۷دا د يو بل سره تړلى شوى دى، دې يو بل نيولے دے او د يو بل نه نۀ جدا کيږى. ۱۸د دې انټوشى لکه د رڼا پړق وى، او د دې سترګې د سحر د سوروالى په شان دى. ۱۹د دې خولې نه د ډيوو شُغلې ځى، او د اور ذرې ترې نه راوځى. ۲۰د دې د پوزې نه لوګے راوځى، لکه چې د پتيلې لاندې د بلو لوخو لوګے وى. ۲۱د دې ساه سکارۀ بلوى، او د دې خولې نه يوه لمبه راوځى. ۲۲د دې څټ مضبوط دے، او چې چرته هم ځى نو هلته يره راځى. ۲۳د دې د غوښې موړې د يوې بلې سره انښتې دى، دا مضبوطې جوړې دى او نۀ خوځيږى. ۲۴د دې زړۀ د کاڼى په شان سخت دے، لکه د ژرندې د کاڼى په شان سخت دے. ۲۵کله چې دا په خپله پاڅى نو طاقتور خلق ويريږى، او يرې نه وتښتى. ۲۶داسې تُوره نشته چې زخمى يې کړى، نۀ پرې نېزه، نۀ غشے او نۀ ورباندې نرۍ نېزه څۀ اثر کوى. ۲۷دا اوسپنه د بوسو په شان ګڼى، او زېړ د ورَستو شوو لرګو په شان ګڼى. ۲۸غشى دا نۀ شى شړلے، او د ليندې کاڼى خو ورته ګپ ښکارى. ۲۹لَوړ د بوسو په شان ګڼى، او د نرو نېزو په راويستلو پورې دا خندا کوى. ۳۰د دې خېټه د تېرو ماتو شوو شيشو په شان ده، دا په خټه باندې داسې نښه پرېږدى لکه چې په مېخونو سورے شوے وى. ۳۱دا سمندر د يشېدلو اوبو په شان خوځوى، او دا سمندر داسې شاربى لکه شُملې. ۳۲دا د خپل ځان شا ته يو پړقېدونکې کرښه پرېږدى، او سمندر تک سپين کړى ۳۳په زمکه باندې د دې ثانى نشته، دا يو داسې مخلوق دے چې نۀ يريږى. ۳۴دا په ټولو کښې ډېر مغرور دے، دا د ټولو ځناورو بادشاه دے.“